کور / z_buitenland_news -- 5 / په پولينډ کې د امريکا د توغنديو پر سیسټم د واري ګواښ

په پولينډ کې د امريکا د توغنديو پر سیسټم د واري ګواښ

 

 

د روسيې يوه رسمي مقام ويلي دي چې که په اروپا کې دامريکا دتوغنديو د دفاع د سیسټم يوه برخه په پولينډ کې ځای پرځای سي نوښايي روسيه دغه سيسټم تر ضربې لاندي را ولي .

 

د شين هوا خبري آژانس  خبر ورکوي چې د روسيې د دوما د خارجي سیاست د کوميټې رئيس كنسټاټين كساچف ويلي دي چې په دې کې اوس هيڅ شک پاتې ندی چې په اروپاکې د امريکايي  توغنديو دفاعي سیسټم ځای پر ځای کېدنه د ا يران په خاطر نه بلکه د  ماسکو پر اټومي ځواک باندي د هغوی کنټرول دی .

 

كساچف دغه خبري دهغه څه په ځواب کې بيان کړې چې په دې ورستيو ورځو کې  وارسا او واشنګټن پردې خبره سلا سوه چې په پولينډ کې به دامريکا لس توغندۍ ځای پر ځای کوي .