کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هاري (!) صيب يو څه پام کوه!

هاري (!) صيب يو څه پام کوه!


ستاسو ليکنې لولم خو ټولې د لويديځو سرچينو په حواله غږېږې او هم بيا خپل احساسات ورسره غبرګوې ، احساسات دې افغاني دي خو هغه څه چې ته يې ليکې هغه په زياته پيمانه د لويديځوالو د ګټو لپاره دي. هغوي په دې نازکو حالاتو کې په افغان حکومت او په تېره بيا په کرزي صيب باندې دومره فشار راوړى چې غواړي په دې توګه د خپلو ناکاميو لپاره په کرزي صيب باندې لاس پاک کړي. د افغان تاريخ يو څرګند باب دا تشکيلوي چې په افغان قام باندې بهرنيان ښه نه لګېږي. اوس چې بهرنيان راغلي هغه هم د مرستو لپاره نو بايد خپل ځاى وپېژني.
لويديځوال چې کله افغانستان ته راغله نو دومره زيات غاوره وو چې د نه منلو کارونه يې وکړل. د افغان کلتور او رواياتو ته يې پام ونه کړ او په خپل سر يې داسې کارونه وکړل چې په لوى لاس يې د خلکو په منځ کې هغه محبوبيت چې درلوده له لاسه ورکړ ، خلکو د يو مرستندوى ځواک په څېر ورته کتل نه د يو يرغلګر په  څېر. خو دې نازولو داسې فکر کاوه چې هر څه د دوى په کنټرول کې دي او داسې څوک به نه وي چې ورته خبره را غبرګه کړي. داسې کارونو ته يې لاس وا چاوه چې چا به هم ورته ويل دا کار ښه نه دى او ښې پايلې نلري خو دوي به ويل ، چې څوک دي چې له موږ څخه په لوبه ښه وپوهېږي؟
دوي لوبې را واخيستې او دغه لوبې اوس داسې ښکاري چې د دوي او نه د دوي د ملاتړو لپاره ښې پايلې لري. دوى په هغه لومړي سر کې په ټوپکمارو چې بيا دوى وروسته ورته د جنګسالارو خطاب وکړ ، ډډه ووهله. پخوا به هغه د دوى په اصطلاح جنګسالاران په سمڅو کې شپې ورځې تېرولې او د سياسي لوبو جوګه نه وو خو اوس دوى دې کچې ته رسولي چې له همدوى سره لوبې کوي.
د کرزي صيب په ځاى که تاسو هم واى نو په افغانستان کې به دې څه ځانګړى سم سمکى نه واى راوستلى ، دا چې په دې اوس وخت کې نسبي سوله شته او ددې سولې تر شا هم هره ورځ خلک په وينو کې لامبي دا هم د همدغو لويديځوالو د خرخنډو پايلې دي. که دوى په رښتيا له افغانانو سره مرسته کولاى نو بيا به يې هر جنرال او په نوم مارشال په غېږ کې نه نيوه او د دې پر ځاى به يې د حکومت ملا تړلې وه.
ځينې خو لا دا وايي چې موږ هغه او دغه لوړ کارونه کول غوښتل خو حکومت مو مخه ډب کړې ، تاسو په خپله فکر وکړئ چې هغه هېوادونه چې د ځينو لويو پروژو تمويل ته يې مټې را نغښتې دي نو بيا ولې په يوې يا بلې بهانې سره غواړي چې د خپلو پرمختګونو مخه ډب کړي. وايي او ژمنې يو څه کوي او بيا په عمل کې بل څه.
دوى دلته د امنيت لپاره راغلي دي خو کله چې له دوى څخه وغوښتل شي چې د امنيت او خونديتابه د ښه والي لپاره ښه ده چې د ناامنيو په اصلي لاملونو باندې فکر وکړو نو بيا همدوى د پولې اخوا يارانو سره پټه يارانه پالي او غواړي چې دلته او هم له پولې ها غاړه ګټې خوندي کړي. يو متل دى چې په يوه لاس کې دوه هيندوانې نه نيول کېږي. متل په واقعيتونو باندې ولاړ وي او که ددې متل سره سره څوک د دوه هيندوانو نيولو ته زړه ښه کړي نو يا خو به يې عقل له لاسه ورکړى وي او يا خو يې زړه غواړي چې له هغو دوه هيندوانو څخه يوه ماته او له لاسه ورغورځوي ، يانې په هغو دواړو کې به يوه ورته دومره ارزښت نه لري. تاسو هم دې ټکي ته په پام سره زموږ د کړيدلې اولس ستونزو ته وګورئ چې له هر لوري خلک ورباندې لوبې کوي. دا د ځينو لويديځوالو ګټې د پولې هاخوا ډېر معتبرې دي نو ځکه زموږ له ګټو او د امنيت په راوستلو کې يې لوبې را اخيستې دي او پړه يواځې په کرزي صيب او د هغه په حکومت اچوي.
همدوى دلته ناکامه دي او دوى لا په دومره نشه کې دي چې خپلې ناکامۍ نشي منلى او نه ورته غوږ ږدي د خپلو ناکاميو لپاره نور را مخې ته کوي.
هلمند ولې دومره خطرناکه سيمه ده؟ د هغه ځاى اهميت د لوبې هر لور ته ښه مالوم دى ، ايران خو له هغه ځايه دومره يورانيم يوړل چې اوس غواړي ورته د غني کولو لپاره بټۍ جوړې کړي او د پاکستان د زروي بټيو کار خو هم په همدې يورانيمو باندې چلېږي. عرب هم دومره ناخبره نه دي چې هلمند څومره اهميت لري؟ روس خو يې اوس هم په خوبونو کې ويني چې کله به يې الوتکې ورڅخه بار کړې نو بيا به څوک نه و چې ورته ووايي دا ولې؟
هاري صيب !
لوبې ته ځير شه چې په څه ډول د لوبغاړو تر منځ روانه ده او په رښتيا خو موږ افغانان د لوبې سيل بين يو نشو کولى چې دې لوبې ته ور ودانګو ځکه چې موږ ورته پوره چمتوالى نلرو.
هوکې يوه بله پوښتنه مې په ذهن کې راغله ، هلمند ولې په تېر کال کې د ټولې نړۍ نيم نشه اي توکي توليد کړل؟ دا هغه پوښتنه ده چې تاسو يې همدلته له لويديځوالو څخه وپوښتئ. بيا ورباندې ځان پوه کړئ او لوستونکي هم ترې خبر کړئ.
نور درته څه نلرم خو دومره به درته ووايم چې په افغان باندې دومره تېره مه ورځه نورو ته هم پام وکړه او بيا په هغو باندې ورشه. افغانان د هيچا دومره تېره نشي اورېدلى دا ځکه چې په جګړو کې يې وخت تېر کړى او ملامت هم نه دي. په هغو تېره ورشه چې په ډيموکراسۍ کې را لوى شوي او ترې خوند اخلي. موږ غريب خو څوک په يوه کې هم نه پرېږدي.
پاى
يادښت: ددې لپاره چې لوستونکو پرې ښه پوه شي ، هاري صيب هغه څوک دى چې د بېنوا ويبپاڼې له لارې نړيوال مطبوعات څاري او بيا ورباندې ليکنې کوي ، چې ډېرى ليکنې يې د اوسني حکومت او په ځانګړې توګه د کرزي صيب په خلاف دي. پدې ليکنه کې هغه دې ته متوجه شوى چې له خپل قلم سره پام وساتي.