کرکټ:دنړۍ دزياتوشپږيزو وهونکې درپيژنو .

65 | جون 20th, 2010


په دې اونۍ کې دنړۍ دزياتوشپږيزو وهونکې درپيژنو .

 سنه جايسوريا دى له سريلانکاڅخه د دوه سوه اوياشپږيزو وهلوسره دشپږيزو وهونکوپه لومړي مقام کې ځاى لري جيسوريا يوزرو پنځه سوه څلوريزې هم وهلي دي .
 دپاکستان کپتان شاهدخان اپريدى دي چې ددوه سوه اته شپيته شپږيزو وهلوسره د دوهم مقام ترلاسه کولو ترڅنګ دبم بم اپريد لقب ګټلى دى دپنځه سوه نهه پنځوس څلوريزې هم وهل دي .
 سورف ګنګولي دهندوستان پخوانى لوبْغاړى دى چې ديوسلونوي شپږيزو په وهلوسره په دريم مقام کې ځاى لري دتراوسه يوولس سوه دوه ويشت څلوريزې وهلي دي .
 ماسټربلاسټرسچن ټنډولکر هم له هندوستان څخه دي اويوسلوپنځه اتياشپږيزو سره څلورم مقام لري ده تراوسه پورې نولسوه اوويشت څلوريزي وهلي دي .
 کريس ګيل دويست انډيز کپتان دي او ديوسلوپنځه شپيته شپږيزوسره پنځم مقام لري ګيل تراوسه نهه سوه نولس څلوريزې وهلي دي .
 رکې پونټينګ داسټرالياکپتان ګورى اودنړۍ دزياتوشپږيزو وهونکوپه شپږم مقام کې ځاى لري ده يوسلو اوپنځوس شپږيزې وهلي دي او نهه سوه نولس څلوريزې وهلي دي .
 چرس کرنيس نيوزلينډ توپ وهونکى دى چې يوسلودرې پنځوس شپږيزې وهلي دي او په اوم مقام کې ځاى لري دي ځوان درې سوه پنځه څلويښت څلوريزې هم وهلي دي .
 ادم ګيلګرسټ ګوري داسټراليا لوبغاړى دى او دى يوسلونهه څلويښت شپيزو په وهلوسره تردامهاله دنړۍ دشپږيزو وهونکو په اتم مقام کې خپل ځاى ساتلى دى .ګيلګرسټ يوولسوه دوه شپيته څلوريزې هم وهلي دي .
 دا دپاکستان پخوانۍ کپتان انضمام الحق دى چې ديوسلو څلور څلويښت شپږيزو وهلوسره دشپږيزو وهونکو په جدول کې په نهم نمبرکې ځاى لري انضي تردامهاله نهه سوه يو اوياڅلوريزې وهلي دي .
 دشپږيزو وهونکو په لسم نمبرکې يوراج سنګهـ هندوستانى توپ وهونکى ګورى چې يوسلو پنځه ديرش شپږيزو سره لسم مقام کې پاتي دى يوراج اوه سوه اته څلويښت څلوريزې هم وهلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024