ترافيکې پيښې لس تنه ټپيان کړل

65 | جون 20th, 2010


دکابل پروان پرلويه لاره کې ديوې ترافيکې پيښې له امله لس تنه ټپيان شوي دي .
دپروان ولايت دترافيکو مدير وايي چې دغه پيښه ديکشنبې په سهار دباګرام په دوسړکې کې هغه مهال وشوه چې دامنيتي ځواکونو يوباروړونکى موټر له يومسافروړونکې موټرسره ولګيده .
نوموړى زياتوي چې دامنيتي ځواکونوموټر له سيمې څخه تښتيدلى دى .
تراوسه پورې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي .
دترافيکو مدير په دغه پيښه کې ديوشميرټپيانو روغتيايي حالت نازک بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024