کور / شعر / غزل

غزل

ستادسترګو په ائینوکې دخپل غم تصویر ته ګورم
رانه مه اړه وه سترګې نن مې سم تقدیر ته ګورم

څو شیبې موټي کې ټینګې لږ راونیسه نصیبه
په ګډا يې نن په شونډو دخپل خوب تعبیر ته ګورم

ګونګې کرښي دورغوي راته نه وايي حالونه
چې ترڅو به مې دهیلو لوټ تالا بهیرته ګورم

راشه دومره خمارونه دوصال وزبیښو دواړه
چې نه ته په ګنا بند يې اونه زه تقصیر ته ګورم

دهڅانداحساس مزل دې په فضاکې نه ځائیږي
بس په پښوکې دې حسنه دغربت ځنځیرته ګورم