مندیګک او د هغه اړیکی د سند او بین النهرین سره (۴)
څلورمه برخه
د مندیګک د تمدن ځانګړ تیاوی
د ۱۹۵۱- ۱۹۵۸ کلونو په اوږدو کی د فرانسوی هیأت ددغه حفریاتو له مخی چی د کزل په مشری تر سره شوه څرګنده شوی چی د منځنی ختیځ او اندوس د حوزی تر مینځ فرهنګی اړیکی د افغانستان له لاری تر سره کیدی د مند یګک څخه تر لاسه سوی اثار او اوزار د ایران د سوزان ، هراپه او موهنجدارو د سیمو او د سند د وادی د مربوطو اثارو سره زیات ورته والی لری چی د مندیګک ، ده موراسی غونډی او شمشیر غار څخه تر لاسه شوی اثار د تاریخی او لرغونتوب له پلوه زیات اهمیت لری او هغه په حقیقت کی د میلاد څخه مخکی ددوهمی او دریمی زریزی په دوران کی د هغه وخت د خلکو د فکر د طرز ، عقایدو او هنر ښکارندوی دی او د بیڼ النهرین ، سوزان ( ایران ) هراپه ، موهنجدارو او دسند د مدنیت دودی او دبشری ژوند د پیژندنی سره زیاته مرسته کوی . دا ډول عقیده موجوده ده چی ددی دوران خلک غیری اروپایان وه او مدنیت یی د اروپایی مدنیتونو څخه ؤ او داسی فکر کیږدی چی خلک یی په اصل کی کروند ګر وه .(۱)
غنم او جواری د هغو لرغونو بوټو او نباتاتو د جملی څخه دی چی د ډیری لرغونی زمانی راهیسی پیژندل سوی دی له همدی امله د افغانستان سیمه او د چین شمالی ختیځه برخه د غنمو د کرلو ا و روزلو ستر مرکزونه ګڼل سوی دی او همدارنګه لومړنی وحشی بوټی د اوربشی په ډول د افغانستان ، ایران او د شوروی په قفقاز او ترکمنستا په شاوخوا سیمو کی لیدل سوی دی .
د مند یګک په لومړی او دوهمه دوره کی کرنی رونق موندلی او په دوهمه او څلورمه دوره کی د یوه ستر سوداګریز مرکز په توګه رامنځ ته سوی او د اوسپنی په عصر کی د نفوسوی څخه په یوه خالی سیمه بدله شوی ده . (۲)
د هغه لومړی دوری څخه چی مندیګک دیوه ښار په شکل رامنځ ته شو تر لاسه شوی موادو او د معماری د مطالعی او څیړنی څخه را نتیجه تر لاسه کیدای شی چی دغه دواړه د بین النهری د لومړی دوری هم عصره وه چی په هغه وخت کی د مندیګک اقتصادی وده ، بین النهرین ته ورته وه. په دی دوو حوزو کی قصرونه او استحکامات څرګندوی چی سیاسی قدرت او د هغوی د ټولنیزومراتبو سلسله یو له بله سره ورته والی درلودی خو لکه څنګه چی معمولآ په تاریخ کی پیښه شوی ده سوله او ترقی تل پایداره نه ده پاته سوی .
………………………………………………………………………………………….
۲- توفق محمد علی ، شناخت از ساحات قبل التاریخ شمال و
جنوب افغانستان ۱۳۶۴ کال رساله ۳۴ مخ
د حفریاتو په لړ کی څرګنده سوی ده چی په مند یګک کی هم دغه پراختیا او پرمختیا په پای کی د سوځلو په وسیله له منځه تللی ده . د قصر ددیوالو پر استحکاماتو باندی د اور اغیزی او نښی نښانی دورایه ښکاری او داسی معلومیږی چی یو شمیر دی په دغه لمبو کی مړه سوی او نورویی بندیان سوی او یا هم په تښته بریالی سوی دی خو د خطر د پای ته رسیدو وروسته بیرته راغلی دی . تر دغی ستری فاجعی وروسته یو ځل بیا د ودانیو جوړښت پیل سوی دی خو دغه حالت هم ډیر پایښت نه دی موندلی نوموړی ودانی هم بیاوروسته د زلز لی په وسیله ړنګ او له منځه تللی دی . تر هغه وروسته بیا هم ژوند پکی پیل شوی دی خو دا ځل ژوند ډیر پکی منحط اووران سوی دی، واړه او وروسته پاته کورونه د هغه وخت د اوسیتدونکو غربت او بی وزلی ښیی .
د مندیګک دوی وروستی څیری د لومړی دوری یو شمیر زیاتی برخی په میراث وړی دی. د مندیګک په وروستی دوره کی د سند د حوزی د مدنیت سره د اړیکو لرلو ډیرښه او غوره شواهد ساتلی دی. د توری طرح د کلالی لوښی په دواړو حوزو کی تر لاسه شوی دی دغه راز عشقه پیچان ددرو پاڼو هنری موضوع چی بیلګی یی پر کلالی لوښو باندی لیدل شوی ددی مانا(معنی) لری چی د سند د حوزی خلکو دی د مندیګک د سیمی د خلکو څخه زده کړهاو اخستنه کړی وی . چی په وروسته ذکر سوی حوزه کی د عشقه پیچان د برګ نقش د کلالی پرلوښو باندی ، په پراخه پیمانه لیدل شوی دی .
ددی دوو حوزو ترمنځ تر ټولو غوره پرتله هم هغه د موهنجدارو کلالی ده چی د راهب په نوم یادیږی . د مندیګک د دریم ښار څخه د یوه سړی کله یا سر کشف سوی چی د غوږ ، مخ او سر په برخو کی یی زیات ورته والی لیدل کیږی .په دی وروستیو وختونو کی په شهداد ( خبیص ) کی هم یوه مجسمه موندل سوی ده چی وایی د موهنجدارو د نامتو مجسمی سره زیات ورته والی لری .
د مندیګک لو مړی دوره د جمد نصر او یا هم د بین النهرین د( اوروک ) د وروستی دوری سره مطابقت او سمون لری یعنی د میلاد څخه مخکی ( د څلورمی زریزی پای یا د میلاد نه مخګی د دریمی زریزی لومړی وختونه ۳۲۰۰ ـ ۲۸۰۰ ق م ). (۱) *
د لومړی دوری خصو صیت یی دا دی چی په ښار کی یی رکود نه ښکاری خو دوهمه دوره یی د رکود دوران دی ، د کلالی لوښی عمومآ په لاس جوړیږی د بهر سره اړیکی عمومآ منظمی نه دی هغه لومړی ابتدایی ډبرینه ټاپه یا مهر چی د راتلونکو پخو مهرونو اصلی بیلګه شمیرل کیږی ، په همدغه دوره کی جوه سوی ده په دریمه دوره کی شپږ پوړیزو ودانی ښکاری او کولای شو چی هغه د مندیګک د دوری د پرمخ تللی پړاو وګڼوښایی چی په دغه دوره کی د هغو خلکو مهاجرت چی د سومی څخه راغلی وی ، تر سره شوی وی .
دا اوس په ډاګه ښکاری چی د فرغانی د کلالی لوښی د مند یګک د داډول لوښو سره ورته والی لری ، د کلالی لوښی په لاس جوړ سوی او پر سر باندی یی تور هندسی خطونه نقش شوی دی خو تر اوسه پوری په فرغانی کی د مندیګک په پرتله دومره لویه آبده نه ده موندل شوی او د دی دوو حوزو تاریخ هم یو له بله سره توپیر لری .
د مند یګک څلورمه دوره د میلاد څخه مخکی د دریمی زریزی د وروستی برخی سره مطابقت لری . په پای کی د پروفیسور ماری کزل د لرغون پیژندنی مربوطو کیندنو او څیړنو څخه دا نتیجه تر لاسه شوی چی مند یګک د سکندر مقدونی د لښکر کشی ا و یرغل څخه بیا د میلاد څخه مخکی تر دری زرو کلونو پوری
په بشری مدنیت کی د افغانستان نقش او ونډه څر ګندوی او دا ثابتوی چی د تاریخ نه مخکی مدنیت په پیل کی دغه هیواد دخلکو او د هغو د افکارو د ټکر مرکز ؤ . د معماریو او قصرونو او د هغو ستونونو او مجسمو جوړولو په برخه کی د هغه ځای د اوسیدونکود کار توان ، د افغانستان د لرغونی هنر لپاره کلک بنسټ جوړ کړی دی . او دهغه د کشف سوو آثارو (توکو) څخه ثابتیږی چی افغانستان د مدنیت په لومړی پړاو کی د فارس ، بین النهرین او سند د حوزو ترمنځ د یو شاخص په توګه ،مهم او بنسټیز رول لرلی دی . (۲)*
د هیرمند د سند په غاړو کی د شهر سوخته ښار ( ایران ) چی په ۱۹۵۹ ـ ۱۹۶۳ زیږ کلونو کی د د متحریکو او ریګونو د تل څخه کشف شوی ، د یوی خوا د کندهار دښار دشمال لویدځ په پنځوس کیلومتری کی واقع سیمی یعنی مندیګک کی د پنځه زره کلونو د ژوندانه شواهد و په کشفولو سره د لرغونی نړی حیرانوونکو تمد نونو ته لاره پرانستل شوه په دی ډول د هغه وخت د کار اوزار ( افزار) او د خلکو د هنر، فرهنګ ، او د ژوند څرنګه والی وپیژندل شو چی هغوی که د هغه وخت تر ټولو مخکی قومونه نه وه نو د هغوی څخه وروسته پا ته هم نه وه . په دی ډول د هیواد لرغونی تاریخ پاڼی بدلون وموند او نوی حقایق ور باندی زیات سول دا هم څرګنده شول چی بین النهری د تاریخ د تمدن لومړنی زانګو نه وه بلکی همدارنګه یو بل مدنیت چی د خط د ایجاد سره په یوه وخت ( ۳۵۰۰ ق م ) کی د کندهار په مند یګک کی موجود ؤ . په دغه لرغونه سیمه کی د ۸ ـ ۱۲ پوړونو پوری یو په بل پسی د ژوند پړاونه تیر سوی دی .
………………………………………………………………………………………………………
(۱) سیستانی محمد اعظم سیستان قبل از اسلام جلد اول اکادمی علوم ، مرکز علوم اجتماعی ۱۳۶۴ کال کابل ۳۴ صفحه .
(۲) مجله اریانا شماره ۱۳۵۴ مقاله ٫٫ دوره های قبل التاریخ افغا نستان ٬٬
بــریګټ لیکی : ٫٫د مندیګک (۴) لرغونی اوسیدونکو خپله استوګنځی بد له کړی اود هغه ښار ته چی په دفاعی لویو دیوالونو باندی چی د لمر په وسیله وچوو شوو خښتو څخه جوړ شوی وه ، احاطه سوی ؤ ، کوچید لی دی . پر اصلی غونډی باندی یوه پراخه ا وغټه ودانی موجوده وه چی د یوه قصر نمایندګی کوی او همدارنګه یو شمیر نوری غونډی چی د معبدونو کمپلیکس ور باندی ښکاری ، موجو دی دی .
ددی قصر یا ماڼی دیوالونه د یو کتار ستونونو او پایو لرونکی وه ( پلټ ۴ ب ) چی دغه ښار وران شوی ا و د همدی پړاو په اږدو کی دوه واره بیرته جوړ شوید ی چی یو شمیر زیات د کلالی لوښی یی په صاف ډول په سرو او تورو رنګونو سره ډیکور شوی دی . چی هغه په طبیعی شیانو لکه مرغانو ، ژویوو، ونوو ، په تصویرونو باندی ښکلی کړل سوی دی . دلته د زرو څخه جوړه سوی د( ژوب ) د مور الهه مؤنث څیری هم موندل شوی دی چی هغه د ( ډمب سه دات ) او( رنا غونډی ۳ ) ( شپږم لمبر پلیټ ۴ـ ۷ ) سره نژدی اړیکی او ورته والی لری . دا ددی څرګندوی دی چی د مند یګک (۴) په مخکنی مرحله کی د نوموړی مرحلی سره هم اهنګه او هم زمانه وه په داسی حا ل کی چی په وروستیو پړاونو کی د هراپی د مرحلی سره هم عصره څرګند شوی دی . چی ددی نظر د ملاتړ او تایید په برخه کی د نارینه د سر هغه مجسمه چی ویښتان یی په یوه پټه باندی سره راټول شوی او د اهاکو او ګچو څخه جوړه شوی او په مندیګک (۳ ـ۴) پوری اړخه لری ( الف پلیټ ) ، د بیلګی په توګه یادولای شو ٬٬. *(۱)
دا هم ممکنه ده چی په همدغه وروستی پړاو کی د ( کولی ) کلتور د بلو جستان په جنوب کی ، په وده او پرختیا پیل کړی وی . د کو لی د کلالی د صناعت مشخصه نښه په څرګنده په دی ټینګار کوی چی د عراق د جنوب ، ایران او د اندوس د کښتی برخی تر منځ نژدی اړیکی موجودی وی . او ښایی چی د کولی کلتور د هراپی په وخت کی په ځلانده توګه موجود ؤ . د لویدیځ پاکستان په برخه کی د کولی سیمه هغه برخه ده چی د بشپړ حقریاتو او لرغونه پیژندنی مربوطو څیړنو ته لا پسی زیاته اړتیا احساس ده .* (۲)
په پایله کی ویلای شو چی ددی سیمی (مندیګک ) د بومی اوسیدونکو د فکر طرز په خپله په حوزه کی د فکر د تریجی تکامل سره سم پر مخ تللی او ښایی چی دغه ډول طرزتفکر د نورو د فکر د ډول تر اغیزی لاندی راغلی وی چی داډول ټوله ورته والی او ترمختګونه د ختیځ او لویدیځ تر منځ د اتصال د موضوع سره اړه پیدا کوی .
……………………………………………………………………………………………………….
بریګټ و رومانا الچن د هندوستان د مدنیت منشأ ۱۹۶۸ کال ۱۰۸ مخ پهBridget ا(۱) (انګریزی ژبه ) .
(۲) همدغه اثر ۱۱۲ مــخ .
(۱) – New archaelogecal work particularly Lanborgkaarlosky 1969 and Tosi (1962 , 1969) indecat the possibelity of an urban civilization in Iran as early as in those in Mosopotamia and the indus valley . Also see M. Figchey ( M69)
………………………………………………………………………………………………………………………..
مند یګک او دهموراسی غــــو نــډی
مندیګګ د برونزو د زمانی سیمه ده چی د دهموراسی غونډی په ۵۰ کیلو متری کی واقع ده د دوپری په حواله داسی ښکاری چی دغه دوی لرغونی سیمی یو د بل سره متممی دی .
د میلاد څخه مخکی د (۳۰۰۰ ) څخه تر( ۲۰۰۰ق م ) کلونو ، په مینځ زمانه کی د نیل په وادی کی ښاری مدنیت رامنځ ته شوچی د دجلی او فرات وادی
او د زراعتی کلیو یی د چی د سند وادیTigris – Euphratus Valleys
اقتصادی پلوه د ملا شمزی جوړوله . همدغه رنګه موږ په دغه برخه کی ډیر نور لرغونی مرکزونه پیژنو چی د برونز ددوران د مدنیت ښکارندوی او دغلو دانو د کرلو لومړنی مرکزونه دی ، چی د هغی جملی څخه د موهنجدارو ، هراپه او نوری لرغونی سیمی ، د یادونی وړ دی . ( ډالز ۱۹۶۶ ، خان ۱۹۵۸ ، بی لال ۱۹۶۲ ، ویلر ۱۹۶۸ ).
د برونز د دوران لومړنی رښتنی مدنی مرکز د ایران په لوړه سطحه کی ( چی افغانستان هم په کی شامل دی ) ، د هخامنشی د امپراطوری په دوران کی رامنځ ته شو.( د ګرشن په حواله ۱۹۵۴ )* (۱)
x په هر صورت د افغانستان ددی لرغونی سیمی یعنی مندیګک ( کزل ـ ډافا۷۱۱
۱۹۶۱ ډاف اندیکس یا ضمیمه وګوری ) او دهموراسی غونډی (دوپری ۱۹۶۳ ـ یواویل متمم د تاریخ نه مخکی دوران رول په افغانستان کی (۹ جدول) د کرنی دټولګی یو ګډ ترکیب جوړوی چی د سند د وادی د مدنیت په وسیله تأیید او تصدیق شوی دی .
د دهموراسی غونډی* (۱) اقتصادی بنسټ د غنمو یا د غلو دانو پر کرنه او د پسو، وزګړو او ګلو پر روزنه ولاړ ؤ خو مند یګک (*۱) په تدریج سره ورو ورو د کوچنی زراعتی کلی څخه یو رښتنی او سوچه ښار ته د غلو دانو د تولیدولو سره وده کړی ده . او ښایی چی هغه دی د اندوس یا سند د وادی د مدنیت م مرکزی ولایت په توګه رامنځ ته شوی وی .
کزل د دهموراسی په غونډی کی مند یګک ته ورته څه ونه موندل څو هغه د مندیګګ په برخه کی په وروستی سطحه کی کوچنی او نیمه استوګن اقتصادی حالت اټکل کړی . چی په مند یګک (2) كي د هغه د كلتوري نسبی ركود په خوا حرکت ښيي .
د بهرنی نفوذ له مخی ښایی د جنوبی ایران له خوا ( کزل ډافا ۱۹۶۱ ـ دوپری ۱۹۶۳ ـ ډالس ۱۹۶۶ ـ نمرک کارلوسکی ۱۹۶۷ ) دی ، هلته د مند یګک (۳) او دهموراسی (۲) په سیمو کی د ودی او پرمختیا ستر پړاو چی نیمه کوچی او نیمه مشته ژوند لرونکو کلیو دی ظهور پکی کړی وی، رامنځ ته شوی وی . چی ددی دوری تر ټولو مهم موندل شوی توکی (آثار) د خټو هغه خښتی دی چی د لمر په وسیله وچی شوی دی . چی ددی خښتو اندازه ( ۱۸×۱۶×۱۲ ) سانتی متره ده . *
(۱)
ښایی د سیستان د سطحی کلکسیون (فیر سرویس ۱۹۶۱ ) په تقریبی ډول د مندیګک (۳) او مندیګک (۲) سره همزما نه وی . مندیګک ساحه ( ۲۰ متره لوړه او ۱۵۰ متره د هغه منطقه د ه) د دهموراسی د سیمی په پرتله چی (۶ متره لوړه او ۵۰ متره اوږده ده ) ،د مندیګک (۴) په وخت کی په یو د فوسو ډک ښارباندی بدل سوی دی . د ایران د شمال له خوا یرغلګرو هغه لرغونی او لومړنی ښار وران کړ خو داسی ښکاری چی دهغه ځای اوسیدونکو ډیر ژر پر نوموړو کنډوالو باندی نوی ښار آباد کړی او غنی او شتمن کلتوریی پکی رامنځ ته کړی دی .
په مندیګک (۴) کی د ګچو څخه جوړی شوی مجسمی یا معبد ، سر ( نر) ، موندل سوی چی د سند یا اندوس د وادی تقریبأ د همدغه زمانی (هالز ۱۹۶۶) د موندل شوو مجسمو سره ورته والی لری . په داسی حال کی چی دهموراسی (۲) ښایی په هغه وخت کی نیمه کوچی ژوند درلودی او دومره د پامرنی وړ سیمه دی نه وه چی یرغل کوونکو د حرص او طمع سترګی دی ور اوښتی وای .
چی دروسیی د مرکزی آسیاFerghana مندیګک (۵) په هغه وخت کی د فرغانی
سیمه ده ، چی یرغل پر شوی خو بیا هم ددغو فعاله اود انرژی ډک اوسیدونکو هغه دوباره آباده کړی او د ژوند شرایط یی پکی رامنخ ته او ستر یادګارونه یی پکی جوړ کړل . (۲)
مندیګک (۵ـ۷) او دهموراسی غونډی ( ۷) داسی ښکاری چی مقررأ دی یی د میلاد څخه مخکی د زریزی ددوهمی نیمایی په وخت کی کوچی او نیمه کوچی ژوند اختیار کړی وی . یعنی هغه وخت چی د هغه اروپایی ژبو ویونکی د شمال څخه را وکوچیدل .
………………………………………………………………………………………….
1- Louis Dupree , Afghanistan , Pincelvani . stypress,Prehistory . Newjersy P. 268 .
2- Cssal , Dafa, Xvo Appendix F 1961
………………………………………………………………………………………
د مندیګک او دهموراسی غونډی د مهمو لاسی صنایعوو کلتوری فهرست او موجودی . کزل ډافا ۱۷ ضمیمه ۱۹۶۱، دوپری ۱۹۶۳
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مــــــند یګـــــک دهموراسی غــــونډی
خلا یا فاصیله
۱ ـ ټیټ کیفیت لرونکی د کلالی لوښی کابو
۴۰۰۰کاله د میلاد څخه مخکی .
۲ـ د اوبو د نلونو لاسی بقایااو لرغونی توکی ، د هډوکو نیری ، سوهان سوی یا توږل سو ی د غوږو والی ، د مچلوغزی پروجکتیل ( هغه څه چی دزور یا محرکه طاقت په واسطه غورځول کیږی لکه د توپ یا د توپک ګولی . )
) ، مری یا تسبیح د کلالیDibble پلن یوم (
پلنی تختی د حیواناتو څیری ، د Polter discs
خټو نقاشی شوی شیان ، د مور د زهاپ نومی وړه مجسمه یا تیرا کوټه ، دلمر په وسیله وچی سوی خښتی او د زیارتونو کمپلیکس ( ۲۰۰۰ ـ ۳۰۰۰ ) ق م .
Tirracotta ۳ ـ د مؤنث شکل تیراکوټه وروستی ډول یی سور بخونه کلالی لوښی
۱۵۰۰ ـ ۲۰۰۰۰ ق م .
۴ – د مسو د مهر او ټاپی سره کلالی .
۱ـ دډبری رمبیان ـ د مسو تیږی ، د غوایی د څیری تیرا کوټه ، د خټو سندل هورلز
( Spindle Whorls )سپین مرمر
د هډوکی تیره او د لمر په وسیله وچی سوی خښتی .
۲ ـ د انسانانو او غوایانو د څیرو تیراکوټه د ډبری مهرونه او ټاپی Flitt Projectile
چړی، د مسومیخونه ،ستنی ، نـیری ، د خټو څخه جوړی شوی ویشتونکی ګولی ، د هډوکو نیری د ډبری رمبی .
۳ ـ د اوبو د تیریدلو لپاره د کلالی خومونه ، د انسانانو او غوایانو د شکلونو تیراکوټی ، د ډبرو او هډوکو څخه جوړ شوو مهرونه او ټاپی ، د ډبری څخه جوړ سوی
( Spindle Whorls ) د سپین مرمر چړی ، د ویشتلو مربوې سامان ، د ډبرو رمبیان د هډوکو نیزی ، ستنی ، د هډوکو نل ، د مسو او برونزو نیری ، رمبی ، ترښځ یا تیشه او میخونه .
۴ ـ د قصر تاریخی آثار د زهاپ Zhop
تیرا کوټه ، د برونزو ټاپی ، د ډبرو رمبی یا سنګر بیلچه ، چړی ، د ګچو څخه جوړی شوی مجسمی ، د نر غوایانو اوزګړو ، چرګانو سپیانو سرونه او تیرا کوټی . د ژړیو څخه جوړی سوی نیری ګلدانیانی او د کلالی سامان آلات .
۵ ـ د ډبرو څخه جوړی سوی نیری او ټاپی د ډبری سنګر بیلچه، تیراکوټه .
۶ ـ Fint Projectile Points د ډبرو سنګر بیلچه ، د برونزو نیزه ،د اوسپنی لومړنی او ابتدایی توکی د بنفشی ډزاین سره هغه د کلالی چی د لوښو مخ یی سور رنګ لری .