کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ټوپکمار يوځل بيا درديدلو افغانانو ته 1992 کلونه ور ياد کړل

ټوپکمار يوځل بيا درديدلو افغانانو ته 1992 کلونه ور ياد کړل

پخوانی ټوپک ماریوځل بیا۱۹۹۲ کلونه دردیدلوافغانانوته ورپه زړه کړل.)



دتیری یکشنبی په ماښام دشمالی ټلوالی مهم غړی اوپخوانی ټوپک سالار عبدالرشیددوستم دهیوادپه مرکزکې دخپل سیال اکبربای پرکورپه یرغل سره وښودل چې لایې هم په مټوکې په پراخه توګه زورسته اوکولی سی چې دولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدی دمظلومومېرمنواوبی ګناه کوچنیانوپه نس کې خپلی ظالمی ګونډی ووهی .


دګلم جمودغه مشر یوواربیاپخپلې دغې کړنې سره په کابل اودهیوادپه نوروولایتونوکې هغه کلونه چې سپڅلو پیغلو به دخپل پت  دساتلولپاره له لوړمنزلونو څخه ځانونه غورځول ،دمېرمنوسینی به پرې کیدلی ، دژوندې انسانانوپه سرونوکې به مېخونه ټک وهل کیدل ،په هرکورکې به قومندانان واودخلګونارینه تنکې اولادونه به یې پوستوته په زوره بیول اودژوندی انسانانودسرونوپه پریکولوسره به یې دوژل سویوانسانانونڅاوې (رقصونه )ننداره کول (۱۹۹۲)ورپه زړه کړل .


دنومه وړی ټوپک مارله ظالمانه کړنوسره چې ټول دردیدلی افغانان ښه بلدیت لری یواربیاددخپل ځان په وړاندی د خلګوکرکې تازه کړې .


دشمالی ټولوالې دغه ټوپک مار وښودل چې که نن نړیواله ټولنه په افغانستان کې وجودونلری نوبیابه هغه څه ترسره کړی چې په( ۱۹۹۲) کلونکې ېې ترسره کړی وو.


دملی متحدی جبهې ترچترلاندی دپخوانیوټوپک سالارانودډلی دغې خبرې چې واېې د دوستم په وړاندی لاله  وړاندی ددولت له لوری یوه دسیسه جوړه سوی وه هم خپله اصلی څیره یواربیاافغانانوته وښودل .


دهمدغوټوپک سالارانوبرکت وچې یوموټی افغانستان یې ټوټه ټوټه کړ،دافغانانوملی ارزښتونه یې ترپښولاندی کړل ،په میلونونوهیوادوال یې مهاجرت اودربدری ته اړکړل ،دهمدغوټوپک مارانوبرکت وچې نړیوال تروریزم ته ېې په هېوادکې لارپرانیستل ترڅوخپلی ریښی تیتې کړی اوبیل آخره دهمدغوټوپک والوبرکت دی چې  ملی مشران ،علما ،دښونځیومعصوم زده کوونکې اوبې ګناه  هیوادوال موهره ورځ دځانمرګیوبریدونوقربانیان کیږی .


ددوستم دیکشنبې دماښآم کړنه یوه معمولی پېښه نده اودادنړیوالوله شتون سره سره دمرکزی دولت اونړیوالې ټولنې لپاره یوستره ننګونه ده .


ودولت اوپه خاص ډول ولسمشرکرزی ته مووړاندیزدی چې ولس دی په پوره توګه ترشاولاړدی اودټولوقانونی کړنوننګه دې کوې ،نورنوولس ددغوټوپکوال دزغملوحوصله نلری پرخپلوقانونی اوعدلی ارګانونوته زورواچوه چې دیکشنبی دورځی دپیښی کلکی پلټنی وکړی اوتیرې کونکیې ته پوره قانونی سزاورکړی ترڅوپه راتلونکې کې بیادغسی یاغی اوباغی کړنی ترسره نسی .