کور / کتاب / د لياقت تابان كتاب چاپ شو

د لياقت تابان كتاب چاپ شو

 


په جنوبي پښتونخوا كوټه كې د لياقت تابان كتاب چاپ شو.


د پښتو ژبي د څوان ليكوال، شاعر، او اديب ، ښاغلي لياقت تابان [ د شيدا او حنان پرتليز جاج ] نومې ټولګه تازه له چاپه راووته .


دا كتاب د پښتوژبي  د دوو نازك خياله شاعرانو كاظيم خان شېدا، او حنان باركزي د فن او شخصيت د تقابلي پرتلې په حواله ليكل شوى دى .


په پښتو ژبه او ادب كې دا لومړى كتاب دى چې په دې موضوع باندي ليكل كېږي، دا كتاب كم و زيات 600 مخونه لري .


په دې كتاب كې په اسلوبياتو ، جمالياتو، اسلامي اصطلاحاتو ، فلسفه ، او نورو پوهنيزو او سندريزو ګڼو لكه زلفي، سترګې ، باړخوګان ، رخسار ، خدوخال ، او داسي نورو ښكلاييزه شيانو څېړه شوې ده چې د كاظيم خان شېدا او حنان باركزي په شاعري كې ډېره سره ورته دي .


 


يادونه : لراوبر ويبپاڼه له ټولو درنو ليکوالو ، کلتوري او ادبي ټولنو او خپرندويو موسسو څخه هيله کوي چي کله چي د کتاب خبرتيا موږ ته راليږی نو د لږ تر لږه د کتاب د پښتۍ عکس او د ترلاسه کېدو پته هم ورسره وليکي .