اوه ورځې دکرکټ لوبې

65 | جون 20th, 2010


دميلادې کال دجون دلسمې نيټې څخه پيل شوى دويسټ انډيز اوجنوبي افريقا ترمنځ پنځه ورځنۍ ياټيسټ لوبه دجنوبي افريقا په ګټه پاى ته ورسيده .
جنوبي افريقاکپتان ګريم سمت له پچې ګټلو ورسته دتوپ وهنې فيصله وکړه اوپه خپل لومړي اننګ ياپاڼۍ کې دټولو لوبغاړو په سوځيدوسره درې سوه دوه پنځوس منډې وکړي چې په ځواب کې دويسټ انډيز ټول لوبغاړې په يوسلودوه منډو وسوزيدودجنوبي افريقالوبغاړو په دوهم اننګ ياپاڼۍ کې ويست انډيز ته څلورسوه شپږپنځوهدف وټاکه او ورته يې دتوپ وهنې بلنه ورکړه .چې دويسټ انډيز ټيم يوځلې بياښه لوبه ونکړه اوپه دوه سوه درې نوي منډويې ټول لوبغاړې اوټ شول اوددې سره دغه لوبه جنوبي افريقا په يوسلو دري شپيته منډو وګټله .

هالينډله سکاټلينډ لوبه وګټله .
دکرکټ دغه يوه ورځنۍ لوبه چې په پنځلسم دجون دهالينډ اوسکاټلينډترمنځ ترسره شوې دسکاټلينډټيم دوه سوه شپږ ديرش هدف هالينډ ته وټاکه چې په ځواب کې هالينډ په داسې حال کې چې څلور لوبغاړې سوزيدلې وه پوره کړ اودغه لوبه يې شپږو ويکټونو دځان په ګټه پاى ته ورسوله .

په تيره اونۍ کې دايشا کپ دکرکټ ټورنمنت پيل شوچې لومړۍ لوبه دجون په پنځلسمه نيټه دکوربه پاکستان اوسريلانکا ترمنځ ترسره شوله .
سريلانکاپاکستان ته دوه سوه درې څلويښت هدف په ټاکلې پنځوس اورونو کې وټاکه چې په ځواب کې دپاکستان ټول لوبغاړې په دوه سوه شپږويشت منډو وسوځيده اودغه لوبه دسريلانکالوبدلې په شپاړس منډو وګټله .
ديادونې وړده په دغه لوبه کې دپاکستان لخوا شاهدخان اپريدي وروسته له څوکلوونو سل منډې پوره کړي .

دايشاکپ ټورنمنټ دوهمه لوبه د بنګلديش او هندوستان ترمنځ ترسره شوه چې دانډيا په ګټه پاى ته ورسيده .
بنګلديش ټيم دلومړې بيټينګ کولو فيصله وکړه اوپه ټول لوبغاړې په پنځه ديرشم اور کې اوټ شوه او هندوستان ته يې يوسلو اته شپيته هدف وټاکه چې په ځواب کې دهندوستان لوبغاړو په داسې حال کې چې څلورلوبغاړې سوزيدلې وه په ديرشم اورکې ټاکلى هدف پوره کړ اودغه لوبه يې په شپږو ويکټونو دځان په ګټه پاى ته ورسوله .

ديوه ورځنيو لوبو په لړکې ايرلينډ له اسټرالياسره لوبه وکړه دغه لوبه کې چې اسټراليالومړى توپ وهنه وکړه په ټاکلې پنځوس اورونوکې دنهه لوبغاړوپه سوځيدوسره دوه سوه دوه ديرش منډې هدف ايرلينډ ته وټاکه چې په ځواب کې دايرلينډ لوبډله په دوه څلويښتم اورکې په يوسلو دوه نوي منډو اوټ شوه او دغه لوبه په نهه ديرش منډو اسټراليا وګټله .

دايشاترنامه لاندې دکرکټ په سياليوکې سريلانکا دبنګلديش ملې لوبډلې ته په يوسلو شپږويشت منډو مآتې ورکړه .
په دغه لوبه کې سريلانکالوبډلې له پچې ياټاس ګټلو وروسته توپ وهنه وکړه چې په ټاکلې پنځوس اورونوکې دڅلور لوبغاړو په سوزيدوسره درې سوه پنځلس هدف بنګلديشي لوبډلې ته وټاکه،چې په ځواب کې دبنګلديش دکرکټ ملې لوبډله په څلويښتم اورکې ديوسلوشپږاتيامنډو په کولوسره وسوځيده اودغه لوبه دسريلانکا په ګټه پاى ته ورسيده .
ديادونې وړده ټي ايم دلشان ديوه اويامنډو په کولو اودبنګلديش د درې لوبغاړو په سوځولوسره ددغه سيالۍ غوره لوبغاړى ونومول شوه .

دجون په نولسمه دانګلينډاو سکاټلينډ ترمنځ يوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه .
په دغه لوبه کې سکاټلينډ دټولو لوبغاړو په سوځيدوسره انګلستان لوبډلې ته دوه سوه دولس هدف وټاکه چې په ځواب کې دانګلستان لوبډلې دغه هدف په داسې حال کې چې درې لوبغاړي سوزيدلې وه په درې ديرشم اور کې پوره کړه اودغه لوبه يې په اوه ويکټونو له سکاټلينډ څخه وګټله .

دايشياکپ دکرکټ په سياليوکې پاکستان دخپل کلک حريف هندوستان سره مخامخ شوه او له سخت مقاومت وروسته يې ماتې وخوړه .
پاکستان لوبغاړو لومړۍ توپ وهنه پيل کړه چې دټولو لوبغاړو په سوزيدوسره يې هندوستان لوبډلې ته دوه سوه اته شپيته منډې هدف وټاکه چې په ځواب کې دهندوستان ټيم په داسې حال کې چې يوبال اودرې لوبْغاړې پاتې وه دغه لوبه وګټله اوددې سره پاکستان اوبنګلديش له دغه ټورنمنټ څخه بهر شوه .

Copyright Larawbar 2007-2024