کور / تازه خبرونه / برتانيه:ترهګري د افغانستان او پاکستان په زيان ده

برتانيه:ترهګري د افغانستان او پاکستان په زيان ده

برطانيې په پاكستان او افغانستان غږ كړى چې په خپلو منځو كښې دې اړيكې نورې ښې كړى طالبان ددواړو هيوادونو ګټو ته تاوان رسوى افغانستان او پاكستان دې دترهګرو خلاف دمبارزې لپاره ګډپلان جوړ كړى تركومه ځايه چې دترهګروديوځاې كيدو خبرونه خپاره شوى نوبرطانيې او نړيواله ټولنه ئې انديښمنه كړې دافغانستان دمسائلو حل يواځې په پوځى لارې امكان نه لرى بلكې سياسى هلې ځلې دې هم پيل كړى شى نړيواله ورورلى افغانستان يواځې اوښكو تويولو ته نه پريږدى اودترهګرۍ په خلاف دې دګډې مبارزې لپاره نوې كړنلاره جوړه كړى افغانستان اوس نوى پړاوْ ته داخل شوى دى دبيارغونې په لړ كښې دې افغانستان سره هرډول مرسته وكړى شى .


امريكاوائي دپاكستان په قبا ئيلي  سيمو كښې     القاعده  او طالبان د پاكستان دحكومت لپاره سترګواښ دى ميونخ  كښې كلنى سكورټى  كنفرانس ته د وينا په ترڅ كښې  دامريكا د دفاع وزير رابرټ  ګيټس  خبر دارى وركړچې  دغه قوتونه په ډاګه  د اسلام اّباد لپاره ګواښ  دي دشخصي  ټلويزون د راپورترمخه رابرټ ګيټس زياته كړيده   چې  اوس  هغه وخت راغلۍ دى  چې  پاكستان  ډيورنډ كرښي ته څيرمه  قبا ئيلي  سيمو كښې  دالقاعده  اوطالبانو له منځه وړلو لپاره عمليات پيل كړي.