دلویوجرگواویوطرفه غونډوفرق
زموږتاریخ دجرګوډیرډولونه لرې ، چي ترټولومهمه یی لویه جرګه ده . موږددوه ډوله لوېې جرګې لرو لومړې هغه لوې جرګې دي چي دملې مشرانو، جرګه مارانو، روحانی شخصیتونو ، اومنلواوسپځیلو مشرانو، قومی مشرانو، دیني عالمانولخوا دهیواد په سختوحالاتوکی رابلل کیږې چي داډول جرګی دملې مشردټاکلو ، دملې وحدت دټڼګولو، اوهمدارنګه دخارجي یرغل دمقابلې اویا دکورینوجګړودحل دپاره دداړوخواؤ نه اخیتارترلاسه کوې . پړه ته په ملامت وایی اودفیصلې واک اودولس ملاتړ ورسره وې اویا دکومی بلې ملې ستری پیښی دپاره یی ولسې مشران رابولې . ددی جرګواهمیت ،هدف ،اوفیصلي ډیرښکلې اوزموږوملت اوتاریخ ته دستراعتباروړدي . په دې جرګوکی زوراوزر اواستخبارات ځکه ډیررول نه لرې چي دجرګي دغړوانتخاب دجرګه مارانولخواکیږې نه ددولتی کړیو اواستخباراتولخوا .په اصولې اوحقوقی اودصلاحیت په لیحاظ دي ډول جرګوته موږ ملې دودیزی لوې جرګی ویلاې سو. دي جرګوچي کومي فیصلې کړیدی اوکوم شخیتونه يی ملې مشران کړیدی هغه لمرغوندي ځلیږې
دوهم ډول : هغه لوېې جرګي دي چي دولتونه اوپاچاهانورابللې دي هغه اکثره وخت دیوه قانون دتصویب دیوه مهم قرارداد دمنلواوردولو، اویا واکدارانو دخپل عمرداوږدولو، اویا وخپل واک ته دمشروعیت ورکولو اویا دولتونه دخپلوغلطیونه دخلګودپام اړولو اودولس دغولودپاره یی رابولې ،داډول جرګی همیشه ددزوراوزر ، دچاپلوسانواوجاسوسانوښکاروې ، استخبارات اودولتې کړﺉ ډیرلاس کی لرې دجرګه مارانواوملې خلګوپه عوض چاپلوسانو اوخاینانوشمیرکی ډیروې او ډیررول کی اداکوې . دی ډول جرګوته دولت پالیسې مخکی جوړه کړیوې اودخلګوپه سترګوکی دخاوروراچلولودپاره یوه نمایشۍ ډرامه وې . خوبیاهم داډول جرګی هم زموږپه تاریخ دوهم مقام اوځای لرې . خودي جرګودولتې جرګی باید ووایونه ملې دودیزې لوي جرګې لکه اظطرارې لویه جرګه چي ټولی چارې اوفیصلې یی دلخدارابراهیمي . خلیلزاد . اوکرزي پرلاس وهنو، توطیواودسیسوولاړې وې
دریم : یوطرفه غونډې دي . پرافغانستان باندي دروسی یرغل وروسته یوه بله ډرامه شروع سوه چي دهدف اوتشکیل له مخی موږهغوته چي په حقیقت کی یوطرفه غونډ ی وی دجرګوترنامه لاندې ځای ورکول سو. یوه طرفه غونډې نه دهدف په لیحاظ نه دتشکیل په لیحاظ ، نه داخیتاراتواوفیصلوپه لیحاظ ملې شکل لرې . داسي غونډې یوازې په داخلې جګړودشکیلوډولولخواخپل مخالف لورې ته دخپل قدرت دښودلو، دخپلوطرفدارانودمورال دجګ ولواودخلګودغلودپاره یوډراماتیک شکل لرې . لکه په کابل دببرک کارمل یوه طرفه غونډه ، په پنډې کي دمجاهدینویوه طرفه غونډه ، داستادرباني اهل حل وعقدغونډه یا په کندهار کی دطالیبانویوه طرفه غونډه یا دکرزې صاحب اوسنﺉ مشورتي غونډه دامن جرګه ، داټولې یوطرفه اونمایشی اودخپلوناکامیو، اوغلطیونه دخلګودپام اړولودپاره سیاسی لوبې دي دداسي غونډوهدف اولورې یوازې دولتوته مالوم وی نه ملت ته . خوباید یاد ولرو چي دافغانستان ملې دښمنان ولوکه داخلې دی اویاخارجي دی که دوخت حکمرانان دی اویایی مزدوران دی ټول دلومړي درجه ملې اودودیزوجرګونه سخته ویره لري .
څکه نوکله دجرګوشکل بدلوې ، کله دجرګونوم بدلوې . کله هسی وخت تیروې خوپه هرحال داډول غوڼدې داصلې لویوجرګووحثیت اواعتبار ته سخت زیان رسوي اوداهغه څه دي دیریش کاله زموږ دګاونډې هیوادواستخباراتودلوط جرګوپه ضداودلویوجرګودبی اعتباره کولودپاره دخپلومزدورانوپه ډیرپه زهرولړلې تبلغات وکړه ډیردسیې اوتوطیی یی جوړې کړې هغه یی په دردونه خوړل اوس یی په بل شکل غواړې بی باوره کړې چي هغه دنوم بدلولو ، دشکل بدلولو، دتشکیل بدلولولاره ده خوهیځکله موږهغه جرګی ته جرګه نه سوویلاې چي دجرګه مارانوسره دفیصلې واک ه نه وې اویاددواړولوریواختیاریی نه وې ترلاسه کړې اونه پړه ته مخ ورګرځولاې سی . دکابل په اوسني غوڼده کي اکثریت مطلق دولتي خلګ راټول دې نه ورسره سیاسی مخالفین موافق دی اونه مسلح مخالفین اوزموږپه تاریخ کی کله هم دوه مخالف لورې چی کله یودبل په ضد سنګرکی کښنستلې دي یوبل ته سرنه دي ټیټ کړې ترڅوچي یودریم ګړې اختیارداره قوت ( جرګه ) یی ترمنځ دفیصلې کولواوپریوه ټغردهغوي دکښینولوتوان اوصلاحیت ونلرې هیله ده موږیوطرفه غونډي په لویه جرګوخطانکړو . اونه پریوه طرفه غونډودلویوجرګوڅه حتی دجرګي نوم هم کښینږدو.
وسلام