کور / د ډيورنډ کرښه / د ډيورنډ كرښه او د پاكستان ليوني خوبونه

د ډيورنډ كرښه او د پاكستان ليوني خوبونه

ليکنه: غلام جيلاني ځواك

د ډيورنډ كرښه تل د افغانستان اوپاكستان په اړيكو كي بنسټيز رول درلودلي دي، د كرښي دواړو خواوو افغانانو له هماغه پيل نه دا كرښه منلي نده، د اميرعبدالرحمن په وخت كي كله چي دي كرغيړني كرښي افغانستان په دوه برخو وويشه د كرښي نه هاخوا افغانانو د انګليسي استعمار په وړاندي خپلو مبارزو ته ادامه وركړه، يواځي د مومندو په سيمه كي د انګليسانو او افغانانو ترمنځ تر سلو زياتي نښتي وشوي، په وزيرستان كي د ايپي فقيرصاحب هم د جهاد بيرغ پورته كړي وو او انګليسانو ته يي زښت زياد تاوانونه واړول. د كرښي نه ديخوا افغانستان كي هم تل ولسونو د دي كرښي په وړاندي خپله كركه اونفرت ښودلي، د ډ يورنډ د كرغيړني كرښي له منځه وړل تقريباً د هيواد د ټولو سياسي غورځنګونو او روښان اندو مبارزينو د كړنلارو په سرليكه كي ځاي درلود.

پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر يرغل وروسته كله چي ډير شمير افغانان پاكستان ته كډوال شول، پاكستان يو طلايي فرصت وموند ترڅو د اسلام پوله نه پيژني تر شعار لاندي د ډيورند د كرښي شخړه د ځان په ګټه حل كړي، همدا وو چي د لمړي ځل لپاره د ګلبدين حكمتيار لخوا د پاكستان او افغانستان د كانفدراسيون وړانديز وړاندي شو، سره لدي چي په هغه وخت كي په پاكستان كي افغانان د ډير ستونزمن حالت سره مخ وو خو د حكمت وړانديز د هيخ چا ملاتړ تر لاسه نه كړ، يواځي پاكستان او د هغه لاس پوڅوته يي مخ توري پاتي شو.

 بيا كله چي روسانو له افغانستان نه دخپلو پوځونو ايستو ته چمتووالي وښود، د پاكستان دهغه وخت صدراعظم محمد خان جونيجو د جينوا د سولي تړون دلاسليك په هكله د پاكستاني ګوندونو ملاتړ تر لاسه كولو په خاطر د پاكستان يو ټول ګونديز كانفرانس را وغوښت، په كانفرانس كي د پيپلز ګوند مشري بي نظير بوټو غوښتنه وكړه چي پاكستان بايد د جينوا تړون د لاسليك په بدل كي له افغانستان نه وغواړي ترڅو د ډيورنډ كرښه د دواړو هيوادونو د پولي په توګه په رسميت وپيژني.

په كابل كي د قدرت په سر د تنظيمي جګړو د رامنځ ته كيدو نه وروسته پاكستان د  ډيورنډ كرښي د لانجي د غوڅولو لپاره د طالبانو بريالي پروژه پلي كړه خو د سپټامبر د يوولسمي پيښي يو ځل بيا د پاكستان ليوني خوبونه خپل ځان سره په سرو لمبو كي وسوځول.

اوس د ترهګري سره د مبازري په پلمه پاكستان يو ځل بيا غواړي دا كرښه پرافغانستان په رسميت وپيژني او د همدي خامي هيلي د پوره كيدو په خاطر مشرف وړانديز كړي چي د افغانستان او پاكستان پرپوله دي اغزن تارونه تاو شي. دمشرف دا وړانديز هيڅ عملي بڼه نلري، دا كار په هيڅ توګه نشي كولاي د ترهګري مخه ونيسي.

د مشرف دا ساده لوحانه وړانديز د كرښي د دواړو خواوو افغانانو لخوا د سخت غبرګون سره مخ شو، دي غبرګون پاكستان دي ته اړ كړ چي په اصطلاح د شف شف پرځاي شفتالو ووايي ، د سرحد ايالت ګورنر خليل الرحمن ويلي دي چي د ډيورنډ دكرښي ميعاد تير شوي دي او د پاكستان حكومت بايد د افغانستان حكومت سره خبري وكړي ترڅو په دي هكله يو نوي تړون لاسليك شي.

دپاكستان دټولو هڅو محور همدا دي چي افغانستان بايد دډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني، اوس چي افغانستان د ترهګري سره په جګړه بوخت دي او په هيواد كي د سولي د ټينګولو او د بيارغوني ستري ستونزي پرمخ دي د پاكستان لخوا د ډيورنډ دكرښي مطرح كول د هيواد ورځپاڼي د سنبلي د ۳۱ نيټي د سرمقاله ليكونكي په قول افغانستان له خوږ ګوتي نه نيول دي.

د ډيورنډ كرښه هيڅ افغان ته دمنلو وړنده، د پښتنو او بلوڅو ټولي هغه سيمي چي اوس د پاكستان په ولكه كي دي هغه دافغانستان د خاوري نه بيليدونكي برخي دي، كه پاكستان په دي هكله افغانستان سره خبري كول غواړي نو يواځي او يواځي په دي بايد خبري وشي چي پاكستان كله او په كوم ترتيب د افغانستان هغه ټولي سيمي چي پاكستان ته د انګليسي استعمار نه په ميراث پاتي دي خوشي كوي او افغانستان ته يي سپاري، دا شخړه پرته لدي بل هيڅ كوم حل نلري، نو پاكستان كه په رښتيا هم دا شخړه حل كول غواړي رادي شي بسم الله ده.

البته پاكستان بايد دا هم په ياد ولري چي اوس ترهګري يو نړيوال ګواښ دي، پاكستان ته هم پكار ده چي خپل ټول قوت د ترهګري سره په جګړه كي مصرف كړي او د افغانستان د لاندي كولو ليوني خوبونه پريږدي، اوس ټوله نړي د ترهګري سره په جګړه بوخته ده او پاكستان د ترهګري د روزني او پالني په يو ستر مركز اوښتي، پاكستان دي خپل خيريت وغواړي، هسي نه چي پرافغانستان د ډيورنډ د كرښي د منلو په ليوني خوب كي خپل وجود هم وبايلي . خو آيا پرويز مشرف او دهغه مشاورين دومره هوښيارتيا لري چي په دي خبره پام وكړي؟