کور / راپور / دميدان وردګو ولايت د تيرو ۳ کلونو کاري رپوټ او نوی پلان

دميدان وردګو ولايت د تيرو ۳ کلونو کاري رپوټ او نوی پلان

د ميدان وردګو ولايت چي د پلازميني کابل لويديځ خواته په تقريبآ شل کيلو متري کي پروت دی يو له نسبتآ ارامو ولايتونو څخه شميرل کيږي ، ددې ولايت د يو شمېر اوسيدونکو په وينا که څه هم نوموړی ولايت سږ کال په لومړيو او نيمايي کي د يو نا امنيو د ځينو پېښو شاهد و خو په تيرو څو کلونو کي په دې ولايت کي زيات شمېر د بيا رغاوني پروژې تر سره سوي دي .


د نوموړي ولايت د تيرو دريو كلونو د كاري رپوټ او د راتلونكو دوو  كلونو پلان او تخميني بودجې په اړه د ميدان وردګو ولايت د والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د مطبوعاتي كنفرانس غټ ټکي د نوموړي ولايت د مطبوعاتي څانګي له خوا لراوبرويبپاڼي ته رارسيدلي چي په دې ډول دي :


دبيارغونې په چارو كې ددريو كلونو راپديخوا د(يونوي ميليونه اوه سوه- څلورڅلويښت زره- اته سوه يونوي)  ډالرو په ارزښت په مختلفو برخو كې ټولګټې پروژې او دولتي تاسيسات جوړشوي او يا هم تر كار لاندې دي 


د تېرو دريو كلونولاسته راوړنې: 


د كوكنارو د نه كرلو په برخه كې :


يوازې په ۱۳۸۳ كال كې د ټول ولايت په كچه ۶۷۴۰ جريبه ځمكه كې كوكنار كرل شوي ؤ.


خو له نيكه مرغه زموږ د زياتو هلو ځلو او دعام ولس د بيدريغه ملاتړ له كبله د دريو كالونو راپديخوا ددې ناروا او بدنام بوټي كرل په مطلقه توګه بندشوي دي او دميدان وردګو ولايت الحمد الله اوس دكوكنارو له وجود څخه يو پاك ولايت اعلان شوى دى ددې په بدل كې دميدان وردګو په ولايت كې  دلومړي ځل لپاره دپنځه لكه ډالرو په ارزښت شنې خونې جوړيږي – او هم به ديو ميليون ډالرو په ارزښت نورې ټولګټې پروژې پلې  شي .


پدې ولايت كې موږ نه يواځې دكوكنارو كښت بندكړى بلكه دمخدره موادو دقاچاق او توريد په برخه كې هم ځانګړي تدابير تر لاس لاندې نيولي .


په تير كال كې دامنيتي او كشفي ارګانونو لخوا ددېارلس كېلو ګرامه په اندازه هيرويېن نيولي چې دقانوني پړاووو ترسره كولووروسته دځانګړي هيئت لخوا په عام محضر كې وسوزول شول .




  • دډاياګ پروسه په ميدان وردګو ولايت كې په نورمال ډول روانه ده  تراوسه ۶۰۰ څخه زياته درنه اوسپكه وسله او په سلګونو ټنه مهمات ترلاسه او دډاياګ كميسيون ته سپارل شوي دي .

دبيارغونې په برخه كې :


دبيارغونې په چارو كې ددريو كلونو راپديخوا ډيرې برياوې لاس ته راغلي په ځانګړي توګه په تېرو دريو كلونو كې د(يونوي ميليونه اوه سوه- څلورڅلويښت زره- اته سوه يونوي)  ډالرو په ارزښت په مختلفو برخو كې ټولګټې پروژې او دولتي تاسيسات جوړشوي او يا هم تر كار لاندې دي چې په لاندې توګه دي.




  • په دريو كالونو كې د(اته ميليونه نهه ويشت زره- دوه سوه-څلورنوي) ډالرو په ارزښت دولتي ودانۍ پاركونه سپورت كمپلكس د ادارو ترمنځ دسړكونو پخول او نور دولتي تاسيسات نوي جوړ او ځينې هم بيارغول شوي چې پدې كې دنرخ دايميرداد- جغتو- سيداباد او چك ولسواليو اداري كمپلكس ودانۍ او دولسوالانو او امنيې قوماندانانو هستوګن ځايونه شامل دي.

ديادونې وړ ده چې په ميدان ښار كې ترسره شوي كارونه دماسټر پلان له مخې عملي شوي دي .




  • دكليو اوپراختيا رياست دملي پيوستون له لارې (يوزر اويوڅلويښت) شوراګانې جوړې شوي چې مجموعي بودجه يې

(شل ميليونه -اوه سوه څلويښت زره -اته  سوه څوار لس ) ډالره تخمين شوي تراوسه ددې پروګرام له لارې ۵۶۰ يوشپيته بيلابېلې پروژې بشپړې اود ۶۱۶ پروژو كار دبشپړيدو په حال كې دى  چې پدې كې دسركونو پلونو ويالو- كاريزونو بريښنا جنراتورونو ،زراعتي وسايلو برابرول او نورې ډول ډول پروژې شاملي دي.  


دپوهنې په برخه كې :


دميدان وردګو ولايت په كچه ۲۶۷ بابه ښوونځي په لاندې ډول موجودي دي




  • ليسې   ۵۲ بابه         له دې جملې څخه   ۲  يې ښځينه ليسي دي


  • منځني ښوونځي : ۶۹ بابه دي  له دې جملې څخه يې۶ ښځينه دي


  • لومړني ښوونځي  ۱۴۰ بابه دي له دې جملې څخه ۳۳ ښځينه دي .

دنوموړو ښونځيو زده كوونكو شمېره ۱۲۷۰۰۰ تنه چې لدې جملې څخه يې ۲۳۰۰۰ شځينه زده كوونكې په زده كړه بوختې دي.


همداراز ددې ښوونځيو دښوونكو شميره ۳۰۸۳تنو ته رسيږي چې له دې جملې څخه ۱۳۷ تنه شځينه ښوونكې دي .


دتيرو درې كلونو راپديخوا تراوسه د۶۶ بابه ښوونځيو ودانۍ نوې جوړې شوې او  دځينو كار يې او س هم دوام لري.


  دپوهني په برخه كي په ټوليز ډول (نهه ميليونه پنځه سوهڅلوراتيا زره- څلورسوه اوه څلويښت ) ډالرپه مصرف رسيدلي په دي كي دښوونځيو دودانيو جوړول دښوونځيو داحاطو جوړول او دزراعت دمجهزي ليسي جوړول او په  ښوونځيو كي دصحي اوبو څاګان ايستل شامل دي . 


دروغتيا په برخه كې :


دولايت په كچه څلور روغتونونه- يو دمعتادينو روغتون – ۹ دسي ايچ سي كلينيكونه – ۲۵ د بي ايچ سي كلينيكونه او ۱۰ روغتيايي سب سنترونه موجود دي


دصحي خدماتو عرضه په ټول ولايت كې په نورمال ډول روانه ده .


دتيرودريو كلونو راپديخوا (ددوه ميليونه – دوه سوه پنځه ديرش زره – څلورسوه ) ډالرو په ارزښت روغتونونه او كلينيكونه جوړ او ځينې يې هم په اساسي ډول رغول شوي دي . 


دكرنې په برخه كې:


پدې برخه كې (درې ميليونه -نهه لكه يوزره او يوسل اواته ويشت) ډالرو لګښت كارونه ترسره شوي دي – پدې كې دكرنيزو وسايلو- كېمياوي سرې اصلاح شوي تخمونو دسړوخونو او نورپروژو جوړول او همداراز په ميدان ښار او سيداباد كي ددوو لويو سړوخونو جوړول شامل دي.




  • داوبودسيستم درغولو په خاطر د(يوميليون څلورسوه- دوو لس زره شپږسوه او دوه څلويښت ) ډالروپه لګښت كارونه ترسره شوي پدې كې دبندونو جوړول دكاريزونو اوويالو جوړول اوپاكول او همداراز داستنادي ديوالونو جوړول شامل دي .

په فرهنګي برخه كې :


دتيرو درې كلونو راپديخوا په مركز او ولسواليو كې د ۱۱ فرهنګي مركزونه  جوړې شوې دي ، زياتې فرهنګي غونډې ترسره  او همداراز دتاريخي او مذهبي ورځي په ډيره ښه توګه دځانګړو مراسمو په ترڅ كې نمانځل شوي دي .


په فرهنګي برخه كې د(څلوسوه – نهه ديرش زرو) ډالرو په لګښت كارونه ترسره شوي دي چې پدې كې دسيداباد راديو بيارغونه او په ميدان ښار كې دتلويزيون ددستګاه درول او د اته ګونو ولسواليو دفرهنګي مركزونو دوسايلو تهيه كول شامل دي .


دمخابراتو په برخه كې :


دمخابراتو په برخه كې پنځه سوه لس زره ډالرو په لګښت كارونه سرته رسيدلي دي .


پدې كې د GCN-CDMA دسيستم فعالول او ددستګاوو نصبول او په سيداباد -چك -جلريز او په دواړو بهسودونو كې دمخابراتي مركزونو جوړول او ددې مركزونو دتجهيزاتو برابرول شامل دي . 


دسړكونو دجوړولو په برخه كې :


دسړكونو جوړولو په برخه كې د(څلورڅلويښت ميليونه – اته سوه – دوه نوي زره يوسل اويواويا) ډالرو په لګښت سړكونه جوړ او دكار لاندې دي پدې كې دميدان ښار څخه داوني ترغاښي پورې د څلورپنځوس كېلومترو په اوږدوالي دسړك پخيدل دسيداباد څخه داونخي تر دري پورې دنولس كېلومترو دچك دولسوالۍ د پنځه ويشت كېلومترو په اوږدوالي دسړكونو پخيدل او همدرانګه دميدان ښار ديواشاريه شپږ كېلومترو او همدارانګه دچك ولسوالۍ دښار درې كېلومتره دسړك پخيدل او نورپلونه اوسره كونه شامل دي.


ديادونې وړدبولم چې موږ دراتلونكو دوه كلونو انكشافي پلان جوړكړى او له بلې خوا موږ راتلونكى كال دبيارغاونې كال په نوم نومولى هيله لرم چې دخداى ج په نصرت ددې پلان په تطبيق سره ددې ولايت دولايتي ادارې اوددې ولايت دعام ولس په مرسته زياتې برياوې لاس ته راشي . 
 


د راتلونكو دوو كلنو پلان:


هغه پلان چې د ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ كلونو لپاره په پام كې دي


ددې پلان دعملي كولو لپاره دري اتيا ميليونو ډالرو ته اړتياليدل كېږي




  • دامنيت په پرخه كي دامنيتي ارګانونودپرسونل اكمالول او همداراز دوي په پرمختللو وسايلو تجهيزول .


  • دكرنيزو توليداتو ډيرښت او بازارونوته دهغه لار موندنه


  • ښوونې او روزنې ته لار هوارول


  • دكوكنارو د كر مخنيوي او دغه په بديل كې دنورو كښتونو دودول


  • دښوونې او روزنې دكچې لوړول


  • دټول ولايت په كچه دروغتيايي مركزونو دسامان الاتو او تجهيزاتو اكمالول


  • دچاپيريال دوضعې په حالت كې ښه توب


  • دسيمو  اوولسواليو ترمنځ دسركونو جوړول او ولسواليو څخه مركز ته


  • دراستنيدونكواو كډوالو كورنيو ته دژوند دلومړنيو اسانتياوه برابرول


  • په ولايت كې ددېني زده كړو دپرمختيا لپاره كاركول


  • دولسواليوترمنځ دارتباطي اړيكو رغول


  • دچك دبريښنا دبند په رغولو سره دميدان وردګو ولايت اوسيدونكو ته دبريښنا رسول.


بودجه:


دميدان وردګو ولايت د افغانستانت ددريمو درجو ولايتو څخه شمېرل كېږي فعلا په ميدان ښار كې ۲۳ رياساتونه او ۲۰ مديريتونه موجود دي په دې سربېره  دامنيتي قوماندانۍ. دملي امنيت رياست،  دملي اردو قطعه دائتلاف دقواوو مركز هم موجوديت لري اوهمداراز پدي ولايت كې د تركېې دبيارغونې ټيم دبيارغوني په چارو كې مرسته كوي .


په توليز ډول دټول ولايت په كچه د (۸۰۰) څخه زيات دولتي كاركوونكي موجود دي – چې له دي جملي څخه تر اوسه ۱۱تنه دادارو ريېسان او امرين او همداراز د ۱۵۰ تنو په شاوخواكې دولتي مامورين دازاد رقابت له لاري په دندو ګمارل شوي دي .