غزل

سعيد لودين | فبروري 13th, 2010


ځان مې درته وويل جانان مې درته وويل
ساه مې درته وويل ايمان مې درته وويل

زه يم غرنی کوچی ساده ساده غږيږمه
جار دله نامه شم اسمان مې درته وويل

تادپاره ګلې مايوسور ګلاب راوړی دی
ماته ډيره ګرانه يې ګلريحان مې درته وويل

ستادمخ تصوير مې په سترګو کې ساتلی ده
مينې ته ارمان شه چې ارمان مې درته وويل

اې دزروڅانګې زرزري شالوکې تاوه شه
وايي بشريار چې ګل خوبان مې درته وويل

»

Copyright Larawbar 2007-2024