کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريددوالي مرستيال اوشپږتنه نورووژل

ځانمرګي بريددوالي مرستيال اوشپږتنه نورووژل

يو ځانمرګي بريددهلمندولايت مرکزلښکرګاه په مرکزي جامع جومات کي دوالي مرستيال حاجي پيرمحمد او ورسره شپږتنه نور ووژل . دهمدې ولايت دامنيت آمرفقيرمحمد(عسکر)خبريالانوته وويل : يادسوي ځانمرګي بريدپردې وژنوسره بېره اتلس تنه نورکسان هم ټپيان کړل چي دده په ويناډيرى يې ولسي وګړي دي او د لمانځه لپاره جومات راغلي وو.


(عسکر)زياته کړه ټپيان د هلمندولايت مرکزي روغتون ته ليږدول سوي دي خو دروغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل. تردې مهال ددغه ځانمرګي بريدپه اړه کوم ډلي رسنيوته څه نه دي ويلي.داپه داسي حال کي ده چي همدانن يوه بل ځانمرګي بريدپه کابل ولايت کي هم يوولسي وګړوواژه او دوه نوريې ټپيان کړل .


 دهلمند د امني قومندان  حسين انډوال  په هلمند کي د لراوبر ويبپاڼي همکار زين الله ستانکزي ته وويل چي دابريد دما پښين  دلمانځه پر مهال نن په يو بجه په داسي حال كي  وسو چي دبريد موخه دهلمند د والي مرستيال حاجي پير محمدوو چي ووژل شو داپيښه دما پښين دلمانځه پر مهال دننه دهلمند په لويه جامي جومات كي رامنځته شو دهلمند دعامي روغتيا ريس ډاكتر عينايت الله غفاري لراوبر ته وويل چي د ځينو زخميانو حالات دانديښني وړ دي .


نوموړي وويل چي يو څلور كلن ماشوم  چي دپيښي پر مهال يي دجومات سره نږدي خير ټولوي هم سخت زخمي سوی دی داپيښه عام وګرو هم سخته وغندل  او وويل چي دا كړنه داسلام ددوښمنانو ده  كاردی  كه څه هم  داسي پيښي به تل طالبانو  په غاړه اخستي  خو ددي پيښي پړه تر دي مهاله چا ه په غاړه نده اخستي وژل سوي اوزخميان په ډله كي دولتي او عام وكړي  وو خو تردي مهاله يي  دقيق معلومات نسته  چي څو دولتي او څو ولسي  وګړي وو دبريد په ځاي كي ګن شمير ولسي وګړي هم تر ستر ګو كيدل  چي دخپل خپلوانو پوښتنه يي كوله  او دجومات كړكي هم ماتي او ټوټه ټوټه ترسترګو كيدلي  دا په داسي حال كي دي چي نن سها ر په كابل كي هم يو انتيهاري  پيښه رامنځته سو چي يو تن پكي  ولسي وګړي وژل سوي او څلور تنه زخميان شول .