کور / خبرتیا او پيغامونه / دافغانانو د کلتوري پرمختيا ټولنې د خواشينۍ پيغام

دافغانانو د کلتوري پرمختيا ټولنې د خواشينۍ پيغام

 


په ډيره ژوره خواشينۍ سره خبر شو چې د هيواد تکړه سياسي ـ ټولنيز شخصيت محمد سليم تايب د ورپېښې ناروغۍ له  ا مله ، له دې نړۍ دتل لپاره سترګي پټې کړې  (اروا دې ښاده وي ).ټولنه باور لري چې دارواښاد تايب  تشه  نه يوازې د خپلې کورنۍ لپاره بلکې دافغان  جګړه ځپلې  ټولنې لپاره هم درنه زورونکې پېښه ده .موږ دارواښاد تايب دخپلوانو او دوستانو او ملګروسره په ګډه  د  هغه د غمجنې او درديدلې کورنۍد درانه ماتم په غوړېدلي ټغر ځانونه غمجن بولو او په دې توګه خپله خوا خوږۍ ورته وړاندې کوو .


لوی څښتن دې ارواښاد ته بښنه وکړي او غمجنې کورنۍ ته يې د زړه سبر او ډاډګيرنه په برخه کړي .


د ټولنې د مشرتابه جرګې په استازيتوب


                       ملوک آزاد