کور / علمي / یونسکو ، د بشرحقوق او مورنۍ ژبه

یونسکو ، د بشرحقوق او مورنۍ ژبه

 


دا څېړنيزه ليکنه  د ملګرو ملتونو د کلتوري او تعليمي برخې  ) يونسکو   ( 
لــــه لــــورې د مــــــورنـــيــــو ژبـــــو د کــــــال پــــه ويـــــــاړ  ليکل  شوې  او(( په افغانستان کې په مورنۍ ژبه  د زده کړې اړتيا ، ستونزې  او د حل لار))  پوهنيزه سيمينار کې ولوستل شوه .  دغه سيمينار(( په اروپا کې د افغاني کلتوري  ټولنو  ګډه جرګه ))  له خوا   رابلل شوی  و .


د مورنۍ ژبې د ورځې لنډ تاريخ 
په ۱۹۵۲ کال د پاکستان دهغه مهال رژيم اردو ژبه د ټول هيواد يواځنۍ رسمي ژبه اعلان کړه. سره له دې چې دغه ژبه د هېواد د دريو سلنې وګړو ژبه وه ، په ختيځ پاکستان کې يواځې په بنګالي ژبه خبرې کيدې. د فبروري په يوويشتمه ((ډاکه ))کې پوليسو پر لاريون کونکو باندې ډزې وکړې او ډېر مړي په کې وشول. د ژبنيو او کلتوري تيرېو او ځپلو په وجه ختيز پاکستان په ۱۹۷۲ کال کې جلا شو او د بنګلديش هېواد بنسټ کېښودل شو. 
د فبروري ۲۱ نېټه په بنګلد ېش کې د شهيدانود ورې په توګه لماځل کيږي.


  په ملګروملتو کې د بنګلدېش په غوښتنه دغه ورځ د ۲۰۰۰ کال نه راپه دې خوا د مورنۍ ژبې د نړېوالې ورځ په نامه ونومول شوه او هر کال د يونسکو له خوا په نړۍ کې لمانځل کيږي.


يونسکو، د بشر حقوق او مورنۍ ژبه


يونسکو د ملګروملتونو (  م م  ) د زده کړې، پوهنې، کلتور، کومونکېشن ېو ځانګړی سازمان دی، چې  ۱۹۳ هېوادونه  د هغه غړيتوب لري او په پاريس کې مېشته دی. 
ديونيسکو اصلي موخه په نړۍ کې حق يا رښته اوعدالت ته درناوی، د انسان حقوق، بنسټيزه خپلواکي، د نړۍ ولسونوته بې له کومې توکميزه، جنسي، مذهبي توپيرونو او دارزښتونه  پياوړي کول، چې دا ټول د م م په اسمبله کې تسجيل شوي هم دي.  د م م موخه ده، چې په ښوونځي  کې زده کړه د پرمختک او ودې اصلي لامل دي. . 
د کلتور څو يا  ډېراړخيزه کېدنه د بشريت يوه خورا مهمه نښانه ده. کلتور په ټوليزډول د معنوي  روح نه بدليدونکي توکې دي، د لوړی پوهې او احساس مشخصات په کې ليدل کيږي. د يوې ټولنې توليز ګروپ په نښه کوي. د دوی هنر، ادبيات څخه سربېره د ژوند ډول، اړيکې او د ژوندانه فورم، د ارزښتونو سيستم، دود او ټينګه عقيده يې رانغاړي.. د سولې کلتور د ټولو ارزښتونو تعريف دی ، لکه د ژوند کړه وړه، ژوند ته انساني مقام ته درنښت، خپلواکي، عدالت، پيوستون، زغم، د ولسونو او ملتونو ترمنځه پوهاوي، ولسواکي او انفرادي خپلواکي  راغبرګوي.. 
د کلتور منځ زړي د اوسنيو هویت بحثونو او ټولنیز یوالي او اقتصادي پرمختګ باندي پاس ولاړ دي. . 
کلتوري  ډېراړخيزوالي ته درنښت، زغمل، خبرې اترې، مباحثات، ګد کار د اعتبار او پوهاوي فضآ کې د نړېوالې سولې او امنيت سره تړاو لري او بهترينه ګرانټي ورته ده. ورسره د نړيوالتوب لړۍ نه يواځې ژر  وده کوي، بلکې نوی مالومات د کومينکېشن ټکنالوژي  لاره اسانوي. ورسره د کلتورنو او مدنيتونو ترمنځه نوي ډيالوګونه رامنځته کوي.. 
له همدې  وجهې م م  يونسکو سيستم ته   يوخاص وکالت ورکړی دی چې د کلتورنو څواړخيزه کيدنې ساتلو، مرستو او لاس نيولو کې ګټوره وڼده واخلي.. 
کلتوري حقوق د بشر حقوقو نه بېليدونکې برخه ده چې په ټولو وګړو باندي يو شان ته چلښت لري.. 
د يونسکو قانون تاکيد کوي د کلتوري ودې روزنه، عدالت، خپلواکي، سوله، د انسان درنښت لپاره ضرور او ارومرو دي . دا پوهه د متقابلې پوهې سره په پراخه توګه مرستې او د خپل ګدوڼ په برخه اخيستنه کې ترسره کيږي.. 
د بشر حقوقو په ۲۷ ماده او د نړيوال تړون په ديارلسمه او پنځلسمه ماده کې  اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقوق خوندي شوي دي. په څرګندو ټکو کې داسی راغلي، هر چا ته بايد دا شوني وي  چې  په خپله ټاکلي ژبه کې اظهار وکړي، و کاروي او د خپل کار تياری په کې و کړي، هغه خپور کړي او په خاص ډول  بيا زياتوي په خپله مورنۍ ژبه کې.  
هر څوک په ټول درنښت سره د خپل کلتوري هويت لاندې د ښه عالي لوړو زده کړو حق لري . هر څوک بايد د بشري حقوقو او بنسټيزه حقوقوته په درنښت کولی شي ، نور خپل کلتوري دودونه ترسره کړي او په کلتوري ژوند کې برخه واخلي . 
د بشريت کلتوري ميراث د ژبو په  ډيره شميره ساتنه کې ساتل کيږي. 
د ژبو څو اړخيزه کيدنې پرمختګ، مورنۍ ژبې ته په درنښت سره کله چې داشوني وی نو زده کړه په ټولو کچو باندي او يا د نورو ژبو زده کړو اړتيا په صورت کی بايد چې زده کړه له کوچنيوالي يا ماشومتوب څخه پيل شي.


د يو هېواد ژبه او کلتور له يو بل سره تړلي  دي. همدا وجه ده چې تنکي ځوانان بايد وهڅول شي چې د خپل هېواد کلتور، تاريخ او ژبې سره پېژنګلوي ولري.  
جګړې د انسان په اروا کې پيداکيږي، بايد چې سوله د انسان په اروا کې لنګرواچوي.  
 زموږ د هېواد د تاريخ په ورستيو دريو لسيزو کې د نيواکګرو پرلپسې  ناورينونو او غميزو په هېواد کې  د ژبي سياست ته خورا زيات تاوان رسولی دی . نن موږ په دې فکر کې يو چې د ژبې په اړه موږ څه ډول فکر وکړو ؟ . دا ځکه چې د افغان فکر درک کړه، چې فکر په خپله په ژبه کې نغښتی دی. دا د خوشحال، رحمان، احمد او حمزه فکرونو او د هغوی د فلسفي درد پېژندل، زموږ تلوسه او لېوالتيا زموږ نيمګړي ژبې  ته نوره هم زياته کړې ده.    
موږ حق لرو ښوونه او روزنه په خپله مورنۍ ژبه وکړو، ورسره حق لرو چې په دولتي ادارو کې له خپلي ژبي څخه کارواخلو. پښتو ژبه زموږ د افغان کلتور او تاريخ خورا مهمه څرګندونه ده. ژبه زموږ د فکرنو جامې يا کالي دي. موږ مجبور يو چې خپلي ژبي  ته د واک پر ژبه خپل واک ورکړو. 
د نړۍ ژبو تاريخ موږ ته رازده کوي چې ژبنی امپرياليزم هېڅ وخت او هېڅ چېري د تل لپاره بې غبرګونه نه منل شوی او نه پاتې شوی دی. 
موږ خپلې مورنۍ ژبې ته داسې اړ يو لکه چې موږ پاکو اوبو ته اړتيا لرو. څوک چې د افغانانو ژوند ژغوري هغه بايد پښتو ژبه زده کړي او پرې وګړيږي . ځکه پښتو ژبه موږ افغانانو ته خورا ډېر ارزښت لري.


  د بشر حقوقو روزنه، ښوونه او روزنه د ښونځيو دنده ده، د بشر حقوق يا رښتې د ارزښتونو سيستم زموږ د اساسي قانون بنسټ جوړوي. ښوونځي سوله ييزه روزنې ته موثره تماميږي، دو بايد ځوانانو ته د سولې د ارزښتونو په اړه لارښونه وکړي. د ښوونځيو دنده ده چې زده کونکې ته د سولې، خپلواکي، زغم، بل انسان ته د درنښت روزنه ورکړي. د يونسکو د ښوونځيو پروژې  موخه دا ده چې زده کوونکی د زده کړي له لار د بشريت کلتوري مېراث را ويښ او را ژوندی کړي . زده کوونکي په  خپله مورنۍ ژبه د خپل تاريخي ادبياتو  تاريخي څليو او د ژوندانه پر نورو برخو باندي مصروف کړي..                   
 په  ۲۰۰۷ کال د فبروري مياشتې په  لسمه نېټه  د فرانسې په پلازمېنه کې  د يونسکو لوی مشر  کويچيرو مستورا او د افغانستان د ښوونې او روزنی وزير ښاغلي اتمر يوه پنځه کلنه ستراتيژي د افغانستان د ښوونې او روزنې سيستم د رېفورم  لپاره اعلان کړه.  ښاغلي اتمر يونسکو د خپل هېواد د ښوونې او روزنې، سمون او مالي مصارفو  په برخه کې يو خورا مهم  او ارزښتمن ملګری  وباله .  
دغه پينځه کلنه ستراتيژي د افغان ولسمشر، د ښوونې او روزنې وزارت له خوا وړانديز شوې، ديونسکو د ښوونې او روزنې د انستيتوت له خوا په پاريس کې کارپر شوی دی . 
دا ستراتيژي  د اتو پروګرامونو څخه جوړه شوې ده.  لکه ټولو ته د ښوونې او روزنې لپاره دلارې هوارول، ښونيزه پلان ته وده ورکول، ښوونکو ته مسلکي او ديني زده کړه، مسلکي روزنه، نالوستوته زده کړه، بنسټيزه وده او اداري ريفورم دي. 
ښاغلي مستورا وايې یونسکو به په افغانستان کې خپلي  هڅی او وڼده ډېرې کړي او افغان حکومت سره به د سترتيژي په پلي کولو کې مرسته وکړي چې راتلونکې پينځه کالو ته  ۲، ۶ ميليارده ډالر ورته په کار دي. 
د ښوونې او روزنې کچه  په کليوالی سيمو کې لوړول چېرته چې ټولګي له زده کوونکو څخه ډک دي او په ډير ناوړه حالاتو کی د کتابونو او ښوونيزه توکو کمښت سره مخ دی . ډېر لږ روزل شوي ښوونکي شته،  په افغانستان کې يوۀ ښوونکي ته په اټکلي ډول د سلو څخه ډېر زده کوونکی ناست دی. 
يونسکو د ۲۰۰۸ کال په خپل  نړيوال رپوټ کې د لومړي ځل لپاره ليکي  تر ۲۰۱۵ کاله ښوونه او روزنه  په ټوله نړۍ کې ټولو ته بايد ورسيږي، سره له دې چې ډير کارلا پاتې دی تراوسه نړيواله ټولنه په ښه لاره روانه ده. ۱۶۴ هيوادو ته دنده ورسپارل شوې ده چې تر ۲۰۱۵ کاله د ښوونې او روزني دغه لاندي موخې تر لاسه کړي. 
. ټول کوچنيان بايد ابتدائيه ښوونځي ته ولاړ شي. 
. د نالوستو کچه په ښځو او نارينه کې بايد  نيمايي شي.  
. په ټولو ښوونيزو برخو کې بايد جنسي عدالت مراعات شي. 
. په ماشومانو کې بايد د زده کړې کچه لوړه شي.  
دځوانانود زده کړې اړتياوې رفع شي.  
. د ښوونې او روزنې کيفت بايد ښه او لوړ شي.
 
 اروپايي اتحاد له ۲۷ هيوادو څخه جوړ او ۲۳ رسمي ژبې لري، ډېرې ژبي د اروپا له شتمنیو څخه ګڼل کیږي . یو ځوان چې له دولسم ټولګې څخه فارغ کیږي په څلور ژبو خبري کولي شي. 
په ۲۰۰۲ کال کی د اروپایې هیوادو حکومتي مشران د هسپانیه په بارسولونا ښارکې فیصله وکړ، په ښونځیو کې  مورنۍ ژبه جمع دوي پردي ژبي  زده کړي موخي اعلان  وکړ. 
په دي ورستیو نویو اروپایې احصا ییوکې د ژبې زده کړي په اړه ویل کیږي چې ۴۴ ٪  اروپایې اتحاد وګړي بي له خپلي مورني ژبي څخه کومه بله ژبه نه ده زده. دا خبره د ډیرو روڼ اندو په برخه کې نه تدبیق کیږي.  
د اروپا  په ډیرو هیوادو کې دوي یا ډیري  ژبي  یوه نورماله خبره ده، لکه سویس، هسپانیه، بلجیم، لوکزامبورګ، فنلنداو داسي نور هیوادونه .  
دا نوي سویس چې د نولسمي پیړي څخه یي  بنسټ  ایښودل شوي دی د ژبو کړکیچ پیژني. په ۱۹۷۵ کال کې د سویسي ژبو پلان جوړ شو. چې په هغه کې د سویس خپلي ژبي او پردي ژبي سره تنظیم شوی.  
یوه غوښتنه  دا وه چې زده کوونکی د سویس په ښوونځیو کې باید د هیواد یوي  دوهمي ژبي سره انګلیسی ژبه هم زده کړي. په ۲۰۰۱ کال  د اکتوبر په ۲۵ نیټه د بازل ښار د ټولو ژبو پلان په څلور ټکو کې اعلان شو. د ښوونځیو مختلفو مرحلو  يعنی د وړکټون نه تر پوهنتونه د لومړي ژبي، دوهمي ژبي او د پردیو ژبو زده کړه تصویب وشو. جګه الماني ژبه ملي یا استندرد ژبه ده، انګلیسی او فرانسوي لومړي او دوهمه ژبي  دي. دا ژبي نه یواځي زده کونکو  ته  بلکي د بازل ښارد ټولو ښاریانو له خوا باید په راکړه ورکړه کې مراعات کړل شي. 
د هري ژبي زده کړه په واقعي توګه یو کړکې نړۍ ته خلاصول دي. دهری ژبي په لمنځه تللو  ورسره تړلي کلتور د نړۍ نه یوه اغیستنه او د بشریت لپاره یوه نه جبران کیدونکې ضایعه ده، همداسی د نړې اقتصادي سیستم له ګواښ سره مخامخ کوي. څوک چې  د خپلي ژبه ساتل غواړي هغه مجبور دی چې بله ژبه زده کړي. دا کار ډیرو پښتنو  په اګاهانه یا  نه اګاهانه ټوګه کړي دی.    
هېڅ یو متمدن او یا نه متمدن هیواد یا ملت په نړۍ کې د ښوونیزه سیاست او مورنې ژبی سره داسي بی غوري، بي پروایې، بي پلانه چلند نه دی کړي لکه په افغانستان کې . په ټولو هیوادو کې د اکثریت ژبه او مورني ژبه د ښووني او روزني، اداري سیستم، راکړه ورکړه ژبه ګرځیدلي ده .  
په نړۍ کې د هېڅ یو ملت سیاسي مشرانو له خپلي مورني ژبي، ملي او ر سمي ژبي سره داسی چلند نه دی کړي لکه د افغانستان سیاسي مشرانو. 
د پښتو ژبي ترمینالوژی ته دیري افغانان په خپلو ویناو، لیکنو، ډلیزرسنیو کې پام نه کوي. هېچ څوک  د دغه نه قانونه عمل  پر وړاندي غبرګون نه څرګنده وي.
دالیکنه د بېنوا څخه کاپي شوې 
زموږ نیکمرغي په دي بد مرغي کې دا ده چې موږ پښتنو د خپلي ژبي ناروغي تشخیص کړي ده . د پښتو ژبي مخالیفن دومره ندي لکه د پښتو ژبي منافقین، د منافقینو شمیره بیا په خپله د پښتنو سیاسي چارواکو کې ډیره ده. 
که همداسي پښتو ژبه  یواځي په کورنیو او کورنیو لوبي کې، روغبړ، تشریفاتی لڼدو ویناو کې ، معزې  پښتنا نه په خوشحالو  او  واړه واړه سیمیزه کلیوالي محفلونو کې وویل شی او  په مقابل کې د نړې ټولي چاري او کارونه، د حکومت دریګوني اورګانونه، پوهنه، سیاست، حقوق، پوهنتون، ښوونځي، وړکتون، ادبیات، هنري چاري ،موسیقي،  فلم او نندارتون  په دری ژبه وي . دا حالت نوره د پښتنو روڼ اندو د زغم څخه وتلي دی او نن باید  قانوني غبرګون وښودل شي..


زما وړانديز خپل ولس ته  
 د اساسي قانون پربنسټ زموږ د مورنۍ ژبې حقوقو د بیرته اعادې لپاره ، د ملي لوړو ګټو د ساتنې لپاره د ملي یوالي لپاره دا دی چې پښتو او دري ژبې دغه دوې ژبې باید په افغانستان کې په سوله کې سره ژوند وکړي. کوچینیان کرکه، ژبني توپيرونه او تبعض نه پېژني ، د راتلونکې پخلاینې نیالګي دي. دوی په زده کړې اوبیا رغونې باندې ټینګ  ولاړ دي. د دوي د ژوند اصلي موخه زده کړه  ده. د دري اوپښتو په اړه توپیرونه تر څو چې لویان  یې ورزده نه کړي، نه پیژني.. نو په کابل او د کابل غوندې نورې سیمې لکه کندوز، مزار، هرات، میدان او داسې نورې سیمې چې د نورو لږکیو څخه  ډیر یا برابر کچه پښتانه او سیږي باید چې ډیر زر زده کړه او لوست له لومړي تولګي څخه  تر پوهنتوني زده کړې پورې په  دوي  ژبي پښتو او دري ژبو یعني بيلینګوال ښونیزه روزنیزه سیستم پیل  شي.  
د ملي هېنداري ټولني هڅي د مورني ژبي د زده کړي د ارزښت او ضرورت په اړه د ستا یني وړ دي . دا ټولنه باید چې یواځي پرې  نښودل شي، په آسیا، اروپا، امریکا کې د افغاني کلتوري  ټولنو ګډي جرګې له خوا، حقوقي، انفرادي ، سوداګر او ملي  شخصیتونه  نن باید له دغي دریځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او په ټول افغانستان کې باید په مورنیو ژبو تدریس د متوازن ښوونیزه روزنیزه سیستم راژوندي کولو په  پیلو کې ونډه واخلي. 
زموږ د هیواد ملي او لومړني رسمي  پښتو ژبه ټولو ته ، دری ژبه زموږ د هیواد دوهمه رسمي ژبه ډیروته او په اساسي قانون کې زموږ نوري ژبي ځنیو ته غواړم .