کور / راپور / ناټو او ايتلافي ځواکونه ولي افغان ولس ځوروي؟ (مرکه)

ناټو او ايتلافي ځواکونه ولي افغان ولس ځوروي؟ (مرکه)


په دې وروستيو کي د بهرنيو پوځيانو له خوا د ډيورنډ کرښي په نژدې پرتو سيمو کي له کورونو څخه د عامو وګړو نېول زيات سوي دي چي وروستۍ پېښه يې د جنوري پر يويشتمه او دوه ويشتمه نېټه په زابل کي ترسره سوه ، بهرنيان وايي چي د عملياتو په ترڅ کي يې طالبان نيولي دي ، سيمه ايز خلک او د نيول سوو کسانو کورنۍ وايي چي په نيمه شپه کي يې دکورونو دروازې په بمونو الوزول کېږي ، ښځي او ماشومان ځورول کېږي او نارينه يې لاس تړلي له کوره ايستل کېږي . په تېرو څو کلونو کي  دې ته ورته پېښي په فراه ، هلمند ، ارزګان ، کندهار ، زابل ، غزني ، لوګر ، پکتيا ، ننګرهار او خوست کي هم ترسره سوي دي .


دلر اوبر ويب پاڼي همکار عبدالله احسان د سويډن دمالمو په ښارکي  دروزگان  دملي  مهالنۍ خپرونې مسول ښاغلی  حبيب االله غمخورسره د همدې موضوع پر بنسټ مرکه کړې ده ، دادئ د لراوبر ويبپاڼي له لاري تاسو ته وړاندي کيږي :


پوښتنه :


ښاغلی غمخور صاحب ، ستاسو په نظر بهرنيان ولي په پرله پسې ډول عام وګړي ځوروي ؟


مخکښی له دي چې ستاسو سوالوته ځواب ووايم بايد دې ټکي ته اشاره وکړم چې ستاسو سوالونه دافغانستان په اړوند ديوه پراخ کنفرانس  اجنډا ده ،له دې سره به زه خپل نظر ستاسو دسوالوپه هکله له تاسو درانه دوست  اوپرتلاښه ځوان سره چې دخپل هيواد له راتلونکی برخه ليک سره خاصه علاقه لری شريک کړم .


بلې! همداسي ده لکه تاسو چي واياست  . له بده مرغه داپنځه کاله کيږي چې دترهگرو اوطالبانو دځپلوتر نامه لاندي دافغانستان په يو شمير دهغه جملې نه په شرقي او جنوبي ولاياتو د پوځی عملياتوپه ترڅ کې بېگنا انسانان وژل کېږي چې يوازي په تير کال کښې ئي شمير تر زرو نفرو اوړی  . په نيويار کې دآسمان خراشه جوړه تعميرو (تجارتی مرکز) تر نړېدو وروسته آمريکا او د هغوي نږدې ملگري افغانستان ته په سيمه کې دتروريزم  اوطالبانو د رېښو دايستلو په نامه راغلل . بوش په ډاگه وويل : هغه څوک چې زموږ سره نه دې هغه زموږ مخالفين دي ،دا ددې معنادرلوده چې هيڅوک بايد په افغانستان  اوحتا په سيمه کې ددوی پر خلاف حرکت ونکړي اوبايدپه افغانستان کې ددوی تر حمايې لاندي حکومت ومني . دبوش خبره دامريکا لخوا دتروريزم پر خلاف دنړيوالي مبارزې شعار وو. ددې سره په څنگ کې خلک پدې باور وه چې دنړئ سوپر پاور قدرت  آمريکا ،انگلستان  ،داروپايې هيوادو پوځونه به  دناټو او آيساف  په چوکاټ کې  به ډير ژر په سيمه کې دترهگرو ځالي ړنگې اوپه افغانستان کې به دايمي سوله تامين کړي ،افغانان به په ډير عزت اودرناوی خپل ټاټوبي ته راستانه شي چې متاسفانه داسي ونشوه .


جگړه لنډه نه بلکه اوږده شوه .ددې اوږدېدو يو دليل دادی چې دوي له يوې خوا دطالبانو اوددوی په اصطلاح ترهگرو پر خلاف  دهوايي قواو نه کار اخلي ،اوتر ډيره بريده عمليات  بيله دېنه چې دافغاني لوري سره مشوره وکړي تر سره کوي .د هوايي غونډاروتر ويشتلو وروسته ځمکني عمليات پيل کيږي . طبعي ده هغه بېله دېنه چې دافغاني لوري څوک ورسره وي  پخپله تر سره کوي ،داډول جنگی تاکتيک اوميتود په افغانستان غوندي هيواد کې بريالی نه دی ،د عامو خلکو وژنه او ځورونه له ځان سره لري . دوی (بهرنيان) داعمليات په فلمی بڼه تر سره کوي دروازې په لغتو اويادماشيندارپه کونداغ ،يادنارنجک په غورځولو خلاصوی . په عملياتو کې افغاني دود ،دستور اورواج  ته پام نه اړوی اونه  دهغوي  درناوی کوي  په خپلو زندانو کې بشري کرامت تر پښو لاندي کوي پۀ ډيره خشنه بڼه دزندانيانو سره برخورد کېږي .


داکار څودليله لري :


۱ / فکر کوم دوی تر اوسه  پر افغاني لوري باور نلري چې له هغوي سره دخپلو عملياتو دپيل راز شريک کړی . تاسوبه واياست چي په خپل لاس جوړشوی حکومت په مامورينو ولي اعتبارنه کوي ؟ بلې زما په اند ، دوی تر ډيره بريده دافغانستان په امنيتو ارگانو کې له کارمندانوڅخه ډاريږي  . ځکه په ټولو دولتي ادارو کې کار مندان دتنظمي اوډله ايزو اړيکوله مخې دهغوی دمشرانو په وړانديز ټاکل شوي دي .دوی ته دافغانستان  دخلق دموکراتيک گوند دحاکميت له دورې څخه تجربه شته ؛دوی ته معلومه ده کله چې شورويانو پر افغانستان يرغل وکړ، سړه جگړه توده شوه دټولوهغو بهرنيو هيوادو  دڅارگري سازمانو دافغانستان  په امنيتي اداروکې  له کارمندانو سره اړېکې نيولې او هغوی يې رانيول ،تر څوددولتي  پلانو اوعملياتوپه هکله پر خپل وخت بهرنيو څارگرو ته  معلومات ورکړې ،تاسوته معلومه  ده چې دا اړېکي آن دحاکم گوند تر پورته کچو پوري رسېدلې وې ،چې دمرحوم نجيب الله درژيم  دړنگېدوپه وخت کې دشمالي ټلوالي سره ددوی اړېکې رابرملا شوې،اوله بلې خوادوي دټولو تنظيمولومړۍ دوهمه اودريمه درجه کسانوته مستقيم معاشونه ورکول . ځکه نو غربې هيوادونه دهغه شناخت له مخې چې ددوي په هکله ئي لري دېته زړه نه ښه کوي چې له افغاني لوري سره پوځي راز شريک کړي  .


۲ /  ددغو کسانوپه هکله  چې اوس په دولت کښي حاکمان دي بهرنيان ډير ښه معلومات لري او له نږدې ئي پېژني،دوی ته دهريوه خصوصيات علاقې اوله بهرنيو شبکوله هغه جملې څخه د پاکستان ،ايران او شانگهاي  تړون غړو هيوادوسره  پټي اړېکي روښانه دي . دغه تاريکې  اودبهرنيانو سره ناوړه څارگري اړيکې ددې لامل گرځېدلې چې په خپل لاس روزل شوو اعتبار ونه کوي . داټولوته معلومه ده يوزيات شمير کسان  چې زه ئي دنامه اخيستلو څخه ډډه کوم  ځکه يو شمير ئي مړه اونورلادواک پر آس سپاره دی خو ټول ولس يې پيژني په يوه وخت کښي یې دبهرنيو له څو استخباراتي شبکو سره همزمانه  روابط ساتل داپروسه  تر اوسه جريان لري ،داکسان  په دولت اود هغه جملې  په امنيتی ارگانو کې مسلط دی ،ځکه دوی(بهرنيان) احتياط کوي .


۳ / دغه حکومت چې رېښه ئې دبن له نامشرع کنفرانس نه پيل شوې ده ،معينه  ملي نظامي ستراتيژي نلري  ،اونه هم داجرأت لري چې بهرنيانو ته په کلکه ووايي ،پر خپل سرکارونه مه کوی  . ځکه دوي راوستل شوی دي ،حکومت دولس په خوښه اومشوره نه دی جوړشوی ، بلکه پر خلکو تپل شوی دی . همدا تپل ددې لامل وگرځېده چې دهرې ورځې په تيرېدو سره دحکومت اوملت تر منځ فاصله زياتېږي  .


۴ / امريکا اوکه انگلستان  ددواړو هيوادو عسکر  په افغانستان کې دعملياتو لپاره نه دی روزل شوی،ددوي  دعملياتونه داسي څرگندېږي چې دوی خپل عسکر  انسان ته ددرناوی په روحيه  نه دي روزلې .اوکه بلي خوا ته فکر وشي دوی پدې ښه پوهېږي چي پدې کښې ئې تاوان دی خودوي مغروره اوپوځی سوپرپاور پر قدرت لري ديوه غريب هيواد لکه افغانستان دعامو خلکو وژل دوی ته دومره مهم نه دي اوکه رښتيا ووايو دوی ته دخپلو عامو خلکو وژل هم چندان ارزښت نلري  . دامې اوس هير دی چې څه وخت و،خوپه يوه سند کې مې ولوستل چې دآمريکا دجمهور رئيس دمرستيال ديگ چيني څخه ديوه ژورنالست لخوا پوښتنه وشول چي تاسو په عراق او افغانستان کې دآمريکا د پوځ دسربازانو د تلفاتو په هکله څه فکر کوئ ؟ ده په ځواب کې ورته وويل : ((زموږ دهيواد په لويو ترانسپورتي لارو يعني هايوې  کې دورځي تر دغه ډیر له منځه ځي کوم چې په عراق او افغانستان کې مري )). نور تعبير اوقضاوت ستاسو ددرنو لوستونکو پلاس  دی .


۵ / تاسو گوری ټول عمليات په کليوکېږې ،دليل ئې دادی چې له يوې خوا طالبان په ښارو کې دعملياتو توان نلري اوله بلې خوا دهغو دغلچکی بريدونوتاکتيک دادی چې  دخرپ اوترپ له ميتود نه په استفادي سره يوه لنډ مهاله حمله  وکړي بياپه کليو ننوزی ، ددې پر ځای چې بهرنيان ځمکني دقيق عمليات  تر سره کړي اودعملياتو لپاره سنجول شوی پلان ولري  دړندو پشان بېواره په  هوايې حملو شروع کوی ،طبعي ده چې پداسي حملو کې چې هوايي غونډاري اوروي ،بې گناه انسانان  له منځه ځی  . دلته يوټکی ته دانصاف له مخی هم اشاره پکارده هغه داچې ددغو بېگناه افغانانو په وژلوکې طالبان اوياددولت نورمخالفين هم ورته  ملامت گڼل کېږي  . ممکن دوی داسي فکر هم وکړي چې که دوی عام وگړې ډير وځوروي نو هغوي به مجبور شي ددولت په طرفداري ودرېږي ،ځکه وايي به چې ددولت دمخالفينو له لاسه دوی بهرنيان ځوروی  . مگر پايله بل عکس شوې ده . ځينې داسي هم وايي چي ممکن دوی غواړي دافغانانو غرورمات کړي ،ځکه په سپکه سترگه ورته گوري . خوزه پدې باور يم چي دغروردماتولو تر څنگ څومره چي خلکو دوی هوښيار بلل هغومره  هوښيار نه دي . همدا دعوامو خلکو ځورول ددې باعث گرځېدلي چې جگړه  نوره اوږده او وژونکې اوددوي مالي مادي اوانسانی خساره زياته شوېده. 


پوښتنه :


په څو ځله عامو وګړو دولت ته شکايت کړئ او  احتجاجونه يې کړي دي چي بهرنيان د تلاښۍ پر مهال ددوی کلتور او دودونو ته پاملرنه  نه کوي ، دا کار څومره د دولت په زيان تماميدلای سي ؟


ځواب :


بلې هو ! ما مخکښي دې خبري ته ايشاره وکړه ،متاسفانه بهرنيان  دې ته پاملرنه  نه کوي چي په افغانستان کې دوي بايد ديوه کور تلاښي څنگه وکړي ،دوي دشوروي عسکرو څخه بايد زده کړي وای  . مگر دوی په ډيره بې پروايي دافغان ولس هر څه ترپښو لاندي کوي . ددوی داډول سپک برخورد او دافغانانو بېځايه ځورونه ،بې مورده تلاښۍ ،ډارونه ،توهين اوتحقير ددې لامل گرځېدلی چي ددولت دمخالفينو ليکی ورځ په ورځ غښتلي کېږي  .خلک دبهرنيانو اوافغان دولت سره مخالفت ته دوام ورکوی . که دا ډول برخورد اوکړنې دوام ولري  ډيري ناوړي پايلی به ولري . يوه پايله ئې همدا اسو داده چې په ټول هيوادکې ډاډمن امنيت نشته  اودسبالپاره اميدواری احساس هم خلکو له لاسه ورکړی دی .


دلته يوبل ټکی هم ډير دپاملرنې وړدی،هغه داچې متاسفانه يوشمير افغاني چارواکي دجگړې په دوام کې گټه لري ،که سوله راشی  امنيت تامين شي ،يوغښتلی مرکزي حکومت دولس په خوښه جوړ سي داد لمر غوند ی رو ښا نه خبره ده چي له يوشميرسره به حساب کتاب شورُو کيږي اويوشمير به پدې خاطر چي ددولتي ادارو درهبری صلاحيت اوپدي هکله مسلکی پوهه نلري له واکه گوښه کېږي ، بل لورته  ډله دکوکنارو اوهيروئينو سوادگر هم پدې نا ارامه حالت کې پراخه گټه لري ،ځکه خو دغه کسان يوازي په خوله داوايي چې بهرنيان دافغان ولس سپکاوی کوي ،تر څوخلک وغولوی اوداڅرگنده چې گويا دوی دولس څخه ملاتړ کوي ،خو د پردې شاته دوی او بهرنيان ښه سره پوهېږي . بله خبره داده چي نوکر بادارته دهدايت اوله هغه نه دشکايت اوياهغه ته دگوت نيونې حق نلري . دعلمي اصل له مخې دبادار اونوکرپه اړيکو کښي دليل ويل او دوړا ند يزونو د طرح کېدو دحق خبره نشته يوازي دبادار امر او دنوکر پلي کېدل دی .


داټول پدې ښه پوهېږي چې که يو گړی له افغانستان څخه بهرنی پوځ ووزي ،تاسوبه  بياداکسان په دولت کې ونه وينۍ . پدې دليل ددوی لپاره دخلکو ځورونه دومره مطرح نه بلکه دبهرنيانو پلوی اوله دوی نه بې ساري ملاتړ ددوی لپاره اړينه خبره ده . تر څوچې بهرنيان ددې يا هغې څېرې نه ملا تړ کوي هغه  به په دولت کې غوښن ځاي ولري  . تاسو فکر وکړی ځمکه او آسمانونه ددې شاهدی ورکوی چي افغان ولس پداسي ستونزمنو شرا يطو کې ژوند کوی چې چاپه خوب هم نه دی ليدلي،ولي چارواکي وايي خيروخيريت دی ،دډله ایزو رسنيو له لاري  غولونکی اوله حقيقت نه ليري راپورونه خپره وی اوخلکوته ددرواغووعدې ورکوي . دبېلگې په توگه دافغانستان اوحتا دبشريت په تاريخ چا ندی اورېدلې چې يوه موردی دنهو مياشتو ماشوم  خرڅ کړي دادی اوس زموږ په هيواد کې افغانه مور ماشوم خرڅوي خوبلې خواته نازولي کلچې نه خوري وايي داپرونۍ دي .داچې يوازي دکابل په ښارکې تر ((۶۰)) زره زيات لوي او واړه نارينه اوښځی له سهاره تر ماشامه لاس نيولي ولاړ وي تر څوديوې گولې ډوډۍ پيسې پيدا کړي داخوپرېږده ،يوې خواته دنړۍ تر متمدنې کچې لوړ  اومډرن تعميارت گوری بل لورته دهمډې آمان خراشه ماڼيوتر څنگ افغان بې سرپنا له يخنۍ نه رپېږي ، داچې ښځی ځانوته اور اچوی  داچې  همدا اوس له هيواده فرار کوي داخوپر خپل ځاي پرېږده ،نه پوهېږم دکوموناخوالو داستان درته پيل کړم؟


پوښتنه :


د فوټبال پر ( ګيند ) د کليمې چاپول ، په عملياتو کي د قرآن عظيم الشان سپکاوئ يا د عملياتو پر مهال افغاني مېرمنو ته درناوئ نه کول د سپين ږيرو او مشرانو بې ابرو او بې عزته کول  هغه څه دي چي عملآ ترسره سوي دي ، بهرنيان وخت نا وخت خپله تېروتنه مني خو بيا هم هغسي پېښي تکرار کېږي ايا قصدآ دا ډول پېښي ترسره کوي ؟


ځواب : زه فکر کوم تر ډيره بريده تيروتنه غوندي نه معلومېږي ، په نړی دهغه  جملې په همدغو هيوادو کې داسي ځواکونه شته چې دهمدي جنگي حالت نه په استفادي سره غواړي ،له يوې خوا داسلام مبارک دين ته دسپکاوي په سترگه وگوري  اودبلې خوا د اسلام  اوعيسوی مذهب دپيروانو تر منځ اختلاف راژوندئ اوغښتلي کړي . ددې اړتيا څه وه  داسي دفټبال توپونه جوړکړي چي پر هغودهيوادوبيرغونه چاپ شوی وي . که هلته کليمه هم نه وي ليکل شوې دهيوادو بيرغوته ولي دومره په سپکه سترگه وکتل شي چې ماشومان ئې په پښو ايسته دوری وغورځوي ،داپه  خپله دغو هيوادوته چي بيرغ ئي دفټبال پر توپ رسم شوی دی په ټيټه سترگه کتل اوسپکاوي بلل کېداي شي . ځکه نودوی مجبور دي داومني چې غلطی ئې کړېده ،بله لار نلري  ، ديواله ته سر نيول هم ددوی په گټه نه دي .اسانه لار ئي داده چې وايي عفه غواړو،بيابه تکرارنشي ،خو هغه بيا هم تکرارېږي .داپه افغانستان کې ددوي دحاکميت يوه بېلگه بولم ،دوی ځانته دهرڅه دسرته رسولو اجازه ورکوي . افغان دولت ددوی دخوښئ لپاره دهرڅه منلوته ته تياردی . زه دانشم منلای چي په تکرار بې گناه انسانان ،لوی او واړه ژوند دلاسه ورکوي ،دسپکاوي نه ډک برخورد اوکړنې ورسره کېږي  داټولې دي تصادفي اوتيروتنه وي .خوکله چې دافغانانو دصبرکاسه ډکه شي بيانوښاغلي کرزی ددې لپاره چې دخلکو راپارېدلې غوسه  اوقهر  ارام کړي دژورنالستانو په منځ کې ظاهر شي په تونده لهجه اوڅو خبرو داسي څرگنده کړي چي گويابيا به  داسي کار ونشي او دی (کرزی ) به بهرنيانوته اخطار ورکړي  چي بيا داسي کار ونکړئ ،که مو وکړ زه ستاسو سره پوهيږم اوداسي نور . . . خو حقيقت داسي نه دی ،دافغان ولس بدبختی پدې کې ده چې خپلواک حاکميت نلري اونه هم خپلواک اوخواخوږی کسان ددولت په دريو واړو (اجرائيه ،مقنينه ،اوقضائيه ) ارگانو کي کارکوی ، داټول يوچا راوستل اويوڅوک ئي حمايه کوی  . تاسوته معلومه ده چي تر اوسه  دافغانستان  بودجه  دپرديوپيسو له لاري تمويلېږي ،که دانن بهرنيان پيسي ورنکړی داټول سيسټم په ټپه درېږي به تاسو هييڅ ونه وينۍ . پدغه حالت کې طبعې ده چي دولتي چارواکي دبهرنيانو خيال ډير ښه ساتي . خلک داسي وايي چي ددولت مشرتابه خپل سرنويشت  دبهرنيانو په خوښيو کې ويني ، متاسفانه دوی وملت ته مراجعه ونکړه اونه ئې دملت سره دنږدېوالي لپاره تلاښ وکړ .


پداسي يو ناوړه حالت کې چي کورنۍ حاکميت يوازي په شکل کښي  وي  داروښانه ده چي بهرنيان  ډير هغه کارونه چي سرته رسول ئي زموږاو ستاسو په خاوره کې نارواکار دی سرته رسوي ، پدي پوهېږي چې ددوی مخه څوک نشی نيولای انه هم په رښتياله دوي سره مخالفت کوی . خو يوه خبره بايد وکړم که چيري بهرنيانو په افغانستان کې تر پوځې فشار،د بيا جوړونې اوسالمی دولتي اداري  پر رامنځته کېدو باندي فشار اچولی وای گټه به ئي ډيره وای . نه به دوی دومره بې شميره تلفات ورکولای  اونه به افغان ولس پدې کړاونو اوناخوالو اخته شوی وای .


پوښتنه   :


نړيوالو رسنيو داسي راپورونه خپاره کړي دي چي د افغان دولت د ځينو کارکوونکو او بهرنيانو د ناسم وضعيت له امله يو شمېر کسان د مخالفينو له ليکو سره يو ځای سوي دي ، که دا لړۍ داسي روانه وي راتلونکې به يې څنګه وي ؟


ځواب : بلې داسي ده . مگر فکر کوم مادي پوښتنې ته دپورته سوالو په ځوابونو کې ځواب ويلی دی .په افغانستان همدا اوس عملأ بهرنيان  دهغه جملې امريکا اوانگلستان دوه مخی سياست پر مخ بيايي له يوې خوا دخپل لاس پوڅی دولت نه حمايه څرگنده وي اودبلې خوا دپردې شاته ددولت له مخالفينوسره هم اړېکي ساتي .ددولت مخالفين يوازي  طالبان او گلبدين نه دي بلکي ددولت په متشکله ارگانو کې  هم تر غاښو ددولت مخالفين شته خو هغوی هوښيار دي ((هم دا کوی ،هم ها )) ،تاسوئې وينۍ چې هره ورځ  دپارلمان رئيس اودمملکت دجمهور رئيس خبري يودبل سره په تضاد کي وي اوهمدا ډول ددوی په اصطلاح  دمجاهدينو رهبران  هر يوځانته  يوڅوک اودمملکت په سرنويشت کې مطر ح سړی بولي ،اوغواړي دده نظر دټولو لپاره دمنلو وړ وي . دبلې خوا دولتي ادادرې فساد،دقانون څخه سرغړونه ،دملي شتمنيو تاراج اوډيرو نوروناروا کړنوقانونی بڼه اخيستې ده . زه فکر کوم ددولتي چارواکو لپاره اساسي مسله داينده لپاره دځان غم خوړل دي داچې څوک دچاپه ليکه کښې دريږي ،دوي وايي دادبهرنيانو کاردی  ،هغوي بايد دغه ددوی مخالفين دطالبانو اوترهگروپه نامه نيست اونابود کړی .داسي مې هم اورېدلی دي چې دولتي چارواکي وايي بېغمه گرځه خپله اينه سمبال کړه يعنې پيسې پيداکړه بلډنگونه دلته ياپه بهر کې جوړوه ، آمريکا يان دي خداي لري  گورې يې چې  (( ب ۵۲))په هواکې گرځی مشکل څه دی ؟


پوښتنه   :


افغان ولسمشر ددغسي پېښو پر مهال له ولس سره ژمنه کوې چي دبهرنيانو له مشرانو سره دا موضوع شريکوي او هغوی به له داسي کړنو لاس اخلي ،بهرنيان چي وایي د افغانانو مرستي او همکارۍ ته راغلي دي ، ولي د افغان ولسمشر پر خبره غوږ نه نيسي ؟


ځواب : يوځل بياويلاي شم چې له بده  مرغه  زموږ په هيواد کې مستقله دخپلې ارادې  اونظر خاونده اداره اودولت نلرو.تاسو وگوری دبن په کنفرانس کې هغه  ډلي اودهغوي استازي پر افغان ملت وتپل شول چي افغان ولس  له هغوي نه بېزاروو ،ځکه ئي دطالبانو له بنسټپالي ډک دمنځنيوپېړيورژيم ته غاړه کښېښوده  ،دهمد غوپه حاکميت کې چې دبن دکنفرانس په پايله  کي يوځل بيا دقدرت خاوندان شوه ،دافغانستان غوڅ اکثريت  ته په سپکه ستر گه وکتل شوه ، ددوی تر منځ دقدرت پر سر جگړه کې يوازي دکابل په ښارکې تر ((۶۰))زرو زياتو دکابل ښاريانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ .دکابل ښارپه هره کوڅه  کې پاټکونه جوړ شوه ،سرحدونه وټاکل شوه ،ديوې ناحيې نه پر بلې ناحيې هوايي اوځمکنی گوزارونه کېدل ،دخلکوپه سروکې ميخونه ټکوهل کېده اونوربياپه کانتيبروکې  سوځول کېده .


دغسي کسان بيادآمريکايي پوځ دزورپه برکت دحاکميت څښتنان شول . همداکسان تر عبوري دورې وروسته دانتخاباتوترنامه لاندي  بياهم په دولت کې غوښن ځاي لري . ددې پر ځاي چې له دوي سره حساب شوی واي  دوی واک ته ورسېدل ،دوي د همدې موقع نه په استفادې سره ئي بيا په ولس کې خپلې ريښې وځغلولې،اوس کله کله  کرزي ته هم اخطارونه ورکوی  اوپربهرنيانوهم  ناغېړی کوي . پدې دليل ددې کسانوڅخه دافغان ولس دحقوقوددفاع طمع  او ارزو هغه خوب دی چي  هيڅکله نه رښتياکېږي . دبلې خوا دايونړیوال سياسي اصل دی هيڅوک بيله دېنه چې خپله گټه ئي نه وي دبل لپاره ځان  نه قربانوي  . هر بهرنۍ هيواد په هرنامه  چي افغانستان ته راغلي دوی خپلې گټی اومعينې موخې لري ،په همدې خاطر له همدې ادارې نه په ټول ځواک سره ملاتړکوي . داپه مطبوعاتو شکايتونه اوسرټکونې دافغان ولس اونړيوالوعامو خلکو دغولونې لپاره کوي،دېته دژورناليزم دپېچلو برخونه په استفادې سره خپلوموخوته درسېدولپاره تاکتيکی لوبه واي .


دلته پدې غم لړلې  هيواد کې دنړيوالوسیاليودسطرنج  سياسي اوپوځی لوبه روانه ده ،دوي په خپلو کې ښه پوهېږي چې څه وکړي ،دچافيل وخوری اودچاپياده .


پوښتنه   :


ستاسو په نظر بهرنيان او افغان دولت کوم ګامونه بايد پورته کړي چي د ولس تر منځ يې راپيدا سوی واټن راکم کړي ؟


ځواب : لومړی به ئې  له بهرنيانو څخه پيل کړو.


زه پدې  خپله ښه پوهېږم چې دوی په هره برخه کې ماهران  لري ، زمالپاره دامشکله اوزمادمسلک نه به ليري خبره وي چې  زه په ټولو اړخوکې بهرنيانو ته مشوره ورکړم  .خودلږ معلومات له مخې په لنده توگه دومره ويلاي شم چې په افغانستان کې ددوی اوسنی سياست اوجنگی ستراتيژی  به ددوی دخوښۍ برياوي له ځان سره ونلري .  افغانستان داسي يو هيواد دی چې دهغه مقايسه کول دنړی دبل هيوادسره لويه  تيروتنه ده . دلته په زورکلی نه کېږي  .داوطن دسوله ايزو پروگرامونو له لاري جوړېداي او ټيکاو راتلاي شی،افغانان په زور نشي خپلېداي .


رښتيا خو داده لکه چې ماوړاندي ورته اشاره وکړه ددوي ددې دولت خښته له سره کږه اوپر خپل سر کښېښودل اوس به دا ديوال تر آسمانه کوږ وي  زموږ دهيواديوستر عالم پدې هکله ډير ښه ويلي :


سنگ اول چون نهد معمار کج             تاثرياميرود ديوار کج


بهرنيان  اړ دی تر خپلې حمايي لاندي حاکميت تر راتلونکو ټاکنوپوري وساتي ،اوپدغه موده کې


 ….  مرکه ادامه لري ، دا ځای کليک کړئ