کور / تازه خبرونه / د سهيلي پښتونخوا مشهور ديني عالم په حق ورسيد

د سهيلي پښتونخوا مشهور ديني عالم په حق ورسيد


د لسګونو ديني او ادبي اثارو ليکوال ارواښاد سيد نورالله شاه هاشمي له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه .


خدای بخښلی د ۱۹۳۱ د جنوري په مياشت کي زېږېدلی و ، پوره يوه اوونۍ مخکي د ۲۰۰۸  د جنوري پر اووه ويشتمه نېټه  د ۷۷  کالو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه .  د نوموړي د جنازې په  مراسمو کي چي  د سهيلي پښتونخوا په خېزۍ  کي ترسره سوه ، تر  زر کسو زياتو کسانو برخه واخسته .


ارواښاد  چي په ادبياتو او ديني مسايلو کي  په پښتو ، فارسي  او عربي شپږ پنځوس سرليکه بېلابېل ارزښتنکاک اثار لري . دخېزۍ د سمي يوه اوسيدونکي لراوبر ويبپاڼي ته په يوه تماس کي وويل چي ارواښاد دده د ديني پوهي له برکته په سيمه کي زيات شهرت موندلی و او ډير خلک به د پيچلو مسايلو د حل لپاره نوموړي ته راتلل . دغه لامل و چي پر جنازه يې تر زرو ډيرو کسانو دغم او خواشينۍ اظهار وکا او هغه يې په ډير عزت خاورو ته وسپاره .