کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ســنډاخو بيا پړى شكولى … كرزيه ته مسؤل يې!؟

ســنډاخو بيا پړى شكولى … كرزيه ته مسؤل يې!؟

د محمد امين بسمل رالېږنه


 سنډا خو بيا پړى شكولى*** چوپانه ساته چې دې سوري نه كړي ډارنه


۰۳ـ۰۲ـ۲۰۰۸


گرانو هېوادوالو او نړېوالو !


په مسؤليت سره ليكم چې دبن كنفـــــرانس يو اړخيزې پرېكړې وكړې،داځكه چې دسيتميانو په استازيتوب  يونس((غيرقانوني))،ستار سېرت اونورو يې په يوه موزه دوه پښې منډلې وې او دمسكو په لارښوونه په مخ تلل،دالمان دولت ډېرخوشبين ؤ چې گوندې هرڅه به سم اودبن دكنفرانس پرېكړې به عملي شي خوداسې ونه شول له دې سره سره چې هرڅه دشمالي ټلوالې په گټه فيصله شول،كرزى صرف دسيمبول په ډول په چوكۍ سپورشو او پښتانه دطالبانو په تور له پامه وغورځېدل.


هيڅ دولتي واك ورنه كړشوهسې څو تش په نامه پښتانه يې ورسره سنجاق كړل البتـه داپه داسې حال كې چې دهيوادډېرى هم پښتانه جوړوي،په هرصورت په هغوپرېكړو به موسرنه درخوږوم خوبياهم په داشپږوكلونوكې هيڅ ډول پرمختگ ونه شو او مخ په ښكته روان دي داځكه چې شمالې ټلواله دتل په شان له مســكو سره سريښ ده او په سيمه كې دتهران اواسلام ابادپه مشورو وضع كړكېچنوي ترڅو د نړېوالې ټولنې ټولې هڅې ناكامې اومسكو بيا په سيمه حاكم كړي، د طالب په نوم څو کسان  اى .ايس.اى روزلي چې په پښتون مېشتوسېمو كې ستونځې جاري ساتي،كه چېرې واقعاٌ طالبان په خپل واك اورښتني پښتانه واى نواول غچ به يې له شمالي ټلوالې اخيستى ؤ.


څومره طالبان يې په مزار كې  ايره كړل څومره يې په دشت ليلي كې ترخاورولاندې كړل خوتراوسه پورې په اصطلاح طالبانودشمالې ټلوالې يو عادي غړي ته هم زيان نه دى رسولاى،بس بمونه له ځانه څخه تاواو دبې وزله پښــتون په كور ورغورځار شي نو په دې دليل موږ وېلاى شو چې دپښتنو نمايندگي طالبان نه شي كولاى دا هرڅه كرزي ته مالوم دى خو گــونگ پاته دى، په بغلان كې دكاظمي اوورسره ملگرو او بې گناهو زده كوونــكو په بمي الوزونه كرزى ښه خبر دى،په دوبۍ كې دضيا مسعود او قانوني په غلا كرزى نه تنهــا چې خبر دى حتى په جرم كې يې ځان ور سره شريك كړ ، تاريخ به هيڅكله كرزى ونه بښي دا  غله يو په بل پرده سره اچوي ،زمونږ ملي شتمني لوټوي ،زموږ گران او سرلوړى هيواد شرموي او زموږ بې وزله ولس په خاص ډول بېنوا پښـــتون قام دتباهي گړنگ ته ورغورځوي.


قدرمنو لوستونكو!


تاسې باوروكړئ كه دقانوني اوضيا مسعودمســــله دروغ واى نو قانوني به داسې رسوائې په ټوله نړۍ كې پورته كړې وه چې تاسو به په خپله ورته حيران واست،نه مويادېږې چې كله چې دولسمشري ټاكنــــې وې او قانونونې په رسوائي شروع وكړه چې دادگوتو رنگ جعلي دى كرزي چل جوړ كړى او داسې نور بيا كله چې كرزي ورته قران په ژبه وڅاټه چې لا لا ته اوستا ډلگۍ چې هر څه غواړي كولاى شئ خو اوس ما پرېږدى چې په پښتون ولس نورهم لمبې بلې وساتم همداسې وشول قانوني ورباندې دجنگي جنايتكارودمعافيت سنديادگيدړې قباله امَضا كړه فهيم اونورغله يې په انتصابي ډول مقنينه قواوته داخل كړل داماناچې پېشوگان يې په غوښه پهره داران كړل،په تحصلي بورسونو كې يې دپښتنوزامن له برخې بې برخې كړل په خپل ډك دستارخوان يې نهار كېنول په هديرو او ودونو يې بمونه واورېدل، نړيوالو قواوو ته به ستميانوغلت كردنات وركول  ځكه خو اوس عام ولس خوابدى اوناهيلى دى داخولا هاخواپرېږده چې اوس بيا دا غله غواړې چې بياپه مړوسترگوپه ولس ځانونه وتپې اولكه د اور نغري دولس غاړې ته ورولوېږي.


سنډادوستم او سنډا فهيم خو تاسو ته ښه معلــوم دي چې څه لوبې يې وكړې او همدا بيگا شرابي دوستم له نورو نااهله شرابيانو،لنډه غرو، لكه لطيف فدرام او نورو خپلو داړه مارانو سره يوځاى داكبرباى په كوردكابل په زړه شېرپوركې دنړېوالــــــې ټولنې دنظامـــي حضوردموجوديت په صورت كې وروختل اكبرباى يې له خپل كورڅخه وتښتاوه ويې واهه بياپوليسو تر خپله وسه يو څه وكړل راخلاص يې كړ اوس په روغتون كې په بدحالت كې قـرارلري، سپين سترگى دوستم لا وائې چې دادسيسه دكورنيو چارو وزير راته جوړه كړې ياخو هغه بايد له دندې څخه لرې شي اوياخو بايد له ما جناب څخه عفوه وغواړي وا وا كرزيه اوس يې ننداره وكړه چې هم ولس درڅخه ولاړ اوهم ستاپه چوپانه كې ساتلي شرمشانو لكۍ په سر واړولې ته همداسې ښه يې ټول ته گرم يې دا شپږ كله درسره كباب شولو ته كباب شې،تا خواوس خبره صرف ځارنــوالي ته راجع كړله هو!


كومې څارنوالي ته ؟


زه فكركوم چې دثابت بېچاره ورمېږ دا ځل په گلمجمانو ماتوي هغه بل ځل خو دين محمد جرت وربانـدې ورمېږكوږ كړى ؤ، هغه دې دين محمد دوسيه مو څنگه كړله؟هغه دترانسپورټ اودفوايد عامې دوزيرانو قاتلين مو څنگه كړل؟ ترڅو به ته دالوبې كوې خپل ځان ته دې پخپله ماران وروزل!؟


داخو ټوكې نه دي قربان دا داړه ماران به زموږ گران هيواد دخپل هوس او نااهلــي له وجې ټوټه ټوټه كړي دادى نن په شبرغان كې هم دغلوملاتړ له خپل جنايتكارڅخه دمظاهرو په ترڅ كې وشو !؟


ځكه زه ټولو هيوادوالو او نړېوالوته غږكوم چې په بېړه يو نړېوال كنفرانس جوړپه افغانستان كې فورآ اضطراري حالت اعلان ،په ډېرشدت سره وسله والې ډلى بې وسلي اويوه نوې اوسپېڅلې اداره رامينځ ته كړي ترڅوهم نړېوالـې ټولنې ته يوه دې اوړو پزه جوړه شي اوهم زموږ برمته ولس دغلو او لوټمارانو له اسارت څخه وژغورل شي .


په هېوادنۍ مينــه