کور / د ډيورنډ کرښه / بي نومه او بي ژبې پښتون

بي نومه او بي ژبې پښتون

ليکنه: ضيا مندوخېل

يو يشتمه پيړۍ  ده او پوهان ورته د سائنس اوټيكنالوجۍ پيړۍ وائى ، وئيل كېږي  چې  دغه پيړۍ د قامونو د اّزادى سماجى انصاف او د بشر د حقوقو پرځاى كولو پيړۍ ده خو راسۍ چې وګورو  چى  پښتون په يويشتمه پيړۍ  كښې  په كوم قطار كښې ولاړ دى ، د نړۍ په كومه څانګه  كښې  يې  پرمختګ  كړيدي ؟  تر كومه حده يې  د اّزاد ژوند تيرولو خوب رشتيا شويدى؟ او تركومه حده پورې  يې  حق پرځاى  شويدي؟

 د ډيورنډ كرښې  دواړو غاړو ته پروت پښتون  چې  نن د كوم ناورين سره مخامخ دى هغه له ورايه  ښكاره دى د لر پښتانه په څلور برخو ويشلي  پراته  دي نيم ته بلوڅ نيم ته سرحدۍ نيم ته قبا ئيل  او نيم داټك  ميانوالي په نوم  ژوند كوي نه خپل  واك نه خپل نوم نه خپله ژبه  لري او د نورو ژبو  تر اثر لاندې  اكثرو خلكو خپله مورنۍ  ژبه  د لاسه وركړيده  كه څه  هم په مورنۍ ژبه  زدكړه كول د هر انسان بنسټيز  حق دى خو دلته  خلك په پښتو ژبه  كښې  زدكړي كولو سوچ  هم نشي كولای.

  ډيره د حيرانتيا خبره ده چې   په پاكستان كښې ميشت نور ټول  قامونه خپل نوم لري  لكه د پنجابيانو صوبه پنجاب ، د سندهيانو صوبه سند هـ ، د بلوڅانو  صوبه  بلوچستان خو د پښتو صوبه  نيمه د بلوڅ  سره تړل شويده او هلته ميشت پښتانه په بلوڅ او بلخواته سرحد بلخواته قبا ئيل  او بلخواته اټك  ميانوالي  په نوم ياديږي .

د پښتنو د ملي وحدت  خبره  كه څوك  كوي هغه ته غدار ويل كېږي  او دغه  خبري ته پداسي  نظر  كتل كيږي چى  ګواكې  د خپل  مذهب څخه  څوك  اوښتۍ وي  پښتونخوا، پښتونستان  يا افغانيه نوم د پاكستان په واكمنو داسي لګيږي  لكه چې  په  زخمونو يې  مالګه  واچوې  اوس  خو خبره تر دي ځايه راغلې ده  چې  څوك  وائى  پښتانه خو تر هګر دي څوك  وائى  پښتانه ټول  طالبان دي څوك  وائى  بنسټپاله دي او هر څوك  چى  په  ډكه خيټه كوم نوم خوښ كړي هغه پرپښتنو كېږدي  خو دلته پوښتنه دغه  رامنځته كيږي  اخر هغه كومه سزاده  چې  پښتون قام ته وركول كيږي .

يو ډير ساده سوال دى چي  د يو كس نوم اجمل دى اوته ورته ووائې  چې  جباره څنګه  يې نو هغه  به ارو مرو درته ووائى  چى زما نوم اجمل دى كه دي دويم ځل جبار ورته وويل  نو كيداى شي چى  درته ووائي  چي  بل وارې پام كوه په دريم ځل خو درسره جګړه كوي خو  پښتانه  له شپيتو كالو څخه  دبل په نوم  اّواز وركول كيږي  خو پښتون خوا  نه بده وي  او اوس خو يې  بيخي  خپل نوم هير شويدى  چى  دلته دچا څخه  پوښتنه وكړي چي له كوم ځاي سره تعلق لري   نو ډير په وياړ سره ځواب  وركوي  چى  د صوبه سرحد سره بل وائى  د بلوچستان سره اوبل  وائى (جى زه خوپه فاټا FATA كښې  اوسيږم ) د اټك  ميانوالي والو سره خوبه په اردو كښې  خبره كوې  هغو خو بيخي  پښتو هيره كړې ده د خپل نوم سره يې  خپله ژبه  هم پريښې ده په لكونو پښتون په كراچى  كښې  پروت دى څوك  چوكيدار دى څوك ريړى چلوى  څوك موچى  دى اوڅوك  د سكورټى ګارډ په توګه  دنده تر سره كوي چى څوك  د قام خبره  كوي يا دپښتو خبره كوي هغه ته خويا ليونۍ وائى  اويا ورته با غى وائى  ملاجان هم وائى  قام پرستي  كفرده  خو دلته  دغه سوال رامنځته  كيږي  چى  په كوم كتاب كښې  راغلي  دي  چى  پښتون به په خپله مورنۍ  ژبه  د زده كړو حق نه لري؟

 په خپله خاوره به خپل واك  نه لري؟  خپل نوم  پښتونخوا پښتونستان يا  افغانيه  به نه لري؟  په خپلو شتمنيو به خپل واك نه لري؟  نو  ځواب بايد ووائى  اوكه چرته  سپينه ورځ  ته تور وئيل  دي نو بايد نور د ولس ياستر ګو  پټى ونه تړل  شي او دقام  د سبا ون په لار كښې  خنډ جوړ نشي په  پښتونخوا كښې هغه تالي څټي  سياستمداران چي  وائى  دپښتونخوانوم نفرت رامنځته كوي  بايد ورته په ډاګه   وى چي  كه چرته  دپنجاب  توری  د نفرت سبب  نه ګرځي  د بلوچستان  او دسند هـ  نوم نفرت ندى  نو د پښتنو  ملي وحدت  او د هغه نوم پښتونخوا كيښودل هيڅكله  د نفرت  كلمه  نده اونه دغه د نفرت خورو لو خبره ده پكار دي چي  نور  خلك  نور په مختليفو نو مونو  تيرنه ايستل شي او دغه  زمه واري  د ځوانانو جوړيږي چى  هغه دغه  خبره  تر خپل منزل  پورې ورسوي  او د پښتون ملي مشر محمود خان اڅكزي  په مشرى  كښې  راغونډ شي  او د پښتون قام  د ملي  وحدت خپله ژبې  خپلو شتمنيو او خپل نوم  موندلو په مبارزه كښې  ونډه واخلي او نور ديو بل  په خبرو  كښې رانشي.