فوټبال: پراګوا او برازيل وګټله

65 | جون 21st, 2010


دسويلي افريقا د دوه زره لسم ميلادي کال دفوټبال نړيوال جام سيالۍ پرون اوپرون شپه دبرازيل اوپراګوايي ملي لوبډلو له برياووسره مل شوې .
پرون مازيګر په لوبوکې پراګوا دوه دصفر په وړاندې سلواکيا ته ماتې ورکړه اودايټاليا اونيوزلينډ لوبډلې ديو يوګول په وهلوسره مساوې پاى ته ورسيدي خودتيرې شپې په وروستۍ لوبه کې برازيل درې ديو په وړاندې داج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه .
ددغه سياليو په لړکې نن دپورتګال لوبډله دشمالي کوريا له لوبډلې سره لوبه کوي اوچيلي به سويس سره دلوبې ډګر ته ولاړه شي .

Copyright Larawbar 2007-2024