ننګرهار:پاکستان سفارت خانې ته پنځه سرتيرې وسپارل شوه

65 | جون 17th, 2010


افغان چارواکودافغانستان په پوله باندې دطالبانو دحملې وروسته لادرکه شويو پنځه پاکستاني سرتيرې په جلال ابادکې دنوموړې هيواد سفارت خاني ته سپارلي دي .
درپوټونو له مخې په افغان پوله باندې ترسره شوې حمله کې نږدې څلويښت پاکستاني سرتيرې لادرکه شوې وه چې ورځينې پنځه سرتيرې يې افغاني پوليسوپه جلال ابادکې پاکستاني سفارت ته سپارلي دي .
ويل کيږي دنورو ورک شويوسرتيرودپيدا کيدو لپاره هڅې رواني دي اوچې پيدا شوې نوموړې سفارت ته به وسپارل شي
ديادونې وړده دغه څلويښت پاکستاني سرتيرې له تيرو دو ورځو راپه ديخوا مومندله سرحدي سيمې څخه لادرکه شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024