کور / کره کتنه / مصلحت چې زردارانو سره نه کړي

مصلحت چې زردارانو سره نه کړي

دطايرځلاند دشاعرۍ په لوستلو سړى فکر واخلي چې دادومره کم عمر او دومره زيات حساسيت ؟ دى ژوندى څنګه دى .لمبه شوى . ايرى شوى ولۍ نه دى؟ يقينا چې همداسې به شوى و خو که شاعر او فنکار نه وى . او شاعري يې دخپل احساس اوجذبې داظهار وسيله نه وى ګرځولى .شايد داحساس هم دغې اذيت او دجذبې همدغه شدت شاعر کړى او قتليدو نه يې بچ کړى دى بلکۍ ورته يې دفکر اونظر په حواله يو دردمند زړه او روښانه ذهن وربحښلي او داسۍ يۍ ديو واضحموقف قلمکار ګرځولى دى . چې تشه شاعري يۍ دتعارف وسيله نه ده ، بلکې دحسي تجربو په تخليقي عمل کې دبدليدو په تناظرکې دخپل ذمه دارارنه ،فنکارکردارتعين کول يې دخپل شناخت معتبره حواله ښودلې ده

طائره تعارف لره هندارې ضرور نه دي
څرګند شي بس چې څه دى له خيالاته هروګړى

هم دغه يۍ دشاعرۍ حقيقي روح او دشخصيت ريښتونى عکس دى چې شاعر يې دځان په حقله کرښو کې تصديق او اعتراف کړى دى چې زه يې دشاعرۍ دمطالعې او تجزيې په رڼا کې دخپلې تنقيدي رايې تائيد ګڼم . ځکه چې زه يې دادب دنقادانو ددې وينا په عملي اهميت او سماجي حقيقت پوه يم چې ادب دشخصيت داظهار نوم دى . او دغه شخصيت دخپل فطري انفراديت باوجود دخپل ماحول او سماجي جوړښت ترجمان .عکاس او نماينده دوي ځکه دا اظهار مجرد نه وي بلکې دخپل چاپيرچل دحالاتو او واقعاتو دعکس و نقش په زاويواو رويودتشکيل او تکميل مرحلې سرکوي،

حقيقت هم دا دى چې فن او شاعري دشخصيت نه دفرارنوم نه بلکې دشخصيت داظهار نوم دى دا اظهاراو اقرار دطائرځلاند په شعرفن کې صفا جوت دى چې شاعردذات او دهغه دفکري کائنات څرګندونه او پيژندنه کوي چې په فنکارانه خلوص او منصبدارانه ديانت دخپلې خاور او اولس ترجماني او دمعروضي حالاتوعکاسي هم کوي داسې دخپل ژوند سماجي رشتو او پيداواري تعلقاتو په فکري او فني حواله نمايندګي يې دشخصيت برخه وګرځي په فن کې دغه دشخصيت داظهار مسئله بللى شي چې دفنکار دذات او فکري کائنات نه بيل او بدل هيڅ کله نه وي څنګه چې دامريکې يو روښان فکره باشعوره او باضميره شاعر والټ وائټمين وايې ،

[محض دتخيل او دلفظونوراټولول دفن او شاعري نه ده بلکې ديوشاعراو فنکاردپاره دژوند اوکوټلوحقيقتونو څخه اګاهي بې حده ضروري ده ،]

او داځکه چې تخليق يو سماجي عمل دى چونکې ادب په خلا کې نه تخليق کيږي او شاعر اديب او فنکار په يوه مخصوص سماجي چوکاټ کې ژوند کوي او هم هلته تحليقي شعورمومي تخليقي عمل کويا دخپل چاپيرچل نه اثراخلي چې څه ويني او محسوسوي نو دهغې اظهار په خپله تخليقي شعور او فني صلاحيت په داسې هنر ،خلوص او ديانت کوي چې تخليق او فن يې نه يوازې دژوند ائينه وګرځوي بلکې شخصيت داظهار دهغه دنظراو نظريې دپرچار وسيله او ذريعه هم ثابت شي او دادب دپاره دژوند دمفکورې اوموقف ملګرى او علمبردار وبلل شي ، چې دطايرځلاند شاعري يې يوواضح مثال او مصدقه ثبوت فراهم کوي ،

+او طائر ځلاند يې په خپلو وړومبو خبر وکې تائئد او تصديق کوي

د طايرځلاند شاعري يواځې د هغه د درديدلواحساساتوترجماني نه کوي بلکه د هغه د عهد اوسماج د معروضي حقايقو تاريخي او ساسي عکسونه هم لري،چې دجنګ جبر او جهل په تيارو کې يې خلک ورکړي دي اويوبل سره يې په پټوسترګو په شر اخته کړي دي دتهذيب او تمدن په ځاى يې وحشت او دهشت راخور کړى دى، داستسمار او استعمار په پنجه کې يې انسان او انسانيت ذليل کړى او رسوا کړى دى ،کلاشنکوف کلچر او درک مافيا دژوند اعلي قدرونه پايمال کړي او په زور ظلم او جبر بنيادي انساني حقوق عصب کړي دي، چې دمکالمې جمهوري کلچر يې هم له منځه وړى دى په دغه بدرنګه او بې ننګه منظر نامه کې طايرځلاند شاعري کوي په غم او فکر کې ډوب دزړه درد ته ژبه ورکوي. او ژوبل ژوبل احساس ته قوت وربخښي يوخوا دخپل احساس ترمخه دتاريخ جبر چلينج کوي او بل خوا دخپل شعور په رڼا کې دخپل احتيار وسله لټوي ،چې دبدلون او سمون په جنګ کې يې په کار راولي دشاعر په لړمون او بين السطور کې ې همدغه جذبه کارفرما ده او په واضحه داميد څراغ نومي نظم کې غزونې او سرغړونې کوي، چې دفکر سفر پته ترې لږي .ولې دمزل لارې يې نااشنا او نامالومه دي ، بيت

په دې اميد په دې ارمان په سرو سکروټو باندې
يمه روان په نابالده اجنبي کوڅوکې

او زمونږ داشاعر نابلده او اجنبي کوڅوکې ځکه روان دى چې دسماجي ساينس مطالعې ته يې وخت نه دى ورکړى او صرف دزړه اووجدان په لمسه او ډاډ راپورته شوى او روان شوى دى او همدانښه يې هغه په سفر خو دى ولې لاره نه پيژني نابلده اجنبي ورته مالوميږي په خپله عملي سياسي مبارزې نه هم يوڅنګ ته دى ،او دخپل شعر مطابق سياسي لارښود هم نه لري .شعر

هسې دې نه وايې داخلک چې هنر نه لري
پښتانه هرڅه شي کولى خو رهبر نه لري

طايرځلاندچې څه ليدلي او محسوس کړي دي هغه يې لمحه لمحه ديوماهرفوټوګرافرپه شان کاغذته منتقل کړي اومحفوظ کړي دي،چې داحساس اوشعوردشدت او جدت اندازه خو ترکيدى شي ولې په ذهن کې موجود دنوې منظرنامې خدوخالپه کې واضح نه دى، چې لکه دمصوردتخيل دکرښواورنګينو په تخليقي امتزاج او دشاعرداحساس اوشعورپه تعميري مزاج رغيدلى شواو په هغې بنياد اولس خصوصانوىکول دخپل عهددانقلابي شعورپه روزلوديونوي سماجي وجوددقيام خوًبونه ريښتياکولوته دفکروعمل په اتحاد لارې لټولې اوسمولى شوڅه ته،چې زمونږدې زلمي باهمته او ترقي پسندشاعراشاره کړې ده اودمايوسه کيدلونه يې چورلټ انکارکړى دى ،

هنرزده کول غواړي درڼاطلب دپاره
ترڅوبه مونږ اوسيږوپه تياره تياره ماحول کې

اوبيادحرکت جذبه يې څه منطقي جواز لري،
ستوري خو نه يوچې پابندشو ديوې دايرې

مجرمان ولې شو چې مونږه له مداره وځو
شاعردجنګ پرسته قوتونوپه تلسط کې،چې خپل ګيرچاپيره نظروکړي نو بې اختياره غږوکړي،چې

ددې بازار ميلوڅه بل شانې دستور درلوده

ښه ارزاني وه دسرونوقيمتونه نه وو

هم په دغه تناظرکې دحالاتوجبرته داسې اشاره کوي،

داسې محلت کې مې ګذران دې دژوند په ډګر

دورځې کاروکړم دشپې دځان پهره کومه

په يوبل ځاى کې واي چې،

زما رڼارڼاوجود به ترهغې قتليږي

په دې کوڅوباندې ترڅوپورې دشپې لارې وي

په دې لړ کې دخپل محبوب په حواله دخپل غزل ذکرداسې کوي،

ستاپه زلفوکې چې بوى وي دباروتو

تغزل به مې خاصه څه دکلام شي

دغه ماحولياتي اثريې په نوروغزلوکې هم موجود دى لکه ،

له درواځې نه بهرنشته دى امکان دامن

سم دماښامه بندوي خلک ورونه دکور

هريوديوال باندې دکلي تورکارغان دې موجود

سپينوکمترو نه خالي دي ټول برجونه دکور

غرض داچې طايرځلاندپه شاعرۍ کې خپل ماحول معاشره او ژوندډيرپه فنکارانه کمال پيش کړى او اولس ته يې بين السطورکې ددې بدلولواحساس اوشعورورکړى دى. او په څه ناڅه حواله يې خپلې منصبي ذمه وارۍ پوره کړى دى. دطبقاتي معاشره په خپل فطرت کې دظلم.زور.جبراواستحصال معاشره وي،دنابرابرۍ ،بې انصافۍ او بدامنۍ معاشره وي،چې حسن اوصداقت په کې زورولى او چخڼي کولى شي چې هيڅ يوحساس بنيادم خصوصا شاعراو فنکاريې هيڅ کله هم نه شي برداشت کولى،ځکه طايرځلانددسرمايه دارانه رشتومخالفت او دسرمايه دارانه ذهنيت غندنه کوي سرمايه دارانه نظمام او سامراجي هتنکډې دانساني شرف اوتهذيبي قدرونو توهين اوتذليل ګڼي اودجمهوري کلچراو داظهار رايې دازادۍ ارزومنددى ځکه په دې حقله خپله تجربه داسې بيانوي،

مصلحت چې زردارانو سره نه کړي

سرعام به خود زما فکر اعدام شي

ديوويشتمې صدۍ هم دغه غوښتنې دي،چې طايرځلاند پيژندلي اوپه خپل شعر کې يې ځاې کړي دي اوورسره په څنګ کې يې دخپلې فکري رويې اوفني زاويې په حواله دخپلو همزولونه ځان له يوځانګړى ځاې پيداکړى دى،خوپه خپلو خبروکې يې دکسرې نفسى نه په کاراخيستو دپښتوپه روان شعري بهيرکې دخپل مقام په ټاکلويوسواليه نشان مخۍ ته اودرولى دى چې زماپه خيال دتجاهل عارفانه يوه ښکلې رويه ده او هم دغه ورسره ښائي،خو راتلونکى وخت اودادب نقادان به يې اعتراف ضرور کوي ،دشاعردا انفراديت او په دومره کم عمرۍ کې دفکري بلوغت اوفني جدت اظهارپه خپل ځاې خو بياهم دخپل عصردشعري روايت نه يې ځان بيل کړى او بې برخې کړى نه دى خصوصاد درويش دراني اثرنه بچ نه دى پاتې شوى ؤ دهغه دفني اسلوًباو فکري رويې انعکاس په کې واضح دىطايرځلاندچې کوم تياره تياره ماحول کې په ژوبلاحساس کوم تخليقي شعورسره دادراک اواګاهۍ کوم عذابنه تير شوى دى هغې دهغه دمنزل په تعين کې بنيادي کردار اداکړى دى او په دغه لاره دسفر دتخليقي تجربو، نه په تيريدويې چې کوم انتقادي حس او علمي شعوراخستى دى هغه دادب اوژوند دجدلياتي رشتې په بنياد ترقي پسنددىځکه شاعري يې دترقي پسند ۍ اهمه تقاضې پوره کوي

دطايرځلاندپه فکرونظراو تخليقي عملکې دهنرصناعي اومهارت خو شته ولې مصنوعيت او رياکاري په کې نشته هغه چې دسماحي ژوند څه مشاهده کړې ده او په خپله کوموتجربونه تير شوى دى هم هغوورله نظرزاويه اوشعري رويه متعين کړې ده چې دهغه دتخليق لهجه اوشناخت ذريعه ګرځيدلې ده يقينا چې دې کې دهغه خپله دعلوم وفنون مطالعه دهم عصرادبي هلوځلوجايزه خصوصادترقي پسندادبي تحريک نه فکري استفادههم شامله ده چې يې نظرته وسعت بخښلى اوذهن روښانه کړى دى اوورته يې دابهام دتيرو نه بهر تازه هوا او پرانستې فضا‌ء کې دساه اخستو زمينه برابره کړې ده اوشاعري يې په مجموعي ډول دحقيقت نګارۍ داسلوب نماينده ګرځولې ده

دفکر و نظراو بيان و اسلوب دى تخليقي تجربوزمونږدامنور شاعر په هره حواله معتبر کړى دى غره دې نه شي او له نظره دې نه شي ديوويشتمې صدۍ په شعري بهيرکې به يو لويې نوم او اهمه خواله لري خو که ژوند ورسره وفا وکړه تزحپلې لارې نه اخوا ديخوا نه شو ګنې هسې خو نن هم

دسپين غر په غزلزار کې دجدت چې انګازې دي
دا اواز ستادې طايره دلته ستا دغزل راج دى

پاى