کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ:د قران کريم د قرائت سيالي ترسره سوه

ميدان وردګ:د قران کريم د قرائت سيالي ترسره سوه

په ميدان وردګو ولايت كې دحسن قرائت دسيالۍ لمړى مقام قاري نورالله وګاټه !


داسيالۍ چې دسلواغې دمياشتې په نهمه نېټه دچهارشنبې په ورځ سهار په نهو بجو پيل اوتريوې نيمې بجې يې دوام وكړ.


په لمړۍ برخه كې يې دقرانكريم ختم وشو،او ورپسې ددې ولايت ددارالحفاظونو ،مدارسو او دښوونځيو دزده كوونكوترمنځ دقرانكريم دحسن قرائت دسيالۍ په برخه كې چې د کتونکي پلاوي په مرسته ترسره شوه،لمړى مقام د الفتح ددارالحفاظ حافظ قاري نورالله ،دويم مقام محمد ګل او قاري محمدجعفر پكې دريم مقام وګاټه.


 داسيالي دوردګو والي عبدالجبارنعيمي په نوښت ، دپوهنې ،حج او اوقافو رياستونو په هلو ځلو جوړه شوې وه  چې پكې دقاريانو،ملاصاحبانو او استادانو سربېره ددې ولايت والي ، دولتي چارواكيو، سپين ږيرو او مخورو هم ګډون كړي وو.


د نوموړې سيالۍ په ګټونكو باندې دولايت دمقام ،دتركيې دبيارغونې ډلې ، دپوهنې ، حج اواوقافورياستونولخوابرابرې شوې ډالۍ هم وويشل شوې.


د يادولو وړ ده چې د ا سيالي په هغه جامع جومات كې وشوه چې د ددې ولايت د والي په شخصي لګښت جوړ شوى دی، د وردګو والي د غونډې په پاى كې وعده وركړه چې په دې ولايت كې به د ټولو اسانتياوو درلودونكې يوه مدرسه هم جوړوي .



د سيالۍ درې ګټونكي، له ښي اړخه قاري نور الله، محمد ګل او محمد جعفر