کور / سياسي / عبدالهادي خليلزی: د طبعي زېرمو لرونکی غريب افغانستان

عبدالهادي خليلزی: د طبعي زېرمو لرونکی غريب افغانستان

په دې كې شك نشته كله چې په يوه كورنۍ، كلي، سيمه او هېواد كې ستونزې پيدا كېږي حتماً عوامل لري او انګېزې ورسره وي. انساني فطرت په دې دى، چې د قدرت او زور په وخت كې پخپله برخه قناعت او صبر نه كوي او د نورو په شر كې خپل خير غواړي. همدا وجه ده، چې د تاريخ په اوږدو كې د چا سره د چا د عزت په سر دښمني وي او څوك د يو بل سره په مال او دولت نښتي وي. يوه ډله بله يې بيا د چوكۍ او قدرت د لاسته راوړلو په غرض د خپلو حدودو څخه په تېري كولو د نورو سره دښمني كوي او تر ټولو مهمه خو داده، چې د دولتونو په سطح سره دا دښمني كړاوونه او ستونزې پيدا دي او انسانان ورسره لاس و ګرېوان دي. په خاص ډول وروسته پاتې هېوادونه ددې ډول بدبختيو سره تر نورو زيات د ستونزو او كړاوونو سره لاس او ګرېوان وي.


  افغانستان په اقتصادي لحاظ د ډېرو طبيعي زېرمو په لرلو بيا هم يو وروسته پاتې هېواد دى كوم شى، چې ددې هېواد په خلكو كې موجود و هغه د خپلواكۍ سره مينه، د ملي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا ساتل وو او په دې لاره كې يې د دنيا هر جابر او غاصب ته غاښ ماتوونكى ځواب وركړى دى. د سكندر څخه رانيولې او بيا تر روسي ښكېلاكګرو پورې يې هر يو ته ښه او پر ځاى سبق وركړى دى.


  په دې كې شك نشته، چې د داسې باز همته خلكو دښمن زيات وي؛ نو ځكه افغانستان د تل لپاره د غل د سارا او بيت د كور له لاسه د هر راز ستونزو سره مخامخ كېږي او مخامخ دى.


  د افغانستان په خلكو كې د علم كمى دى؛ نو ځكه خو ډېر ژر غولېږي او د بېګانه وو د لاس اّله ګرځي، خپل كور او وطن د نورو لپاره خرابوي.


  په اقتصادي لحاظ هم افغانستان په وچه پروت هېواد دى او د خلكو ژوند يې خوار و زار دى او د خپلو طبيعي زېرمو څخه لكه چې لازمه ده په ټولنيز لحاظ ګټې نه شي اخيستى؛ بلكې د يو څو تنو په جېبو كې پرېوځي؛ نو ځكه خو يې يو شمېر سست عنصره خلك خپل ضميرونه په پيسو خرڅوي او عامه ګټې تر پښو لاندې كوي، چې دا روش موږ او تاسې عملاً ګورو نه مبالغه ده او نه افترا.


  سياسي شعور هم د علم زېږنده ده چېرته، چې علم كم وي هلته سياسي شعور نه پخېږي؛ نو د افغانستان د خلكو سياسي شعور هم د ډاډ وړ نه دى. په كوم كار كې چې دوى ښه پوهېږي هغه ورور وژنه ده او د بل په لمسه خپل كور او وطن ورانول دي.


  د افغانستان خلكو د وخت د ځينو مدبرو دولتي او قومي مشرانو په لارښوونه خپل د بېطرفۍ \”عدم انسلاك\” سياست ډېر ښه وساته، چې په دوهم نړيوال جنګ كې يې د روسانو او جرمني واكدار هټلر د غوښتنې په مقابل كې عملاً ثابته كړه، چې افغانستان د ناپېيلتوب په سياست ولاړ هېواد دى او په قضاوت كې اّزاد دى.


  د وخت په تېرېدو د نړۍ يو شمېر اّبر قدرتونه؛ لكه روس، انګليس او امريكا كوشش وكړ، چې څنګه وكولاى شي په افغانستان كې خپلې ګټې تر لاسه كړي او پاليسي يې جوړه كړي ستراتېژي پلې كړي.


  روسانو ډېر د پخوا څخه يو شمېر اشخاص او افراد وروزل، كله د يوه اشپز په جامه كې، كله هم د يوه انجنير او ډاكتر په جامه كې او كله هم په شوروي اتحاد كې د يوه افغان محصل د روزنې په پلمه او  كله هم د ديپلوماتانو په وجود كې خپل سياسي مانورونه اجرا كړي او دا ټولې هلې حلې يې د همدې دپاره كولې، چې كله او څنګه به وكولاى شي د افغانستان له لارې تودو اوبو ته ځان ورسوي او خپل اهداف ترسره كړي.


  د بلې خوا د غربيانو سره په سر كې امريكا او انګرېز په دې فكر كې ډوب و، چې د افغانانو غرور مات كړي او د منځنۍ اّسيا د زېرمو څخه د ځان په ګټه، ګټه واخلي او افغانستان د يوه پل په حيث استعمال كاندي.


  انګرېزان په تهاجمي ډول درې واره راغلل، ولې ګټه يې ونه كړه، امريكا د خدمت په نوم ځان راوړاندې كړ؛ خو څوك ورباندې ونه غولېدل. روسانو كوښښ وكړ، چې يو شمېر پروژې په افغانستان كې بشپړې كړي په طبي، زراعتي، تخنيكي او نظامي برخه كې په رايګان او د اوږدې مودې پور په بدل كې يو شمېر افغان محصلين وروزي او پروژې بشپړې كړي او زيات شمېر شاګردان او محصلين يې په بېلابېلو برخو كې وروزي، ولې ورسره ورسره يې پخپله ايډيالوژۍ سمبال  افغانستان ته راولېږل او بالاخره يې د ښوونې او روزنې او پوهنتون په دروازو ورننوېستل.


  د شاهي كورنۍ د خپلمنځي اختلافاتو په اثر داود خان استعفى وركړه او دا خبره ګرمه شوه، چې بايد نور يو داسې نظام راشي، چې يوازې پاچا واجب الاطاعت ومنل شي او صدر اعظم بايد نور په شاهي كورنۍ كې نه وي او د ديموكراسۍ په بنياد ولاړ يو نظام جوړ شي.


  د اساسي قانون طرح او مسوده جوړه شوه، لويه جرګه راوبلل شوه، په اساسي قانون كې دغه ټولې خبرې تسجيل او تصويب شوې، ديموكراسي ومنل شوه، مسالمت اّمېزه مظاهرې د ژبې او قلم اّزادي قبوله شوه او د لومړي وار لپاره ډاكتر محمد يوسف د شاه له خوا د صدر اعظم په صفت د كابينې په جوړونه مامور شو. كابينه جوړه شوه او د ولسي جرګې څخه يې د باور رايه تر لاسه كړه او دا ورځ د افغانستان د بدبختۍ د شروع اوله ورځ وه. ورسره سم مظاهرې شروع شوې، شنه، سره او سپين بيرغونه په ښار، كوڅو او پاركونو كې چا د هورا چغې وهلې، چا د ناسيونالېزم… اوازونه پورته كول او يو شمېر نورو د تكبير په پورته كولو خپل عقيدت ښكاره كاوه او ځينو خو لا نورې نورې خبرې كولې. د سپي د سر تالاق وخرېل شو، په غاړه كې يې ورته تخته واچول شوه، ورباندې وليكل شول \”ظاهر كل\” او د شاهي نظام څخه يې نفرت او انزجار ښكاره كاوه.


  د پل خشتي په جامع جومات كې د وخت علماوو د مولوي بسم الله مرحوم په مشرۍ غونډه وكړه او پاچا يې غير واجب الاطاعت اعلان كړ او دا ټولې بدبختۍ ددغې ديموكراسۍ زېږنده وه، بهرنيو لاسونو هر يوه پخپل وار پوره پوره كار كاوه.


  داود خان د هغه اختلافاتو په بنا، چې په شاهي كورنۍ كې پيدا وه او ده استعفى كړې وه، د يو شمېر نظاميانو سره يې كور جوړ كړى و، د خلق او پرچم ډله يې د ځان سره ملګرې كړه او په ظاهر شاه يې په داسې وخت كودتا وكړه، چې دى خپله په ايټاليا كې و، شاهي نظام نسكور شو او جمهوري نظام اعلان شو او د اساسي قانون تصويب او داود خان د جمهور رئيس په حيث ومنل شو او په كار يې شروع وكړه. روسانو دا كار پخپله ګټه ګاڼه او فكر يې كاوه، چې ګوندې دا بدلون د دوى په ګټه تمامېږي. داود خان ته يې بلنه وركړه، شوروي اتحاد ته ولاړ، په مسكو كې يې برېژنيف داود خان ته يو لړ لارښوونې شروع كړې، چې داسې به كوئ او هغسې. داود خان د خپل فطري غرور په بنا، چې درلوده يې او د افغاني لوړ احساس په بنياد يې دې واكمن ته وويل، چې افغانستان يو اّزاد او خپلواك هېواد دى، زه چې هر څه كوم پخپله اراده او د خپلو خلكو په مشوره به يې كوم، زه د چا لارښوونې او پروګرامونه نه منم او نه په قيد او شرط د چا مرستو ته احتياج يم او نه يې غواړم. په دې خبره باندې روسي واكمن په غوسه شو او داود خان ته يې وويل، چې زه هم ددغه ډول هېوادونو سره مرسته نه كوم، غونډه خپره شوه او داود خان پخپل سر د كريملين د ماڼۍ څخه راووت او لنډه خبره دا چې خپله هېواد ته راغى.


  د شوروي د وخت زعامت په دې فكر كې شو، چې څه ډول پلان ترتيب كړي، چې داود خان په مرګ او يا ژوندى د صحنې څخه وباسي او په افغانستان كې د خپلې خوښې يو نظام او حكومت جوړ كړي، په دې جريان كې يې خيبر وواژه، دا چې چا وواژه دا هم د چا نه پټه نه ده، ولې د پرچم ډلې دا دعوه وكړه، چې دا كار حكومت كړى دى او د داود خان په لمسه شوى دى، ولې دا خبره د واقعيت څخه لرې ده. په دې وخت كې مظاهرې شروع شوې، د خلق او پرچم ډلې دې ته چمتو شوې، چې پر داود خان باندې كودتا وكړي. همداسې وشول، چې د شوروي اتحاد د هوايي قواوو په مرسته، چې د تاجكستان څخه يې پروازونه كول او جنرال قادر يې قومانده كوله په ارګ بمباري شروع كړه، افغاني ځمكنۍ قواوې هم ورسره ملګرې وې.


  په ارګ يې هجوم ورووړ، شخصاً داود خان تر هغې، چې پكې ساه وه ددې قواوو په مقابل كې سخت مقاومت وكړ؛ خو اخر ووژل شو، ولې يو شمېر بې همته ملګرو يې ورسره ناځواني وكړه او دى يې يوازې پرېښود، كودتا كاميابه شوه او نور محمد تره كى د خلق ګومند سابقه دار د مركزي كمېټې او سياسي بېرو د عمومي منشي په حيث وټاكل شو او نوى دوران راغى. نيول رانيول، وژل ټكول شروع شول او خلكو د وطن څخه په كډه كولو لاس پورې كړ او هجرت يې وكړ؛ خو دا ټولې كړنې په حفيظ الله امين باندې تپل كېدلې، چې دا ټول كارونه همدى كوي او تر ډېره حده دده سره واك و او تره كي هم دده د اجراّتو مخه نه نيوله او د وفادار شاګرد په حيث منلى و او دا دوره روانه وه.


  څه موده وروسته نور محمد تره كي كيوبا ته رسمي سفر وكړ، د كيوبا مشر ښاغلي فيډل كاسټرو نور محمد تره كي ته وويل، چې ستا دا انقلاب ناكام دى؛ ځكه چې ستاسې د اعمالو او روش څخه د هېواد با رسوخه متنفذينو، علماوو، روحانيونو، خانانو او نورو كډې وكړې او تاسې ته په جبهه كې ودرېدل او هغه څوك، چې له تا سره پاتې دي هغه د دوى مقابله نه شي كولاى؛ نو ته څه ډول كولاى شې د خپل انقلاب برياوو ته هيله وكړې؟ ښه خبره داده، چې ته پخپله ستراتېژۍ غور وكړې او كوښښ وكړې، چې دغه جبهه د ځانه سره خپله كړې او هر چاته حق وركړې او په تدريج سره په مخ ولاړ شې.


  كله چې تره كي دا خبرې واورېدې معقولې وې، ورسره ويې منلې، چې همدا ډول به وكړي. كله چې تره كى او ملګري يې د كيوبا څخه مسكو ته راستانه شول د شوروي اتحاد د مشرانو په غونډه كې يې ګډون وكړ، د كيوبا مشر سره يې د ليدنې كتنې ګذارش غونډې ته وړاندې كړ او عقيده يې ښكاره كړه، چې تر دې وروسته به ښاغلى تره كى د كيوبا د مشر كاسټرو لارښوونې عملي كوي. دا خبره په ټولو بده ولګېدله او برېژنيف تره كي ته وويل، چې دا انقلاب ما كړى دى او زما په رهبرۍ شوى دى، زه چې درته څه وايم هغه به كوئ.


  داسې ويل كېږي، چې تره كي ورته په ځواب كې ويلي وو، چې ماته د ملګري كاسټرو نظر او لارښوونه په ګټه ښكاري، هغه لاره به نيسم. هماغه وو، چې كله خپل هېواد ته راغى د كې جي بي په مرسته يې د حفيظ الله امين په مشرۍ ورباندې كودتا وكړه، تره كى يې وواژه او لوړ پوړي ملګري يې ورته ووژل او يو شمېر د پرچم ډلې مشران يې د هېواد څخه بهر سفيران كړل او ميدان يې ځانته خالي كړ، كه څه هم دده شعار، چې په قانونيت او عدالت باندې بنا و؛ خو دده د شعار او عمل تر منځ سخت توپير موجود و او د يوې ورځې څخه بلې ته د افغانانو كډې كول زيات شول. پاكستان او ايران ته يې مخه وكړه. د يو څو محدود كمونستي هېوادو څخه پرته نوره ټوله نړۍ اسلامي او غير اسلامي هېوادونه د شوروي اتحاد د ايډيالوژۍ او عقيدې خلاف وو او نه يې غوښتل، چې د دوى مخه خلاصه شي او قدرت ازمايي وكړي؛ نو افغان مهاجرين يې تنظيم كړل، ډلې يې پكې جوړې كړې، مشران يې ورته وټاكل او خپل هر ډول كومكونه او مرستې يې ورسره شروع كړې او د بين المللي كمشنرۍ د سيادت لاندې يې ورته په ايران او پاكستان كې كميشنرۍ جوړې كړې او كلكه مقابله  يې شروع كړه، چې دا اور ورځ په ورځ زياتېده او اثرات يې سخت بوږنوونكي وو.


  وايي، چې حفيظ الله امين د جهادي تنظيمونو سره اړيكې ټينګې كړې، چې يو توافق ته سره ورسېږي او په حكومت كې يې د ځان سره شريك كړي. كې جي بي په ببرك كارمل باندې كار شروع كړى و او په نهايت كې دې فيصلې ته رسېدلى و، چې د شوروي اتحاد په نظامي مستقيمه مرسته په افغانستان راشي او په حفيظ الله امين كودتا وكړي او كارمل يې په عوض د قدرت په ګدۍ كېناوه او همداسې يې وكړل.


  د حفيظ الله مړى او ژوندى معلوم نه شو، يو شمېر ملګري يې ووژل شول، څه بنديان شول او څوك وتښتېدل. روسان په پوره قوت په افغانستان واكمن شول او ټول سرحدونه يې اشغال كړل، د دوى په راتګ سره نړيوال په خاص ډول امريكا او متحدين يې په وېره كې شول او خپلې مرستې يې نورې هم زياتې كړې او هغه لوبه جوړه شوه، چې د نړۍ ټول جنګونه يې په مثال كې نه شو راوړلى؛ ځكه چې په هغو وختو كې دا ډول پرمختللې وسلې چرته وې، د سټينګر، ميزايل، لونا او داسې نورې زهرجنې وسلې په بې دفاع افغانانو دواړو خواوو ته استعمالېدې، د وينو رودونه روان شول او وطن د خاورو سره خاورې كېده او د هجرت لړۍ هم زياتېدله.


  روسان د افغانانو د سخت مقاومت سره مخامخ شول، چې نړۍ يې شاته ولاړه وه، دوى وپوهېدل، چې ډېره لويه اشتباه يې كړې او د برېژنيف ديكتاتورانه تصميم دوى د سختې رسوايى او ماتې سره مخامخ كړي او خپل بين المللي موقف يې له لاسه وركړ، ولې چاره يې نه وه، ګېر شوي وو.


  كه څه هم د شوروي اتحاد په زعامت كې بدلنونه راغلل، برېژنيف هم پكې سر وخوړ، ولې روسانو دا فول كړى و او په افغانستان كې ښكېل پاتې وو، د وتو لار ورڅخه وركه وه. په نهايت كې دې نتيجې ته ورسېدل، چې بايد په افغاني رهبرى كې يو څه بدلون راولي، چې د خپل ځان د خلاصون او وتلو لپاره لاره پيدا كړي؛ نو كارمل ته يې يوازې د انقلابي شورا مشري پرېښودله او د ګوند مشري يې ډاكتر نجيب الله ته وسپارله او دى د ګوند د عمومي منشي په حيث وټاكل شو او په يوه پلينوم كې يې د افغانستان د ديموكراتيك ګوند د عمومي منشي په صفت وټاكه.


  د ډاكتر نجيب الله حوصله د تجربو له مخې ښه شوې وه، په يوه نوې ستراتېژۍ كار شروع كړ او ورسره سم يې ملي روغه جوړه اعلان كړه، دا چې دا پروسه تر كومه بريالۍ وه په دې يې بحث نه كوو، ولې كه دا كار پخپل وخت شروع شوى واى بې له شكه نتيجه به يې ګټوره واى، ولې د ډاكتر نجيب په وخت كې ددې ارمان د تحقق لپاره امكانات ډېر كم وو.


  ولې بيا هم يو شمېر هېوادوالو بېرته خپل وطن ته د يوې لارې او بلې لارې په پټه كډې راوكړې او راغلل، ددې هلوځلو سره يې د روسانو د وتلو لپاره په بين المللي سطحه ددې زمينه برابره كړه، چې په ژنيوا كې د ښكېلو خواوو د استازو په ګډون غونډْ جوړه شوه او د معين مهالوېش په بنياد او ټاكليو شرايطو په عملي كولو سره بايد په دوه دورو كې له افغانستان څخه ووځي او همداسې وشول.


  ډاكتر نجيب الله د مستقلې دفاع اعلان وكړ او دا خبره يې عملاً ثابته كړه او د ننګرهار وروستنى جنګ ددې خبرې موْيد دى، چې مستقلانه دفاع يې كولاى شوه. ملګرو ملتونو هم كوښښ كاوه او د امريكا څخه مجبوره وو، چې دا پرابلم نور حل شي او جګړې پاى ته ورسېږي او په دې وپوهېدل، چې د شوروي اتحاد د قواوو په نشست كې هم افغاني حكومت كولاى شي جنګ جګړه پر مخ بوځي، ولې د مهاجرينو سره يې د زياتې مرستې قوت ختم و.


  د ملګرو ملتو خاص استازي بننسېوان هلې ځلې كولې، چې ډاكتر نجيب الله دې خبرې ته حاضر كړي، چې د مهاجرينو سره د يوه ټاكلي تعهد په رڼا كې جوړ جاړى وكړي او جنګ ختم شي.


  ډاكتر نجيب الله په نهايت كې د خپلو ملګرو سره په دې خبره راضي شو، چې قدرت مهاجرينو ته وسپاري او په دې شرايطو باندې پرېكړه وشوه:
  1_ شپېته په سلو كې به د تېر حكومت خلك برخه لري او څلوېښت په سلو كې به مهاجرين وي.
  2_ اساسي قانون به جوړېږي لويه جرګه به يې تصويبوي.
  3_ تر دې وروسته به انتخابات شروع كېږي هر څوك، چې ګټونكى شو او داسې نورې وړې غټې خبرې.
  دا جريان او پرېكړه د تلوېزيون په نوارونو كې عكاسي او ثبت شوله، چې د شپې له خوا به رسماً اعلان شي او مهاجرين به راځي.


  له بده مرغه يو شمېر د خلكو او وطن سولې او امن دښمنانو په ډاكتر نجيب الله باندې كودتا وكړه او پخپل سر په كابل راننوتل. ډاكتر نجيب الله د ملګرو ملتونو د استازي په مرسته د ملګرو ملتونو په دفتر كې ورننوېستل شو او مهاجرين په ډز او ډوز كې كابل ته راننوتل او دولتي ادارې او دفترونه يې سره اشغال كړل او پخپل منځ كې يې ډزې شروع كړې.گ د پلان او پرېكړې له مخې محترم مجددي صاحب د دوه مياشتو لپاره د جمهور رئيس په حيث د مهاجرينو له خوا ټاكل شوى وى، قدرت ورته د ښاغلي سرابي له خوا رسماً وسپارل شو او په كار يې پيل وكړ.
  د جناب مجددي دوره د سترګو په رپ كې پوره شوه، ولې جنګ جګړه د مهاجرينو په منځ كې شروع وه او په قدرت جګړه وه او هر تنظيم د ځان د بقا لپاره كار كاوه. دا جنګونه دومره زيات شول، چې د كابل په ښار كې بې مبالغې اّباد ځايونه ډېر كم پاتې شول او عالم تباه شو، د تنظيم په نوم هر عمل روا او شخصي او دولتي شتمني تالا والا شوې، نه د هندو په مال او عفت صرفه وشوه، نه د مسلمان. په حضرت صاحب پسې د جناب رباني دوره شروع شوه، چې شپږ مياشتې به دى جمهور رئيس وي، ده شروع وكړه، ولې جنګ جګړه روانه وه، جناب رباني د پرېكړه ليك پروا ونه كړه، شپږ مياشتې، چې پوره شوې په قدرت يې خېټه واچوله او چوكۍ يې نه پرېښودله، چې په دې وخت كې د طالبانو په نامه يو نهضت راپيدا شو، د دوى غوښتنه سوله او امن و، دوى وسله نه درلوده، اكثريت په دې عقيده وو، چې يره دا د سولې پرښتې دي او د دوى په وجود كې به ارومرو سوله او امن راشي. لنډه دا چې دوى د هېواد په يو شمېر سيمو او مركزونو باندې ځاى پر ځاى شو او يو مشر يې د اميرالموْمنين په نامه وټاكه، چې د هغه نوم ملا محمد عمر اخوند و، حكومت يې جوړ كړ، وزيران يې مقرر كړل، ولې زيات شمېر دولتي كار كوونكي يې له دندو ګوښه كړل، د حكومت كولو شوق ورسره پيدا شو، مسلح شول، جنګ جګړه يې شروع كړه او د ښاغلي رباني څخه يې غوښتنه كوله، چې تاسې بايد نوي نظام ته تسليم شي، ولې جناب رباني او دده ملګرو ورته د مقابلې اعلان وكړ او ورسره جنګېدل.
  دې جريان ورځ په ورځ وخامت پيدا كاوه او لمن يې پراخېدله، دا چې طالب څوك و، له كومه راغلى و، جنرال بابر په دې خبره رڼا واچوله او د تفصيل ضرورت يې نشته دى، ولې دا خبره ضروري ده، چې دا ټولې ښكېلې ډلې او تنظيمونه په يو چا پورې تړلي وو او دوى د يو چا له خوا سپورټ كېږي، طالب به هم د چا له خوا سپوټ شوى وي، ولې تر هغه ځايه، چې ليدل كېږي او ليدل شوې ده، اكثريت طالبان افغانان وو.
  جنګ جګړه تر دې سرحده پورې ورسېدله، چې مخامخ ځواك يې په مخه كړ او په اصطلاح په كنج كې يې سره ځاى كړ، نه يې دوستم د مقابلې توان لاره، نه شوراى نظار، نه رباني صاحب مقاومت كولى شو او نه كوم بل جنرال؛ خو طالب ځواك د چا پروا نه ساتله، سر يې واخيست او د برياوو په خوا روان و او په دې ضمن كې يې هغه اسلام او اسلامي احكام د تطيق لاندې نيولي وو، چې د افغانستان خلك ورسره نا اشنا وو؛ لكه د لمانځه په قضا كولو په دُرو وهل، د ږيرې په خرېيلو بندي كول او په دُرو وهل، د ښځو په ستر كې يو څه افراطي حركات، چې دا ټول ددې سبب شول، چې زيات شمېر خلكو هېواد پرېښود او مهاجر شول او د نورو مخالفو تنظيمونو ملګري هم د طالب ځواك له ډاره بېرته هجرت ته وهڅول شول او طالبان په انزوا كې پاتې شول.
  غربيانو او په سر كې يې د امريكا د متحده ايالاتو واكدارانو ددې خبرې زغم نه درلود او ويل يې، چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې كېږي او د بشر د حقوقو رعايت نه كېږي او ديموكراسي پايمال شوې ده.
  هغه وو، چې د ملګرو ملتو د سولې او امن د ځواكونو د چتر لاندې د امريكا د متحده ايالاتو د نظامي قواوو او د ناټو په ګډون د طالب ځواك د مقابلې دپاره جنګ جګړه شروع شوه او طالب ځواك په ډېر كم وخت كې ميدان پرېښود.
  ددې پېښې اصلي عامل د سپتمبر د يوولسمې نېټې پېښه وه، چې د امريكا په متحده ايالاتو كې راپېښه شوه او د طالب څخه يې د اسامه بن لادن غوښتنه كوله، ولې طالب ځواك دې خبرې ته حاضر نه و او دا كار يې نه كاوه.
  كومه پرېكړه، چې د بن په كنفرانس كې شوې وه كرزى د موْقتې ادارې او بيا د انتقالي ادارې مشر ومنل شو، لويې جرګې جوړې شوې، اساسي قانون تدوين، تصويب او نافذ شو، جمهور رئيس كېناست پارلمان جوړ شو، ستره محكمه منځته راغله او د دولت د درې ګونو قواوو څخه متشكل شوى حكومت جوړ شو، ملي اردو او ملي پوليس سره متشكل د ايساف، ناټو او بين المللي نظامي قوتونو د امن او ثبات د تاْمين په لاره كې تعهدات او نهايت زياتې پيسې ټكې د افغانستان د بيا رغونې لپاره مرستې وشوې، ولې اثرات يې لمس نه شول، هغه زوړ دوكان او زاړه ټېپر دي.
  كرزى صاحب جمهور رئيس دى، ولې امن ورځ تر ورځې په خرابۍ دى او هېڅ اميد ورته هم نشته دى او دا ټولې بدبختۍ په دې كې دي، چې:
  1_ د اكثريت خلكو ارادو ته نه دا چې درناوى نشته؛ بلكې توهين كېږي او د حقارت په نظر ورته ليدل كېږي.
  2_ قوماندانېزم دى، چې د خپلو وسلو په زور خپل ځانونه په خلكو مني او د زور ياري روانه ده.
  3_ د قانون حاكميت نشته له سره تر پايه څوك قانون نه مني او د قانون د حراست ارګانونه هم ددې خبرې جرئت او واك نه لري.
  4_ د ملك مادي او معنوي شتمني او دولتي واكونه د تنظيمونو تر منځ لكه د پلار ميراث تقسيم شوي، خوشخوري روانه ده.
  5_ بهرني قوتونه هم په دولتي ادارو كې د تنظيمونو سره په جوړجاړي ډلې ټپلې جوړوي او دولتي واكونه يې سره تقسيم كړي، څوك په يو ملك او څوك په بل ملك پورې تړلي دي. وزيران، رئيسان او حتى عمومي مديران يې پخپله خوښه د خپلو سياسي ګټو په غرض سره ځاى پر ځاى كړي دي او حمايه كوي يې، د اهليت معيار په نظر كې نه نيول كېږي.
  6_ بهرني كومكونه هم په دغه معيار او لور نه ترسره كېږي، د پنجشېر، پروان، كاپيسا، كندوز او بلخ ولايتونو لپاره .