پاکستان: پرپوليسوچاودنه کې 8تنوته مرګ ژوبله اوښتې

65 | جون 19th, 2010


دپاکستان ډيره اسماعيل خان دشيخ يوسف په علاقه کې دپوليسو په يوموټردبم چاودنه شوي چې له امله يې يوپوليس وژل شوى اواوه تنه نورټپيان شوي دي .
دنوموړې هيوادپوليس وايي دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې کله دپوليسو يومشرچې محمداشرف نوميږي دخپلې دندې پرلورې روان وه چې په يوبل موټرکې ځاى پرځاى شوى ريموټ کنټرول ماين دنوموړې ګاډې ته څيرمه چاودنه وکړه.
ويل کيږي په ټپيانوکې دپوليسويومشرمحمداشرف هم شامل دي .
بلخوا دهغه روغتون مسؤلين چې ټپيان وروړل شوي وايي چې ديوتن ټپي حالت نازک دى .

Copyright Larawbar 2007-2024