کور / شعر / غزل

غزل

چــی یــــــــوازی زه او تــه وای
دی دنــیا کی نــور څه نــه وای

ســتــا د ستــرګو پیــمانی وای
یـــــوه ښـــکلی میـــخــانه وای

هـر څـــه پاک وای لــکه میـــنه
نه گنـــــاه وای نــــه توبــه وای

هــــره ورځ د اخـتــــــر ورځ وای
هــره شـــپه د یلــدا شـپه وای

دا ټـــول ستــوری وای پرځـمکه
او ســـپوږمی ســـتا آﺋیــنه وای

د غــمــــاز ویــره هــم نـــه وای
نــــه د خلــکو هــم طــعـنه وای

نه واټـن زمو ږ پـــــه مینـــځ کی
نــــه دیــــدن په بـــــهـانــه وای

زه وای ســتـا او تــه زمــــــاوای
نـــــه مــــو زړونه بیــــګـانه وای

تــــــه ولاړه لـــکــــه شـــمــــع
زه پتـــنـــګ وای, پـــروانــه وای