ملګرې ملتونه: تيرو څلورمياشتوکې تاوتريخوالى زيات دى

65 | جون 20th, 2010


دملګرو ملتونو سازمان په خپل تازه راپورکې په افغانستان کې په تيرو څلورو مياشتوکې دتاوتريخوالې دزياتوالې خبر ورکوي .
په هغه رپوټ کې چې دغه سازمان دامنيت شورا لپاره جوړشوى ويل شوي دي چې دتيرکال دڅلورمياشتو په پرتله سږ کال په افغانستان کې په سلوکې څلورنوي سلنه دسړک ته څيرمه دبمونو ايښودل ډير شوي دي .
په دې رپوټ کې راغلي چې په منځنۍ کچه په هره اونۍ کې درې ځانمرګې بريدونه ترسره شوي دي چې دهغې نيمايي دافغانستان په سويل کي شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024