غزل

سعيد لودين | فبروري 13th, 2010


که ته رانشې بيا نو لمر شي څنګه
دا توره شپه بير ته سحر شي څنګه

زما له سترګو نه چينه جوړه شي
لوند نو په اوښکو مې ټټر شي څنګه

څوک به زما د زړه پوښتنه وکړي
د زړه له حاله مې خبر شي څنګه

دا ستا نظر چې زما په سترګو نه وي
په تورو سترګو مې نظر شي څنګه

غمونه ډير شي د وصال په تمه
په وينو ډوب زخمي ځګر شي څنګه

يادونه څو ماته انځور جوړوي
هير به زما د زړګي سر شي څنګه

سپينه سپوږمۍ مې څو ختلې نه وي
روژه مې پاتې وي اختر شي څنګه

(زرغون) يوازې د هجران له غمه
دا ستا په مينه در بدر شي څنګه

«

Copyright Larawbar 2007-2024