کور / شعر / د آزادی پريښتې ته

د آزادی پريښتې ته

اې د ښکلا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دلته جنګونه کيږي
ناحق مرګونه کيږي
په انسانانو باندې
اې د سبا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
سپينې سپوږمۍ وګوره
دا ترږمۍ وګوه
د جنګ د اور په منځ کې
ژړا سلګۍ وګوره
اې دا صلاح پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دا ماشومان وګوره
زاړه ځوانان وګوره
خوار انسانان وګوره
د تمنا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دا سوزول څوک کوي
نا حق وژل څوک کوي
سپينو پردو شاته
بد نامول څوک کوي
اې بې ريا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دا د ژوندون  دوښمنان
د سباون دوښمنان
د دوی څيرې ښکاره کړه
دا ديوون دوښمنان
رښتيا رښتيا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
رڼا رڼا وکړه
د سپين سبا وکړه
د خدمتګار په کور کې
يو ځلې بيا وکړه
اې د حيا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
١٣٧٧
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی