کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاكستان ولې فېس بوك ويبپاڼه بنده كړه؟

پاكستان ولې فېس بوك ويبپاڼه بنده كړه؟

د مى پر نولسمه نېټه د پاكستان په لاهور ښار كې يوې اعلى محكمې د عامه اړيكو د يوې نړيوالې ويبپاڼې فېس بوك پر كتلو په پاكستان كې ورورسته له هغه بنديز ولګاوه چي د اسلامي حقوقپوهانو تحريك په نوم يوې ډلې له محكمې وغوښتل چي پر فېس بوك باندې د ځينو كسانو له خوا د اسلام د ستر پيغمبر په اړه د رسامۍ يا انځورونو د جوړولو سيالۍ روانې دي چي وايي دا د پيغمبر سپكاوى دى.

د لاهور د اعلى محكمې يوۀ قاضي اعجازاحمد چودري د پاكستان د مواصلاتو ادارې ته امر كړى چي په پاكستان كې فېس بوك ويبپاڼه د خلكو پر مخ وتړي او تر هغه چي محكمې ورته د بيرته پرانيستلو امر نه وي وركړى تړلې وساتي.

سره له دې چي د فېس بوك د تړل كېدو ښكاره علت همدا دى چي پر دې ويبپاڼه باندې ځينو غير مسلمانانو د پيغمبر اسلام د انځورونو سيالي پيل كړې وه، چي د اسلام له نظره د پيغمبرانو د عكسونو جوړولو او خپرول غيراسلامي كار دى.

نن سبا چي نړۍ ډېر پرمختګ كړى دى او د انټرنيټ پرمختللې وسيلې خو نړۍ دومره سره را نيژدې كړه چي نه يواځې يې د خلكو تر منځ د اړيكو پر بنسټ فاصلې را لنډې كړې، بلكې انټرنيټ د بېلابېلو مذهبونو، كلتورونو او بېلابېلو ژبو خلك د يو بل له افكارو خبر كړل، په ځانګړې توګه د فېس بوك په نوم د عامه اړيكو نړيوالې ويبپاڼې خو په دې برخه كې دومره ستر بدلونونه را منځته كړل چي ښايي د انټرنيټ په تاريخ كې يې سارى موجود نه وي، د دې ويبپاڼې په وسيله په نړۍ كې په سلګونو زره انسانان يو له بل سره وصل دي او له عكسونو يې نيولې د يو بل له افكارو، دودونو، ورځنيو هڅو او آن له هر څه د سترګو په رپ كې خبرېږي. په پاكستان كې هم چي ښايي تر نورې نړۍ به انټرنيټ پكې كم كارېږي او يا به ورته سل په سلو كې خلك لاسرسى نه لري، خو كم داسې خلك به وي چي انټرنيټ به كاروي او په فېس بوك كې به خپله پاڼه (اكاونټ) نه لري، په تېره نن سبا په پاكستان كې مېشت ګڼ شمېر پښتانه هم د فېس بوك د پراخ كلي برخه وو او دوى نه يواځې په پاكستان، بلكې په افغانستان او بهرنۍ نړۍ كې له مېشتو پښتنو افغانانو سره د فېس بوك له لارې وصل (Add) وو او نه يواځې د يوۀ بل له ورځنيو فعاليتونو خبرېدل، بلكې له تاريخ، كلتور او ادبه يې نيولې د پښتنو تر ملي سياست پورې يې د ليكليو خبرو او ويډيوګانو په وسيله د خپلو فكرونو تبادله هم كوله.

د فېس بوك يوه بله ځانګړنه دا وه چي د همفكره خلكو له خوا به ځانګړې ډلې (community) هم پكې جوړېدلې چي په وسيله به يې نه يواځې خپل فكرونه او مسايل سره شريكول، بلكې د خپلو همنظرو خلكو د موندلو او را غونډولو يوه ښه وسيله هم وه، خو اوس چي پاكستان فېس بوك ويبپاڼه په بشپړه توګه وتړله، د پاكستان د ميلينونه وګړيو په څنګ كې يې ګڼ شمېر پښتانه هم په داسې سياسي چپلاخه ووهل چي د دوى ټول فعاليتونه يې ور شنډ كړل، د دوى تر منځ موجودې اړيكې او د ملي افكارو او ملي سياست د فعاليت لاره يې پر بنده كړه، زما په فكر دا د پاكستان د استخباراتي ادارو كار دى، چي د انټرنيټ هره ويبپاڼه او د رسنيو هره څانګه تر خپلې څارنې لاندې نيسي. دوى ويره احساس كړه چي پښتنو خو د عملي سياست له لارې په دې هېواد كې ملي خپلواكي تر لاسه نه كړه، مګر پر فېس بوك باندې د پښتنو افغانانو نيژدېكت به دوى ته دا زمينه برابره كړي، چي يو له بل سره وتړل شي او ملي يووالي ته به لاره هواره كړي، نو ځكه يې په چټكۍ سره پر دوى دغه ور هم وتاړه.

او د فېس بوك د تړلو پر دويمه ورځ په پاكستان كې د يوټيوب ويبپاڼه هم وتړل شوه، چي هم د خلكو د ساعتېري يوه ښه وسيله وه او هم يې د وېډيوګانو په برخه كې د خلكو لپاره د ماخذ حيثيت درلود، د چا چي به هر ډول ويډيو په كار شوه، په يوټيوب كې يې د سترګو په رپ كې موندلاى شوه او د يوټيوب ځانګړتيا دا وه چي هر چا ورته خپلې ويډيوګانې هم ور پورته كولاى شوې، مګر تر فېس بوك وروسته يوټيوب هم په همدې تور وتړل شوه، چي ګواكې په فېس بوك كې هم داسې ويډيوګانې خپرېږي چي له اسلامي احكامو سره په ټكر كې وي، چي دا هسې يو پروپاګند دى او دا څرګنده خبره ده چي پاكستان اسلامي مقدساتو ته د سپكاوي په پلمه د فېس بوك او يوټيوب په تړلو سره د پاكستان او د نړۍ په بېلابېلو ځايونو كې د مېشتو پښتنو تر منځ د اړيكو، ملي يووالي او د علمي انقلاب لاره وتړله.

دلته پوښتنه دا ده چي كه په پاكستان كې فېس بوك او يوټيوب اسلامي مقدساتو ته د سپكاوي په پلمه تړل شوې وي، نو آيا د څلرويشت اسلامي عربي هېوادونو، افغانستان، ايران او ګڼ شمېر نورو اسلامي هېوادونو خلك مسلمانان نه دي، هغوى انټرنيټ نه كاروي كه څنګه چي هغوى نه يواځې فېس بوك او يوټيوب تړلې نه دي، بلكې د پيغمبر اسلام د انځورونو د خپرولو په خلاف يې په ښكاره ډول كوم احتجاج هم نه دى كړى، د دې دا مانا نه ده چي هغوى نو له خپل سپېڅلي پيغمبر سره مينه او عقيدت نه لري، بلكې هغوى په دې نظر دي چي د اسلام د مخالفينو په وړاندې بايد علمي مبارزه وشي، هغوى ته د احتجاجونو او د ويبپاڼو د تړلو په وسيله نه، بلكې اسلام په علمي توګه ور وپېژندل شي، چي هغوى بيا نه يواځې د پيغمبر اسلام انځورونه جوړ او خپاره نه كړي، بلكې اسلام د مينې، خواخوږۍ او انساندوستۍ مذهب وبولي او ورته درناوى ولري.

د يوې اندازې له مخې په پاكستان كې پينځه څلوېښت ميليونه خلك فېس بوك ويبپاڼه ګوري، عكسونه، وېډيوګانې، ليكنې او شعرونه پكې خپروي، خو دغه ميلينونه خلك اوس له خپلو دوستانو سره له اړيكو ساتلو په بشپړه توګه بې برخې دي. د دې بې برختيوب تر شا، تر مذهبي علتونو سياسي علتونه زيات دي او د پاكستان پښتون ضد سياست د ترهګرۍ په وسيله د پښتنو د تعليمي ادارو، تهذيب او تاريخ د تباه كولو تر څنګ اوس خپل لاسونه دومره اوږده كړل، چي د انټرنيټ په لړمانه يې هم ور ننه ايستل او پر پښتنو يې د انټرنيټ له لارې هم يو بل ته د نيژدې كېدو او علمي انقلاب لارې وتړلې.

كريم لوراند
karim.lawraand79@gmail.com