کور / کتاب / په يويشتمه پېړۍ كې د پښتو ژبي بر خليك چاپ شو

په يويشتمه پېړۍ كې د پښتو ژبي بر خليك چاپ شو

 


د محمد صادق ژړك  كتاب [ په يويشتمه پېړۍ كې د پښتو ژبي بر خليك ] چاپ شو .


په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د تكړه شاعر ليكوال او د پښتو ژبي د سوچه تورو د ويونكي ښاغلي صادق ژړك په زيار او ترتيب سره د [ د پښتو د اوومي نړيوالي څېړنغونډي د مقالو ټولكه ] چاپ شوه  چې په غوڅكۍ [ يخ زيارت ] په

2006
ء م كال كې جوړه شوې وه. په دې څېړنغونډه كې چې كومې مقالې ويل شوې دي نو هم كټ مټ هماغه رنګه چاپ شوې دي


د دې كتاب مالي لګښت د پښتو ژبي د جديد طرز شاعر ښاغلي هاشم بابر په غاړه اخيستى دى .


د يادوني وړ ده چې دا كتاب د افغانستان د جمهوررئيس ښاغلي حامد كرزي په پيغام سره پېلېږي، چې د دې غونډې په اړه يې رالېږلى دى .


هېره دي نه وي چې دې ټولنې تر دې د مخه هم دوولس ټوكه ( سرليکه ) كتابونه خپارۀ كړي