کور / تازه خبرونه / دوه سویډني پوځیان د ترجمان په شمول ووژل سول

دوه سویډني پوځیان د ترجمان په شمول ووژل سول

د سویډن « لوکل » نومی خپرونی خبر ورکړ چی نن ( یکشنبه ) د مزارشریف د ښار د لویدیځ په ۴۵ کیلومترۍ کی دوه سویډني افسران او یو د هغوی ترجمان د طالبانو د کمین نیولو په اثر ووژل سول . خبر وایی چی دغه افسران په رتبه تورن او بریدمن وو او یو عسکر یې هم زخمی سوﺉ دی . خبر زیاتوی چی طالبان په بري سره د حملې د ځای څخه وتښتېدل .