کور / تازه خبرونه / په هرات کي د 835 ناروغانو درملنه شوې ده

په هرات کي د 835 ناروغانو درملنه شوې ده

 


لراوبر ويبپاڼي ته په کابل کي دايساف له مطبوعاتي دفتره په راغلې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو او ملي اردو د روغتيايي ډلو له خوا په هرات ولايت کي د وروستيو واورو او يخونو له امله چي په تيرو شلو کلونو کي بې سارې وه په دوو ورځو کي د 835 ناروغه سوو کسانو درملنه ترسره کړې ده .


خبرپاڼه زياتوي چي د ايساف او ملي اردو د ډاکټرانو له خوا ۱۲۰ نارينه ، ۶۵ ښځي او ۱۵۲ ماشومان د هرات په صاحب زاده ولسوالي کي تر درملني لاندي نيولي دي ، خبرپاڼه وړاندي ليکي چي د نظرګا باغ په ولسوالي / سيمه کي هم ۱۱۵ نارينه ، ۱۸۶ ښځي او ۱۹۷ ماشومان تداوي کړي دي .


دغه ډول يو شمېر نور کسان چي د سر درد او داسي نورو سپکو ناروغيو له امله يې ددوی روغتيايي ډلو ته ځانونه پيژندلي دي ددوی له خوا تداوي سوي دي . د مرستي او درملني پر مهال ددوی د روغتيايي ټيمونو مخي ته اوږده کتارونه جوړ شوي وو او زياتو کسانو د روغتيايي مرستو ترلاسه کولو هڅه کوله چي د افغان ملي اردو او ايساف د ډاکټرانو له خوا يې درملنه وشوه . د ايساف خبرپاڼه ليکي چي دا د ايساف د هغوی اوږدو پلانونو يوه برخه ده چي غواړي له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي .



د ايساف له خوا د افغانانو سره د مرستو او طبي خدمتونو خبرونه په داسي حال کي خپريږي چي د سهيل لويديځو سيمو ډيرئ اوسيدونکي د ائيتلاف او ناټو ځواکونو د بېځايه ځوروني څخه سر ټکوي ، سيمه ايز خلک شکايت کوي چي بهرنيان يې د عملياتو پر مهال کلتور او دودونو ته درناوی نه کوي ، دروازې په بمونو الوزوي او په نيمه شپه بېګنا خلک له کورونو باسي . د يادوني وړ ده چي په سهيل لويديځو سيمو کي په لوړ تعداد ولسي وګړي د ليک لوست له نعمته بې برخي دي او په پوځي لباس کي ټولو بهرنيانو ته په يوه سترګه ګوري .