بادغيس: شپږديرش وسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله

65 | جون 21st, 2010


په بادغيس ولايت کې دامنيتي ځواکونو او وسلوالوکسانو ترمنځ په نښته کې شپږ ديرش تنو وسلوآلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دنوموړې ولايت دوالي وياند وايي دغه نښته تيره ورځ دهرات اوبادغيس ولايتونوترمنځ په ګډه سيمه کې وروسته له هغې وشوه چې طالبانو دکوچيانو پريوې ډلې بريدوکړ
نوموړى زياتوي په دغه پيښه کې دوسلوالوطالبانو درې جنګيالي وژل شوي اودرې ديرش نورټپيان شوي دي .
خودسيمې خلکوچې خپل ټپيان يې دهرات ولايت مرکزي روغتون ته راړوي دي وايي چې ديادې نښتې ډيرقربانيان ملکي وګړي دي .
دوى وايي چې په دې نښته کې شپږ ملکي وګړې وژل شوي دي اوڅلور پنځوس نور ټپيان شويدي .
په همدې حال کې دهرات ولايت دروغتون چارواکې وايي چې ډيري ټپيان ِښځې اوماشومان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024