کور / رسنۍ / لمبه مجله له چاپه راووته

لمبه مجله له چاپه راووته

 


له كوټي څخه په پښتو ژبه چاپېدونكې لمبه مجله له چابه راووته.


د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه چاپېدونكې، خپلواكه، نا پېيلې، او كلتورې، د دوې مياشتنۍ خپرونې د پنځم كال پرله پسې پنځه ويشتمه ګڼه [ كالګڼه ] تازه له چاپه راووته. د[ لمبه ] مجلې په دې ګڼه كې د پوهاند ډاكټر حسن كاكړ، عبدالغفور لېوال، اسدالله غضنفر، او د واصل واسطي، د ليكنو په ګډون نور هم ډېر په زړه پوري مطالب چاپ شوي دي . دا مجله په جنوبي پښتونخوا كې تر ټولو معياري او په خپل ډول کي د ډيرو لوستونکو لرونکې مجله ده .


 


هېره دي نه وي چې په دې ګڼه كې د هيواد له تكړه شاعر او سياست پوهه ښاغلي سلېمان لايق سره يوه په زړه پوري او هر اړخيزه مركه هم شوې ده


د لمبه مجلې مسول مدير صادق ژړك دى او كتنپلاوي واصل واسطي ، نعيم ازاد، ډكټر لياقت تابان ، او احمدشاه اعظمي دي