کور / کتاب / په کور یو لیونی ناول چاپ شوو

په کور یو لیونی ناول چاپ شوو

په کور یو لیونی د هغه ناول کتاب نوم دی چې د هېواد تکړه ژورنالست او کیسه لیکوال محمد انور وفا سمندر لیکلی او د میدان وردګ ولایت د فرهنګپال والي الحاج محمد حلیم فدایي په مالي لګښت په خورا ښه کیفیت په ۲۸۵ مخونو کې د (۱۰۰۰) ټوکو په شمېر د چاپ په ګڼه سمبال شوی.

د کتاب پوښتۍ هم د انځور له پلوه او هم د ډیزان له مخې ډیره زړه راښکونکې ده. لوستونکی د کلمو، انځور او رنګونو دا ډول خواترخوا کیدل دې فکر ته رابولي، چې په کور یو لیونی یو تازه ادبي مخلوق او یوه نوې هنري پنځونه ده، چې په یو ځل لوستلو خو ارزي.

په کتاب باندې «د نوو خیالونو انځورګر» ترنامه لاندې تکړه لیکوال او شاعر نور محمد لاهو لیکنه کړې، چې د وفا سمندر په ادبي پنځونو یې هراړخیزه رڼا اچولې، همدارنګه «د سمندر په کور یو لیونی» ترنامه لاندې د هیواد بل تکړه لیکوال ناظم محمد عزیز تحریک لیکنه کړې، تحریک هم د انور وفا سمندر په نوښتګر فکر خبرې کړي.

د میدان وردګ ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي د ښاغلي وفاسمندر دغه ستره هڅه او زیار ستایي او د کتاب د چاپ مبارکي ورته وایي، همدارنګه ښاغلي فرهنګپال والي لیکوالو ته زیرې ورکوي، چې د تیر په دوام د (۱۵) بېلابېلو کتابونو د چاپ تکل یې کړې، او له ټولو لیکوالو، فرهنګیانو او شاعرانو نه هیله کوي چې خپل لیکل شوي اثار په بیړه له موږ سره شریک کړي، ترڅو ژر یې د چاپ په ګاڼه سنبال کړو.

د ولایت مطبوعاتي دفتر مسول سیرت سره په لاندې شمېرو او ایمل ادرسونو اړیکه ونیسۍ،

۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰،۰۷۹۶۰۳۵۳۰۰

adamserat@hotmail.com,maidan.pressoffice@gmail.com