لوګر: څلورتنه ماشومان پوليسو وژغورل

65 | جون 21st, 2010


دلوګرولايت پوليسو څلور تنه تښتول شوې ماشومان وژغورل دلوګر ولايت دامنيي قومندانۍ دامنيت امرمحمدجان عابد وويل دبرکې برک ولسوالۍ دشاه عبدالفتح دښوونځې داوم ټولګې څلورتنه زدکوونکې پرون سهار دناپيژندل شويوکسانو لخوا لومړى مسموم اوبيا تښتول شوې وه .
عابدزياته کړه پوليسو دغه ماشومان تيرماښام ددغه ولايت دمرکزپل عالم دمربوطاتو له يوې کنډوالۍ څخه پيداکړل او کورنيوته يې وسپارل .
ديادونې وړده ددغه پيښې په تړاو تردې دمه څوک نه دي نيول شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024