کور / تازه خبرونه / په هلمند ولایت کی د سپیو جنګولو په میدان کی چاودنه شوی .

په هلمند ولایت کی د سپیو جنګولو په میدان کی چاودنه شوی .

د هلمند ولایت په مرکرز کی د سپیو د جنګولو په میدان کی لسګونه کسان د چاودنی له امله ټپیان او وژل شوی دی .
نصرت
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کی د جمعی د ورځی د غرمی مخکی د سپیو د جنګونی په میدان کی د یوی زوروری چاودنی له امله دری کسان وژل شوی او ۳۱ نور ټپیان شوی دی .
کمال الدین خان د هلمند ولایت د امنیه قوماندانی د امنیت امروایی:
یوه اندازه چاودیدونکی مواد په یوه عراده موټر سایکل کی ځای په ځای شوی وه چی د ریموت کنترول په واسطه د لری فاصلی څخه د سګوانی [دسپیانو د جنګونی] په میدان کی چاودول شوی دی.
چی د چاودنی له امله ۳۱ ټپیان شوی او دری نور وژل شوی دی .
ډاکتر عنایت الله غفاری د هلمند ولایت د عامی روغتیا ریس بیاوایی تر شلو زیات ټپیان ماشومان دی چی د یو شمیر ټپیانو وضعیت د انديښنی وړ دی .
په هلمند کی د سپيو د جنګولو په میدان کی چادنه په داسی حال ده چی د کندهار ولایت په مرکزی سیمه کی تیره شپه د یوه ځانمرګی برید له امله شپز کسه وژل شوی او ۱۸ نور سخت ټپیان شوی دی .

وژل شوی کسان ټول ملکیا دی خو د وسله والو مخالفینو ویاند بیاوایی د برید هدف د امریکایی عسکرو قرار دادیان وه چی ۱۵ تنه پکی وژل شوی ۷ نور ټپیان شوی دی.