کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پوهنې وزیر محمد حنيف اتمر ته …

د پوهنې وزیر محمد حنيف اتمر ته …




 دافغان ساينسپوهانوسرخلاصی لیک


 


ليکوونکی:


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ ( جرمني )


نيټه :  دفېبرورۍ میاشتې پېنځم ، ٢٠٠٨ زکال 


 


دپوهنې پياوړی وزيرصاحب  حنيف اتمر!


 


په جرمني کې دساینسپوهانو ټولنه تاسوته دمینې ډک سلامونه اونېکې هیلې وړاندې کوي  اوبیا مودلوی خدای (ج) څخه روغتیا اوبرياليتوب غواړي .


موږ ډېر ویاړیوچې تاسې دخپل ماموريت په دې لنډه موده کې، دنورووزيرانوپه پرتله، په خپل کارکې ډېرې لاس ته راوړنې سپینولای شی. که چېرته نوموړي فعاليتونه په بشپړتوګه  وه ارزوو،نودې پایلې ته رسېږو،چې دپوهنې محترم وزيرصاحب محمد حنيف اتمر خدمتونه دپوهنې اوروزنې پخوانی وزير ارواښادعلي احمد پوپل ته ډيرورته  دي .بښنه غواړوچې زموږټولنه دهیوادڅخه بهر دستاسو دکاراوفعاليت  په  تړاو  ارزونه کوي په داسې حال کې  چې  په دې اړوند موږ هيڅ ډول روا رښته  نه لرو .


 


دګيلې خبرې :


·     دباور وړ لاسوندو پربنسټ د کابل ښار په زرګونو اوسیدونکو پښتنو په تېر تعلیمي کال کې  خپل غوښتنلیکونه دپوهنې وزارت چارواکوته وړاندې کړي دي تر څو په ښونځيو کې دهغوی اولادونوته په مورنۍ ژبه پښتوتدريس وشي اویانوې ښوونځی ورته جوړې شي . خوپه ډيره خواشينی سره بایدووايوچې په دې تړاوهيڅ ډول اقدام ترسره نه شو اوټول غوښتنلیکونه دپام څخه وغورځول شوه .


·     بل داچې دتاسو ښاغلي څخه زموږ ګيله داهم ده چې ولې دهیوادپه هرګوټ کې خوپه تېره بیا دکابل په ښار کې اوسيدونکوپښتنو ته پخپله مورنۍ ژبه ښوونځی نه جوړيږی . په داسې حال کې چې تاسووکولای شوه چې دپښتنوپه سیمو لکه ګردیز او کندهار کې  ددري (فارسي) ژبو لپاره په مورنۍ ژبه دري   ښونځی پرانیستې. دتاسو په وینا په کابل کې پښتانه يوازې د يوولس ښوونځيو مستحق دي ، خو که نور ښوونځي غواړي  لومړی بايد د ټولو ماشومانو له ميندو پلرو څخه موافقه  او بيا له ولسمشر څخه احکام واخلي . يعنې که د پښتنو اولادونه د نورو په ژبه زده کړه کوي نو موافقې او احکامو ته اړتيا نشته ، خو که په خپله ژبه يې کوي بايدموافقه او احکام راوړي .


·     دهېواد داساسي قانون ١٦مې او ٤٣ مې مادې  پر بنسټ دپښتوژبې ښوونځی جوړول يوقانوني امر دی اوبايد چې بې له خنډ اوځنډ څخه په ټول هيوادکې عملي شي .


دملي يووالي خبرې :


دساينسپوهانو ټولنه هیڅ کله دانیت نه لري چې دهیوادغیر پښتنو مورنۍ ژبې ته په سپک نظر و ګوري اويا يې د پامه وغورځوي . داځکه چې دهیواد هره يوه مورنۍ ژبه دافغان کلتور يوه ځلانده اوبډايه برخه تشکیلوي .


 


دوړانديزخبرې :


ښاغلی وزير صاحب :که چيرته ددې نيت لرې چې دپښتنودزوال مخنیوی وکړی نوهمدا اوس مو وخت دی او هيله ده چې دپښتومورنۍ ژبې ښوونځی څومره مو چې وس کيږی په کابل اوهیوادکې جوړې کړئ . دبیلګې په توګه :


 


لومړې : د راتلونکي ١٣٨٧ تعلیمي کال لپاره تاسوښاغلي خپل ولس ته وعده ورکړه چې  په هیوادکې به لږڅه يو زر ښوونځی نوې جوړې شي . په دې اړوند زموږهیله داده چې دپښتنوپه سیمه کې تیرکال هم لږڅه پېنځه سوه ښوونځی بیرته وتړل شوی  اوزده کوونکې يې کابل اونوروسيمو ته دناارامی له لامله راوکوچيده. نوله دې کبله ضرورده چې پښتنوته په کابل کې داځل په ډيره شميره  ښوونځی جوړې شي


 


دويم: دمورنۍ ژبې دزده کړې په خاطرضرورده چې  دعام ولس فرهنګي شعورکچه پورته ولاړه شي او دبې پروايی حالت نه راوه ایستل شي . دنوموړې موخې لپاره په ښوونځيوکې  دمورنۍ ژبې د اهمیت ، پرمختګ اوپاللو په تړاوکنفرانسونه اوسيمينارونه جوړ شي اوزده کوونکي اودهغوی خپلوان ورته  راوبلل شي .


 


درېيم : دیوه پوه پښتون افغان په صفت تاسې هم پوهيږی چې دپيړیوراهيسې پښتوژبه په هيوادکې يوه محکومه ژبه ده. دپښتوژبې پالل اوپرمختګ هغه وخت کیدونی دی چې پښتون افغان ولس  او پښتانه چارواکي لاسونه سره يو کړي او په ګډه سره په کارپيل وکړي . که دغه کار تاسوپه رښتيا ترسره کړی  نو به ولس په تاسوهروخت وياړکوي او  په تاريخ کې به په جګه شمله ځانګړی ځای ترلاسه کړی .


 


په دې تړاو دخوشحال خټک شعر دیادولووړدی :


 


چې دستار وهي هزاردي         ددستار خلک په شماردي


)خوشحال خټک(


 


داپه دې مانا چې تاسودپښتون ولس مليونوپښتنوڅخه یوتن اويو فرهنګې څراغ ګڼل کيږی  دا هم منوچې په  رښته لاره کې طبعا خنډونه  پراته وي . خوموږباورلروچې تاسوښاغلی به خپل همت د لاسه ور نکړی، داځکه چې دلوی خدای (ج) امر په ځای کوي .


 


دلوړملي ارمان لپاره لوړفکراو کلک عزم پکار دی . میرویس نیکه ، احمدشاه بابا ،امیرامان الله  خان اونورو ميړنیو پښتنو مشرانو هم دځان اومال په قربانی سره افغان ولس ته خدمتونه ترسره کړيدي . خوشحال خټک يوه ميړني مشرته لاندنی خطاب کوي .


 


که اسمان ددزمري په خوله کې ورکا                  دزمري په خوله کې مه پريږده همت


دعمل ذخیره واستوه دوړاندې                               دايوڅوورځې ژوندون دی غنيمت


)خوشحال خټک(


 


څلورم : زموږپه اند ښه خوبه داوي چې لومړی هغه مورنۍ ژبې پياوړې شي چې دپيړيوراهیسې ورته هيڅ کارنه دی شوی اودومره يی په پښوودروئ تر څو په پای کې ټولې رسمي ژبې په يوه لیکه کې پرمختګ ته چمتوشي . دلته بايدچې دتناسب انډول په پام کې ونیول شي .


 


پېنځم : داساسي قانون په برخلاف  د هیواددري (فارسي) ژبې ته دنورو ژبوپه پرتله نازورکول ګناه اودقانون څخه سرغړونه ده .داځکه چې دهیواد ټولې دولتي ،تعلیمي ، سرکاري ، سياسي اوفرهنګي لارې چارې په دري ژبه  تر سره کيږي . موږته دانور دمنلووړنه ده چې دري ژبې ته دخپل ټاکل شوي حق نه زياته ونډه ورکړ شي .


 


شپږم : د١٣٨٧ تعلیمي کال دپیل سره سم هیڅ ښوونکی اوياماموردپوهنې وزارت له خوا مقررنه شي چې دهیوادپه دواړورسمي ژبوپښتواودري په بشپړتوګه واکمن اوپوه نه وي . داساسي قانون په پام کې نیولوسره دپوهنې وزارت بایدچې داسنادودسپينوی لپاره داعتباروړلاسوندوغوښتنه وکړي .


 


دستاسو او ټولو ښځينه اونارينه کارکوونکو د برياليتوب  په هیله


 


په درنښت


 


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  (  جرمني (


په جرمني کې دساينس پوهانودټولنې دمشرتابه غړی