کور / تازه خبرونه / امريکا د بې پيلوټه طيارو په بمبار کي ٦٥% زياتوب راولي

امريکا د بې پيلوټه طيارو په بمبار کي ٦٥% زياتوب راولي

د امريکا د هوايي او مځکني پوځ لوى قومندان ايډميرل مايک مولن وايي دغه هيواد به په خپلو هوايي حملو کي ٦٥% فيصده زياتوالى راولي.
د نوموړي په وينا ولسمشر باراک اوباما د ٢٠١١ کال دپاره له کانګرس څخه د اوباما له خوا په غوښتل سوې بوديجه کي د پام وړ زياتوالى راغلئ دئ.
مايک مولن وويل په قبايلي سيمو کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بمباريو مثبته نتيجه ورکړې، نو ځکه غواړي تر دې يې هم ډېري کړي.
بلي خواته د قبايلي سيمو اوسېدونکي وايي د امريکا د بمباريو اکثره قربانيان ملکي کسان دي.