کابل ځانمرګې بريد درې ملکې وګړې ټپيان کړل

65 | جولای 18th, 2010


د کابل ښار د څلورمو او دريمو مکروريانو ترمنځ د شينو زاده روغتون مخې ته ديکشنبې په ورځ يوځانمرګى بريد له امله ولسي وګړې ټپيان شول .
دکورنيوچارو وزارت وياند زمرى بشري وايي دغه ځانمرګى بريد ديکشنبې په ورځ يوولس بجو او پنځوسو دقيقوپه شاخوا کې په داسې مهال رامنځ ته شوې چې يوځانمرګى بريدکوونکى په بياسيکل سپور وه او ځانته يې چاودنه ورکړه چې له امله يې درې تنه ملکې وګړې ټپيان شوي دي .
بشري زياتوي په دغه پيښه کې د دولتي کارکوونکوته هيڅ زيان نه دى اوښتى .
بلخوا عيني شاهدان وايي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې بهرني ځواکونه له سيمې څخه دتيريدوپه حال کې وه .
خپله وسلوالوطالبانو تراوسه ددې بريدپه اړه کوم څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024