کور / شعر / پټ راز

پټ راز

چې هر څو دی هیره ومه را یادیږې


ګلې دی کې دی را نغښتې کوم پټ راز دی


ټول غږونه در نه ځار او صدقه شه


له غوږو سره اشنا مې ستا اواز دی


پټکې او اداګانې دی مزه کا


په هر څه کې قبول کړی مې ستا ناز دی


دچا خوښ دي درباب او دسیتار غږونه


خو په ما ګران دشینکي رود شینکی ساز دی


سره رانجه یې دي په سترګو پورې کړي


ښایسته شوی دغره زرک له دنګه باز دی



۲۰۰۸،۰۲،۱۰ وزیر اکبر خان – اشنا تلویزیون