کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کې دساينس پوهانو ټولنې خبرتیا

په جرمني کې دساينس پوهانو ټولنې خبرتیا

ليکوونکی :


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  (  جرمني) 


نيټه : ١-٣١ – ٢٠٠٨ 
 


دروان ٢٠٠٨ز کال د جنوري میاشتې پر ٢٦  نيټه په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له لوري د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په وياړ  يو علمي سيمينار د جرمني په ( هورت ) ښارکې جوړ شو . په دغه علمي سيمينار کې يو پريکړه ليک دوړانديزونو په توګه هم تصويب شو.


په جرمني کې دساينس پوهانوټولنه  د افغاني کلتوري ټولنو دګډې جرګه ګۍ له لوري د جوړې شوې څيړنغونډې د پريکړه ليک په تړاوخپل بشپړ ملاتړاعلان کوي . 
 


په دې اړوند موږلازمه ګڼوچې خپل دريځ نورهم څرګندکړو:


ديونسکو  ( دملګرو ملتودښوونې،علم، فرهنګ ټولنه)  اصلي موخه داده چې  ديوې خوا په نړۍ کې ماشومانوته په مورنۍ ژبه  د زده کړې شرايط برابرشي اودبلې خواداقليتونوژبې  ديوه نړیوال کلتوري ميراث په توګه خوندي و ساتل شي  . داځکه چې دنړۍ په ډيرو هيوادونوکې چې داکثريت ژبه رسمي اوملي ژبه ټاکل شوې ده دپاتې نوروژبوپه پرتله دومره علمي اوکلتوري پرمختګ کړیدی چې په پايله کې  داقليتونوژبې مخ په ورکیدودي .  


  خوپه افغانستان کې نوموړې پروسه دسل ګونوکالونوراپدې خواسرچپه روانه ده. داپه دې مانا چې که څه هم دپښتوژبه  په هیوادکې دمطلق اکثريت ژبه ده خوبياهم د يوه محکومې ژبې په توګه  لاتراوسه پاتې شوې ده اوحتې مخ په ورکیدوده . په داسې حال کې چې داقليتونوژبې په تيره بیا دري ژبه تر پيړيو راهيسې په هیوادکې  مطلق حاکمیت لري اونور هم پرمختګ اووده کوي .


په اوسني وخت کي افغانستان په نړۍ کي يوازنۍ هيواد دی چې د ټولنې غوڅ اکثريت قوم يې د خپلورښتې او حقونو لپاره هلي ځلې کوي . معمولاً خو داسې وي ، چې اکثريت قوم اقليتونو ته د هغوی حق نه ورکوي او اقليتونو ته ددې اجازه نه ورکوي ، چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي ( لکه اېران ، روسيه ، پاکستان ، ازبکستان  او نور د سيمې هيوادونه ) . خو په افغانستان کې خبره سر چپه ده او مطلق اکثريت قوم د خپلو ابتدايي حقونو د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کوي ، چې په رښتیا سره د حيرانتيا او غوسې وړ خبره ده .


زموږ په اند په دې کار کي ترټولوزياتره ګناه په خپله د پښتنوده . داځکه چې د افغانستان په لږڅه ټول تاريخ کي  واکمنان پښتانه وه، خو هغوی د پښتو ژبي لپاره هيڅ خدمت نه دی کړی او زياتره خپله هم په خپله ژبه نه شوای ګړېدلای ، ليکل خويې لا هلته پرېږده . ځکه نو دوی ددې لپاره کار نه کاوه ، چي پښتو ژبه دي رښتينۍ رسميت پيدا کړي . له بلې خوا څرنګه چې دپښتنوعام ولس فرهنګي شعور لاتراوسه  محکوم ساتل شوی  نوهغوی هم خپلي ژبي ته په ډېر ارزښت قايل نه دي .


د پښتو ژبې او پښتنو په وړاندې د ځينو لوړپوړو دولتي چارواکو ددښمنۍ نه ډک چلند ډېر پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي یې د حکومت نه ډېر ناراضه کړيدي او ددوی دغه نارضائيتي کولای شي د افغانستان پراوسني پوځي ـ سياسي حالت ډېره ناوړه اغيزه وکړي او کولای شي د خلکو د همکارۍ کچه ډېره ټيټه کړي .تروريستان او د حکومت وسله وال  مخالفين کولای شي ددوی ددغه نارضائيتۍ نه ګټه پورته کړي او هغوی هم د حکومت پر ضد کارونو ته وهڅوي .ځکه نو هم ډېره اړينه ده چي دغه بې عدالتي له مېنځه ولاړه شي او ددغه ډول ناوړو پايلو مخه ونيول شي .ددغي بې عدالتۍ د لېري کولو لپاره يو منظم پلان جوړ شي او د هغه له مخي ګام په ګام مخ ته ولاړشو(٤) .  
 


دپښتون په کوردظلم اوربليږي


 ابراهيم غوندې لويدلی دی سره اورته


غم نتلی راوتلی یم له کوره


                      غمونه مې راوړي دي ستا کورته 
          (حبیب الله رفيع) 


په جرمني کې دساينس پوهانوټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب  
پوهنوال ډاکترنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ


مأخذونه :


١- خدای بښلی ډاکتراسدالله بها : افغان ولس ، لومړی ګڼه، ٢٠٠١ م کال


٢- The Ethnic composition of Afghanistan ,peschawar 1998


٣-  Unesco INF 9/88 p.133


٤-  لیکوال : انجينرذکر يا ) دبينوا ويب پاڼه   ٢٠٠٦ زکال)