کور / راپور / په سهيلي سيمو کي د کډوالو ژوند ته کتنه

په سهيلي سيمو کي د کډوالو ژوند ته کتنه

د افغانستان په سويل كي د وروستيو پرلپسې اورښتونو له امله په زرګونو زيانمني سوي كورنۍ وايې چي د هرڅومره سرټكونو وروسته هم ورسره هيڅ چا ورسره كومه مرسته ونه كړه .


د هلمند ولايت  په مختار پنډغالي كي چي نژدې  دولس زره له شمالي ولايتونو څخه د چارواكو د ناسم چلند له امله راكډه سوي  وايې چي افغان چارواكي او نړيواله ټولنه ورسره هيڅ مرسته نه كوي ددغه پنډغالى د ليدلو پر مهال ګڼو كسانو راته وويل چي ټول كورونه يې وران او ويجاړ سوي دي څو څو ځله  سوروې ګاني سوي دي او كورونه مو په نښه  سوي دي خو چي تللي دي بيا مو نه دي ليدلي او هسي يې غولولي يو او بې ځايه ژمني يې راسره كړي دي .



دغه رنګه هغه زرګونه كورنۍ چي په دغو ولايتونو كي د وروستيو جګړو له امله له خپلو كورونو څخه بې ځايه سوي دي هم ورته شكايت لري .


كه څه هم افغان چارواكو رسنيو ته تر اوسه دا ځواب نه دى وركړي خو په هلمند كي د نادولتي سرې مياشتي چارواكي وايې چي دوئ په تيرو څو ورځو كي  د هلمند پر بيلا بيلو درې سوه بې ځايه سويو ځيني د اړتيا وړ خوراكي او اوليه مرستي وويشلې .



د نادعلي ولسوالۍ يو تن اوسېدونكي عبدالولي ته وويل چي د سرې مياشتي مرستي د كډوالو ستونزي نه سي  له منځه وړلاى .


هغه وايې كه چيري افغان حكومت غواړي د خپلو خلكو سره مرسته وكړي نو د كار زمينه دي ورته برابره كړي .


نوموړي وايې سهار پر اتو بجو فلكې ته ولاړ سي د مازديګر تر پنځو بجو پوري كرۍ ورځ هلته تېره كړي خو بيا هم ورته كار پيدا نه سي .



د ګرشك والسوالۍ اوسېدونكي هم وايې چي حكومت بايد خلكو ته د كار وبار زمينه برابره كړي ددغي ولسوالۍ  د ټلوېزيون د كيبل مسؤل  نجيب الله وايې چي د ورځي ورته په لسګونو خلك مراجعه كوي او په ډېرو لږو پيسو د كار غوښتنه كوي خو ددئ سره ځاى نسته .


هغه وايې چي كه دولت خلكو ته د كار زمينه برابره كړي نو ځكه ددولت ګټه هم ده چي يو خو د خلكو اقتصاد ښه كيږي او بل افغانستان پرمختګ كوي خلك د مخاليفينو ليكو ته زړه نه ښه كوي ، كه چيري كار وبار نه وي خلك اړ دي چي  په خپل ژوند كي د پرتو ستونزو او كړاوونو له امله د وسلوالو طالبانو سره ملګري سي او يا هم په ډېرو لږو پيسو د مخدره توكو د قاچاق وړونكو سره   مزدوري وكړي .


د هلمند د ولايتي شورا استازي وايې چي د افغان لوړ پوړو چارواكو سره يې څو ځله داستونزه شريكه كړې ده او هغوئ ورته ويلي  دي  چي دا ستونزه يوازي د هلمند نه بلكه د ټول افغانستان ده .


د يادوني وړ ده چي  دا مهال په هلمند كي تر كډوالو راورسته ځايې خلك هم د بې رزګارۍ څخه سرټكوي او وايې چي افغان دولت ورته هيڅ اساسي او اقتصادي كارونه نه دى كړي او دوئ ته يې د كار وبار زمينه نه  ده برابره كړې .


د لراوبر ويبپاڼي يادونه:


زموږ يو شمېر درانه لوستونکي وايي چي د لراوبر ويبپاڼي ارشيف نه شي پيدا کولای ، که تاسو هم له دې ستونزي سره مخامخ شوي ياست نو د هري برخي د سرليک په کليک کولو سره تاسو دهماغي برخي ارشيف ته ورتلای سئ ، تر څو هلته د خپلي خوښي او نېټې سرليک پيدا کړئ .