په كندهار كي چاودني 40 ولسي خلك وژلي او 74 نور يې ژوبل كړي

56 | جون 10th, 2010


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي په كندهار ولايت كي ، د واده په مراسيمو كي په يوه ځان وژونكي حملې كي 40 تنه وژل سوي او 74 تنه نور ټپيان دي.

دغه چاودنه تېره شپه د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان په سيمه کي شوې ده.
عيني شاهدانو ازادي راډيو ته ويلي چي دوى ډوډۍ خوړله چي دا حمله وسوه.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري هم وايي چي دا يوه ځان وژونكې حمله وه
چي د واده په مراسيمو كي سوې ده.

نوموړى وايي په وژل سوو او ټپيانو كي كوچنيان او ښځي هم شامل دي .

خو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ادعا كړې چي دا ځان وژونكې حمله نه، بلكي د بهرنيو ځواكونو له خوا هوايي بمبار وو.

چارواكو دا ادعا رد كړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024