کور / تازه خبرونه / هلمند:ځانمرګي مسجدته زيان ورساوه(راپور)

هلمند:ځانمرګي مسجدته زيان ورساوه(راپور)

نن ماپښين د هلمند ولايت مرکز لښکرګا ښار په مرکزي جامع جماعت کي دننه د ماپښين د جماعت پر مهال ځانمرګی بريد وسو ، په دې اړه بشپړ جزيات له هلمند ولايت څخه د لراوبر ويبپاڼي د همکار عبدالودود هجران بشپړ راپور :



د هلمند ولايت  په مركز لښكرګاه كي هغه مهال ځانمرګى بريد وسو كله چي خلك د ماپښين پر لمانځه ولاړ وه .


دولتي چارواكي وايې چي پكي د والي د مرستيال حاجي پير محمد په ګډون شپږ تنه وژل سوي او اتلس تنه چي ټول عام وګړي دي ټپيان سوي  دي .


د هلمند قومي مشرانو او په سلګونو اوسېدونكو د نن پيښه اسلام او انساني اصولو ته سپكاوى بللى دى .


زموږ د خبر ترجوړېدو پوري  د تر سره سوي ځانمرګي بريد مسؤليت چا پر خپله غاړه نه دى اخيستى


د پنج شنبې په ورځ پر يوه بجه د هلمند ولايت د لښكرګاه په مركزي جامع جومات كي ځانمرګي بريد وسو چي د چاودني سره سم يې د اسمان مخ ليوګيو ونيو او د ځينو ودانيو ښيښې هم پر مځكه را پرېوتې .


د بريد د سيمي د ليد لو پر مهال د مركزي جامع جومات ډېره برخه ورانه سوې وه او د ډېر سخت د باروتو بوئ وو .


د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال وايې چي په دغه بريد كي د والي مرستيال حاجي پير محمد او د ځانمرګي په ګډون شپږ تنه وژل سوي او اتلس تنه ټپيان سوي دي .


د هلمند امنيت امر جنرال فقير محمد عسكر وويل چي په تير كال كي دا تر ټولو خونړي پيښه وه هغه  د خداى (ج) په كور كي ځانمرګى بريد د اسلام او انسانيت څخه سرغړونه وبلل .


د هلمند د عامي روغتيا چارواكي په نني بريد كي  د ټپيانو شمېره يوشت تنه بولي چي ټوله عام وګړي دي .


له بريد څخه وروسته  د هلمند ولايت په سلګونو خلكو وويل چي دا كار د اسلام مبارك دين او انساني اصولو ته سپكاوى دى هغوئ وويل چي د نن په پيښه  كي تر مرستيال والي پرته ټول عام وګړي وژل سوي دي .


قومي مشرانو هم دغه پيښه يو ناځوان مردانه عمل  وباله . دوئ وايې چي تر ملكي وګړو ور ها خواته حاجي پير محمد يو نيك انسان وو او د جهاد پر مهال يې د لويديځي حوزي څخه تر خپله وسه دفا كوله او په حركت ګوند كي يې كار كاوه قومي مشرانو وويل چي نوموړي به هر وخت د خلكو سره ښه چلند كاوه او كوم خلك چي به يې دفتر ته ورتله او يا به يې دده سره ليدل نو دده سرتيرو به نه تلاشي كول او نوموړى به بيله پوليسو په ښار كي هم له خلكو سره د يوه عادي سړي په توګه ګرځېدى .


د نن ورځي پيښه په روان لمريز كال كي تر ټولو خونړۍ پيښه بلل سوې ده