کور / تازه خبرونه / په ٢٠٣٠ کي به سرطان د ناروغانو مړېنه ١١٥ لکه ته ورسېږي

په ٢٠٣٠ کي به سرطان د ناروغانو مړېنه ١١٥ لکه ته ورسېږي

د رويټرز خبري آژانس وايي په داسي حال کي چي د سرطان خطرناکه ناروغي کال په کال خپرېږي، په ٢٠٣٠ کال کي به د دې ناروغۍ د مړو شمېر ١١٥ لکه کسانو ته ورسېږي.
د راپور له مخي په نړۍ کي د سرطان د ناروغانو شمېر هر کال ٤٥ فيصده ډېرېږي.
د رويټرز آژانس وايي په نړۍ کي اوس هر کال ١٨ لکه کسان يوازي د سګرېټو او درې نيم لکه د شرابو له امله د سرطان په ناروغي تر اخته کېدو وروسته مري.