کور / راپور / د وردګ محصلینو د فراغت جشن

د وردګ محصلینو د فراغت جشن

د لوی خدای په نامه


۲۴/ ۱۱/ ۱۳۸۶ ه ل ۱۴/ ۱/ ۲۰۰۸ م 


د تیرې پنجشنبې په ورځ چې د روان ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې څلورمه او د ۲۰۰۸ میلادي کال د جنوري ۱۴ نیټه وه د پلازمینې کابل له ځینو پوهنتونونو څخه د ۲۰۰ فارغ شوو وردګ محصیلنو د فراغت جشن د غازي محمدجانخان د ټولنې، د وردګ محصلینو د ټولنې، د وردګو د مشرانو، مخورو، ولایتی مقاماتو، د پوهنتونونو د استاذانو، د هیواد د فرهنګي کړیو او محصلینو له لوري د یوې پرتمینې غونډې په جوړولو سره د آریانا کابل د هوټل په تالار کې و نمانځل شو.


غونډه له غرمې مخکې په یوولس بجو او دیرشو دقیقو د قاري خالد له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې وروسته بیا د هیواد ملي سرود و غږول شو او د هغه په ویاړ د احترام رسمي مراتب په ځای شول. 


پرانیستونکې وینا


د پرانیستونکې وینا لپاره ګل آغا احمدي وردګ ته بلنه ورکړل شوه چې د خپلې وینا په ترځ کې یې د دې پرتمین جشن د جوړیدلو موخه بیان، فارغانو ته یې مبارکي وړاندې او هغوی یې خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته متوجه کړل. همدارنګه احمدي د فارغ شوو کسانو بهیر ته د یوه داسې ځوان قوت نوم ورکړ چې ساری یې نه لیدل کیږي او باید په مثبت لوري د خوځیدو لارښوونه ورته وشي. همدارنګه نوموړي له اړوندو چارواکو څخه هیله څرګنده کړه چې له دې ځوانو استعدادونو څخه د ویجاړ افغانستان او ځوریدلو افغانانو په ښیرازه کولو کې زیاته استفاده وکړي.


د احمدي د وینا یوه برخه د فارغ شوو محصلینو لپاره خپله یوې ترتیب شوې ادبي ټوټې او یوه نظم ته ځانګړې شوې وه چې نوو فارغانو ته یې د ډالۍ په توګه وړاندې او د مجلس ګډونوالو ته یې واوروله. 
 


د غونډې ویناوال:


د غونډې نورو ویناوالو په لاندې ترتیب سره خپلې ویناوې وړاندې کړې:




  • د غازي محمدجانخان د ټولنې په استازیتوب د کورنیو چارو پخوانی وزیر محترم تاج محمد وردګ وینا


  • د وردګو د محصلینو د ټولنې په استازیتوب د محترم محمد هارون حسن وینا


  • د وردګو د ولایت د مقام په استازیتوب د همدې ولایت د ښوونې او روزنې د رئیس محترم عبدالواحد حکمت وینا


  • د کابل پولی تخنیک د پوهنتون د استاذانو په استازیتوب د محترم پوهاند غلام غوث حکیمي وینا


  • د کابل پوهنتون د  استاذانو په استازیتوب د محترم پوهاند ګل رحمن قاضي وینا


  • د وردګو د روڼ آندو په استازیتوب د محترم جنرال ظاهر وردګ وینا


  • د ښځو په استازیتوب د وردګو د ولایت د ښځو د چارو د رئیسې آغلې حمیرا حقمل وینا


  • د مجلس ارزونه د محترم دوکتور عبدالعلي وردګ وینا

 


د ویناوالو په ویناوو کې مشترک ټکي:


د دې جشن پر مهال د زیاتو ویناوالو ویناوې په څو ټکو را څرخیدلې چې لنډیز یې په لاندې ډول د ګرانو لوستونکو لپاره وړاندې کیږي:




  • فارغ شوو محصلینو ته د مبارکیو وړاندې کول.


  • د وردګو د خلکو او محصلینو زیار، هڅو، کوښښ او د پوهې په لاره کې د تکلیفونو د ګاللو او د هغه د قیمتي ارزښت بیانول.


  • فارغ شوو محصلینو ته د علم او پوهې په روښانه لاره کې د ویاړمن سفر د ادامې غوښتنه.


  • له فارغ شوو محصلینو سره د دوی د راتلونکي برخلیک د ټاکلو، دندو او مناسبو فرصتونو ته د لاس رسۍ په لاره کې د مرستو ژمنه او د اړوندو مقاماتو د پاملرنې جلبول.


  • خپلو دیني، ملي، اخلاقي، علمی، ټولنیز او هراړخیز رسالت ته د محصلینو او فارغ شوو کسانو متوجه کول.


  • د علم، پوهې، هنر، کمال او فنونو د زده کړې اهمیت او د هیواد د بیا رغونې په بهیر کې د هغه ونډه بیانول.


  • د مدنې ټولنې د جوړولو، قانوني بنسټونو ته د ټولنې د ګرزیدو، د سولې د ټینګښت، د ملي حاکمیت د پیاوړتیا او ټولنې ته د هراړخیز سمون د راوستلو په لاره کې د علم او پوهې د لارویانو د مسوولیت څرګندول.


  • د ځینو سیمه ایزو ستونزو بیانول، د هغه په وړاندې د پوهنیزو سټو مسوولیت او د محو کولو په لاره کې یې د علمي پرګنو پر ونډه ټینګار.


  • د کیفیت له اړخه او د پخوا په پرتله د وردګو د ښوونې او روزنې د بهیر کمزوري کیدل او د هغه د ځینو عواملو بیانول او داسې نور.

د بري لیکونو او ډالیو ویشل


د وردګ محصلینو د فراغت په جشن کې هغه هغه بري لیکونه یا تحسین پاڼې په فارغ شوو محصلینو باندې وویشل شوې چې د غازي محمد جانخان د ټولنې د مشرتابه پلاوي له خوا لاسلیک شوې وې چې فارغ شوو محصلانو ته یې له مبارکۍ سره یو ځای د لازیاتو د بریاوو هیله څرګنده کړې وه.


پر دې سربیره د فارغ شوو محصلینو لپاره د وردګو او میدان د ولایت د مقام له خوا برابرې شوې  ارزښتناکې ډالۍ چې له یوې یوې پایه رادیو څخه عبارت وې د ډالیو د ویشلو په لړ کې په فارغ شوو محصلینو باندې وویشل شوې.


همدارنګه د ډالیو په لړ کې د جنرال صاحب ظاهر وردګ په زیار په ډیر کم وخت او بیړنۍ توګه هغه تحفې هم توزیع شوې چې د اریبا یا MTN د مبایل تیلفون د کمپنۍ له لوري د یوه یوه سیم کارت، خولۍ او داسې نورو څیزونو په بڼه برابرې شوې وې.


د غازي محمدجانخان او محصلینو ټولنې د وردګو د ولایت دمقام جلالتمآب عبدالجبار نعیمي او د اریبا مبایل تیلفون د کمپنۍ د امنیت د امنیتي چارو د لوړ رتبه مسوول محترم جنرال ظاهر وردګ څخه د زړه له کومي مننه کوي چې له وردګ محصلینو سره یې د خپلې ریښتنې مینې د اظهار له مخې هغوی په قیمتي ډالیو و نازول. 
 


د غرمې ډوډۍ او د لمانځه لپاره وقفه


په پوره یوه بجه د غرمې د ډوډۍ د خوړلو او د ماسپښین د لمانځه لپاره د یوه ساعت د وفقې اعلان وشو او و پیتیل شوه چې د وردګ محصلینو د فراغت د جشن پاتې پروګرام به له اعلان شوې وقفې څخه وروسته وړاندې کیږي.


پیغامونه


د وردګ محصلینود جشن په ویاړ د هیواد د ننه او بهر یو شمیر مینه والو، زړه سواندو، استادانو او پوهانو خپل تیلفوني او لیکلي پیغامونه را واستول چې فارغ شوو محصلینو ته یې د مبارکیو د وړاندې کولو سربیره هغوی ته د پوهنیزې لارې د تعقیب، غوره چارو د سر ته رسولو، خپلو مسوولیتونو ته د متوجه کولو او لا زیات بریالیتوب هیلې پکې څرګندې کړې وې چې نومونه یې په لاندې ډول دي:




  • د امریکا د متحده ایالاتو څخه د پوهاند دوکتور زرجان بها بریښنالیک


  • له کاناډا څخه د ډاکتر جاوید وردګ بریښنا لیک


  • له انګلستان څخه د دوکتور بهاوالدین بها تیلفوني پیغام


  • له انګلستان څخه د دوکتور عبدالولي وردګ تیلفوني پیغام


  • د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه د ډاکتر صاحب فاروق وردګ تیلفوني پیغام


  • د امریکا د متحده ایالاتو څخه د محترم انجنیر محمد سالم صمیم بریښنا لیک


  • د ننګرهار د کلید د رادیو مسوول محترم محمد شفیق همدرد بریښنالیک


  • له کابل څخه د محترم جنرال ظاهر وردګ بریښنالیک


  • له کابل څخه د محترم محمد حامد حلیمي بریښنالیک


  • له کابل څخه د مرسل د اونیزې د مسوولې مدیرې محترمې آمنه مایار بریښنالیک


  • له کابل څخه د محترم ذبیح الله بریښنالیک


  • له کابل څخه د محترم محمد عظیم وردګ بریښنالیک

ملي اتڼ او د جشن د مراسمو پای


د وردګ محصلینو د فراغت د جشن د مراسمو وروستۍ برخه ملي اتڼ ته ځانګړې شوې وه چې فارغ شوو محصلینو او راغلو مینه والو وطني ډول ته د خوښۍ څڼې و غوزولې، د جشن د پای مراسمو ته یې ځانګړې ښکلا په برخه او له دې سره د غونډې د پای اعلان هم وشو. 


د وردګ محصلینو له جشن سره مالي مرستې او ډالۍ


د دې جشن جوړیدل د یو شمیر زړه سواندو اشخاصو د مالي مرستې په وسیله شوني شو د دوی مرسته یا د ډالیو په لړ کې برخه اخیستنه د دې جوګه شوه چې نوموړی جشن په غوره توګه جوړ او فارغ شوو محصلینو ته د خپلو مشرانو د خواخوږۍ عملي نمونې څرګندې شي چې موږ یې له قدردانۍ سره یو ځای په ویاړ نومونه یادوو.




  • د محترم ډاکتر فاروق وردګ مالي مرسته


  • د محترم حاجي وردګ مالي مرسته


  • د محترم پوهاند موسی وردګ مالي مرسته


  • د محترم دوکتور بهاوالدین بها مالي مرسته


  • د محترم دوکتور عبدالولي وردګ او وفا د موسسې مالي مرسته


  • د محترم یما وردګ مالي مرسته


  • د محترم حیات الله وحدت مالي مرسته


  • د محترم انجنیر نوروز مالي مرسته


  • د محترم حاجي عارف مالي مرسته


  • د محترم سمسور مالي مرسته


  • فارغ شوو محصلانو ته د یوې یوې پایې رادیو د برابرولو په برخه کې د وردګو د ولایت د مقام محترم عبدالجبار نعیمي برخه اخیستنه


  • د محترم جنرال ظاهر وردګ او د اریبا د کمپنۍ د ۲۱۰ سیم کارتونو مرسته

د سټیج او ویندويۍ چارې


د وردګ محصلینو د فراغت د جشن په مراسمو کې لاندې کسانو د ویندویۍ او سټیج چارې پر مخ وړې:




  • صبغت الله سپین ویندوی


  • سپوږمۍ وردګ ویندوی


  • اسدالله وحیدي د سټیج د چارو سمبالونکی


  • ګل آغا احمدي د سټیج د چارو سمبالونکی

ضروري یادونه


باید وویل شي چې د وردګو ۲۰۰ فارغ شوي محصلین چې په دې جشن کې راټول شوي وو د کابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې د پوهنتون او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مختلفو پوهنځیو څخه فارغ شوي او بري لیکونه یې لاسته راوړي دي.  


د راپور تهیه کوونکی: ګل آغا احمدي وردګ


د تیلفون شمیره:  0093799833301 


د بریښنالیک پته: , gulaghaa89@gmail.com   gulaghaa@yahoo.com


ویبلاګ: www.worbal.com/wardag


ویبلاګ: www.tolafghan.com/sola